لیکوال: عبدالحی لیان
د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)
د شعبان میاشتې د نومولو دلیل
د شعبان مياشتې د نوم ايښودنې يا نومولو اړوند محدثينو او لغت پوهانو ګڼ اقوال را نقل کړي دي او پکې يې پر دې دلايلو بحث کړی چې ولې دغه مياشت پر دې نوم نومول شوې ده. ابن حجر عسقلاني رحمه الله په فتح الباري کې د شعبان میاشتې اړوند د احادیثو وضاحت په لاندې ډول لیکي: “وَسُمِّيَ شَعْبَانُ؛ لِتَشَعُّبِهِمْ فِي طَلَبِ الْمِيَاهِ أَوْ فِي الْغَارَاتِ بَعْدَ أَنْ يَخْرُجَ شَهْرُ رَجَبٍ الْحَرَامُ، وَهَذَا أَوْلَى مِمَّا قَبْلَهُ، وَقِيلَ فِيهِ غَيْرُ ذَلِك”.[1] د دې راپور پر بنسټ د «شعبان» نوم د «شَعْب» له ریښې څخه اخیستل شوی دی، چې د تیت او پرک معنا لري؛ ځکه عربان د رجب میاشتې له پای ته رسېدو وروسته (چې په هغې کې جګړه او یرغل منع وو) د اوبو د لټون یا لوټ مارۍ او قبیلوي فعالیتونو د بیا پیل لپاره خپرېدل. ابن حجر رحمه الله دا تفسیر د نورو موجودو اقوالو په پرتله ډېر معتبر بولي، که څه هم د نورو نظرونو یادونه هم کوي.
لغت پوهانو هم دا پورته معنا تایید کړې ده. ابن منظور په لسان العرب کې څرګندوي چې د شعبان میاشت ځکه په دې نوم نومول شوې، چې عربان به د رجب میاشتې له پای ته رسېدو وروسته، د اوبو د لټون یا لوټمارۍ د ترسره کولو لپاره خپرېدل.[2]
فیروز ابادي په القاموس المحيط کې هم د دې میاشتې د نومولو دلیل د خلکو تیت او پرک کېدل بولي، چې د لوټ کولو یا د اوبو د لټون لپاره به خپرېدل او دا یې د «تشعّب» له ریښې سره تړلې ګڼلې ده.[3]
ابن فارس په مقاييس اللغة کې د ریښه پوهنې له مخې د «شَعْب» لپاره دوه اصلي معناوې یادوي: یوه نفاق او جلا کېدل او بله یوځای کېدل او را ټولېدل. هغه دې ته هم اشاره کوي چې «شَعْب» د خلکو یوې ډلې ته ویل کېږي او د شعبان د میاشتې نومول هم همدې ریښې ته اړوندوي. د نومولو یو اړخ د لوټمارۍ یا د اوبو په لټه کې د خلکو وېشل ګڼي.[4]
د دې ټولو نظریو مجموعه دا څرګندوي چې د شعبان د میاشتې نومول، که له ټولنیز اړخه وي او که له لغوي اړخه، د «تشعّب» او پراختیا له مفهوم سره ژوره اړیکه لري؛ هغه مفهوم چې وروسته د اسلامي ښوونو په رڼا کې له یوې عرفي او ټولنیزې وضعې څخه معنوي او روزنیز بستر ته لوړ شو چې د خیر د ډېرېدو او د روحي چمتووالي لپاره له روژې څخه د مخه لار هواره کړي.
د شعبان د میاشتې فضیلتونه
د شعبان میاشت د اسلامي تاريخ له غوره شوو وختونو څخه ده چې په دیني متونو کې په ځانګړي ډول په نبوي صلی الله عليه وسلم سیرت کې ځانګړی ځای لري. د دې میاشتې عبادت او روژې نیولو ته د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ځانګړې پاملرنه، د نورو میاشتو په منځ کې ځانګړی فضیلت څرګندوي.
په معتبرو روایاتو کې شعبان د داسې میاشتې په توګه معرفي شوې چې په دې میاشت کې د بندګانو عملونه د الله تعالی حضور ته وړاندې کېږي؛ دا کار د دې میاشتې د پاملرنې، اخلاص او طاعتونو د ډېروالي پر ارزښت ټینګار کوي. دغه راز په دې میاشت کې د زړه په پاکوالي او د انساني اړیکو په اصلاح ټینګار شوی دی چې د شعبان فضیلت اخلاقي او روزنیز اړخ روښانوي. له همدې امله د شعبان میاشت د معنوي چمتووالي او د روژې د مبارکې میاشتې د شعوري داخلېدو لپاره یوه ضروري مقدمه ګڼل کېږي.
پیغمبر صلی الله عليه سلم فرمایلي دي: “ذَاكَ شَهْرٌ يَغْفُلُ النَّاسُ عَنْهُ بَيْنَ رَجَبٍ وَرَمَضَانَ، وَهُوَ شَهْرٌ تُرْفَعُ فِيهِ الأَعْمَالُ إِلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ، فَأُحِبُّ أَنْ يُرْفَعَ عَمَلِي وَأَنَا صَائِم.”[5] ژباړه: «دا داسې میاشت ده چې خلک ترې غافل دي، د رجب او روژې ترمنځ ده. په دې میاشت کې عملونه د الله تعالی حضور ته وړاندې کېږي او زما خوښېږي چې زما عمل په داسې حال کې چې روژه مې نیولې د الله حضور ته پورته شي.»
د دې خبرې معنا چې د شعبان میاشت هغه میاشت ده چې خلک ترې غافل کېږي دا ده چې دا میاشت د دوو لویو میاشتو ترمنځ واقع شوې ده: یوه د حرام یا رجب میاشت او بله د روژې میاشت. له همدې امله د خلکو پام تر ډېره د دغو دوو میاشتو پر لور وي او دا چې د شعبان میاشت یې په منځ کې ده لږ پام ورته کېږي، نو په پایله کې د یوې هېرې شوې میاشتې په توګه پاتې کېږي.
حافظ ابن رجب رحمه الله د غفلت وختونو د بیا را ژوندي کولو د فضیلت په تحلیل کې په دې ټکي ټینګار کوي چې د طاعت او بندګۍ په وسیله د هغو وختونو ابادول چې ډېر خلک په کې غافل وي، د الله تعالی لپاره یو محبوب کار دی، دا کړنه د سلف صالحينو د یوې ډلې په عملي سیرت کې هم لیدل کېږي. دوی باور لري چې د دغو وختونو را ژوندي کول ګڼ روزنیز او معنوي اثار او ګټې لري.
د دې میاشتې لومړۍ ګټه دا ده چې په داسې وختونو کې تر ډېره عباداتونه په پټه ترسره کېږي او د پټو عباداتونو ترسره کول د ښکاره عباداتونو په پرتله غوره ګڼل کېږي؛ په تېره بیا روژه چې د بنده او د الله تعالی ترمنځ دروني او پټه اړیکه ده. له همدې امله د ریا او ځان ښودنو لپاره تر ټولو لږه زمینه برابره وي.
دویمه ګټه یې دا ده چې د طاعت ترسره کول په هغه چاپېریال کې چې د عمومي غفلت غلبه وي ډېر ستونزمن وي. د اسلامي اخلاقو له نظره غوره عملونه هغه دي چې د انسان نفس ته یې ترسره کول ډېر سخت وي. ابن رجب رحمه الله یې علت دا ګڼي چې انسان له ټولنیز چلند څخه اغېزمنېږي؛ داسې چې کله طاعت په ټولنه کې رواج ولري، عبادت کول اسانېږي، خو کله چې د غفلت او د دیني بې پامۍ چاپېریال جوړ شي، د بیدارو کسانو لپاره د طاعت ترسره کول ستونزمنېږي؛ ځکه چې د تعقیب لپاره عملي بېلګې کمې پاتې کېږي.
درېیمه ګټه یې دا ده هغه څوک چې د ګناهګارو او غافلانو په منځ کې عبادت ته پابند وي، کولی شي له افتونو څخه ځان وژغوري، لکه څنګه چې د خپل شتون په وسیله د ځان د ساتنې او مخنیوي رول ترسره کوي. په همدې لړ کې ځینو سلفو د خدای یادونکی د غافلانو په منځ کې له هغه کس سره تشبیه کړی چې د ماتې په درشل کې د یوې ډلې ساتنه کوي او ټینګار یې کړی چې د عمومي غفلت په وخت کې د دغو خلکو نشتوالی ټولنه له تباهۍ سره مخ کوي. ابن رجب رحمه الله د دې معنا د تایید لپاره ګڼو اثارو او نقلي شواهدو ته اشار کوي.[6]
له عایشې رضي الله عنها څخه داسې روایت شوی دی: “كان رسول الله صلی الله عليه وسلم يصوم حتى نقول: لا يفطر، ويفطر حتى نقول لا يصوم، فما رأيت رسول الله صلی الله عليه وسلم استكمل صيام شهر إلا رمضان، وما رأيته أكثر صيامًا منه في شعبان.”[7] ژباړه: «رسول الله صلی الله عليه وسلم دومره روژه نیوله چې موږ فکر کاوه روژه ماتی نه کوي او دومره روژه ماتی به یې کاوه چې موږ به ګومان کاوه روژه نه نیسي. هېڅکله مې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی لیدلی چې د کومې میاشتې روژه یې په بشپړ ډول نیولې وي، پرته د روژې له میاشتې او هېڅکله مې هغه په کومه میاشت کې تر شعبان ډېر روژه نیونکی نه دی لیدلی.»
په دې روایت کې عایشه رضي الله عنها بیانوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هېڅکله د کومې میاشتې ټولې ورځې روژه نه ده نیولې، پرته د روژې له میاشتې. دا خبره دا معنا لري چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د روژې له میاشتې پرته هېڅ ټوله مياشت روژه نه ده نیولې؛ ځکه په ټولو میاشتو کې به رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځینو ورځو کې د عایشې رضي الله عنها په کور کې حاضر و او په هغو ورځو کې به روژه نه و.
خو بیا هم رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو ډېره په شعبان میاشت کې روژه نیوله. علت یې دا دی چې شعبان د رجب او روژې ترمنځ واقع شوې او ډېر خلک ترې غافلېږي. سربېره پر دې ځینې خلک فکر کوي چې په رجب کې روژه نیول (د دې لپاره چې هغه د حرام له میاشتو څخه ده) له شعبان څخه غوره دي، حال دا چې داسې نه ده، بلکې په شعبان کې روژه نیول ډېر فضیلت لرونکی عمل دی.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. ابن حجر عسقلانی، ابوالفضل شهابالدین احمد بن علی بن محمد، فتح الباري بشرح صحیح البخاری، مصر: المكتبة السلفيه، 1390ق، ج4، ص213.
[2]. ابن منظور، محمد بن مکرم بن منظور، لسان العرب، بیروت: دار صادر، چاپ سوم، 1414هق، ج13، ص238.
[3]. فیروزآبادی، مجدالدین محمد بن یعقوب، القاموس المحیط، قاهره: دارالحدیث، 1429ق، ج4، ص238.
[4]. ابن فارس، احمد بن فارس بن زکریا، معجم مقاییس اللغه، بیروت: دار إحیاء التراث العربی، 1422ق، ج3، ص198.
[5]. ابوعبدالرحمن، احمد بن شعیب بن علی بن سنان، سنن النسائي، شماره حدیث 2357.
[6]. ابن رجب، عبدالرحمن بن احمد، لطائف المعارف فیما لمواسم العام من الوظائف، ص136.
[7]. صحيح البخاري، شماره حدیث 1969، صحيح مسلم، شماره حدیث 1156 (متفق علیه).
