لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۷)
د ظالم ورور داخلي شخړه (د نیکۍ او وسوسو ترمنځ مبارزه)
ظالم او کینه کوونکي ورور (قابیل) په یوه سخته او ترخه رواني شخړه کې راګیر شوی و. هغه د ضد او ټکرلرونکو انګېزو، افکارو او احساساتو په منګولو کې راګیر و او د دوو بېلابېلو غږونو اورېدو ته يې غوږ نیولی و:
(لومړی) د خپل ورور خبرې
دې غږ د هغه په وجود او احساساتو کې د خیر معناوې را ویښولې او هغه یې له وژلو څخه منع کاوه. د هغه ورور یو ارام او د سولې غوښتونکی انسان و او د هغه د وژلو نیت یې نه درلود؛ ځکه چې هغه له الله جل جلاله څخه يې وېره درلوده. ولې یې باید هغه وژلی وای؟ ګناه یې څه وه؟ ایا یوازې دا چې الله تعالی د هغه قرباني قبوله کړې وه؟ ایا دا حقیقت نه دی چې الله تعالی د پرهېزګارانو قرباني قبلوي!؟ دا د هغه د ورور لپاره یو فضیلت و، چې د ستاینې وړ و، نه داسې کوم جرم چې له امله يې باید ووژل شي!
(دویم) د شیطان وسوسه
دې غږ د هغه په وجود کې د کینې او نفرت احساسات راپارول او د خپل نېک عمله ورور د وژلو او تېري انګېزې یې د نوموړي په وجود کې بیدارولې. شیطان په دوامداره توګه او په ټینګار سره هغه د خپل ورور وژلو ته هڅوه او هغه یې دې کار ته چمتو کاوه، دا عمل یې ورته اسان او ښکلی ښکاراوه او تل په همدې هڅه کې و. دا د شیطان تلنې کړڼلاره ده، له هغو نفسونو سره چې کمزوري وي او د الله تعالی له لارې څخه لرې شوي وي. په دې اړه الله تعالی وايي: “فَلَوْلا إِذْ جَاءهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُواْ وَلَكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ”.[1] ژباړه:« دوی ولې هغه وخت، کله چې زموږ عذاب پرې راځي عاجزي نه کوي او نه تسلیمېږي (ویښ شي، نصیحت واخلي، د الله تعالی پر وړاندې د دعا لاسونه پورته کړي او بخښنه وغواړي؟) خو د دوی زړونه سخت شوي دي او (هېڅ اوسپنیز مېخ ډبره نه شي وهلی! او د زړه د سختۍ سربېره) شیطان دوی ته هغه عملونه ښکلي کړي دي چې دوی یې کوي.»
دغهراز وايي: “وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لاَ غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَّكُمْ فَلَمَّا تَرَاءتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لاَ تَرَوْنَ إِنِّيَ أَخَافُ اللّهَ وَاللّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ”.[2] ژباړه: «(یاد کړئ) کله چې شیطان د دوی عملونه دوی ته ښکلي کړل او ویې ویل: نن هېڅوک پر تاسو غالب کېدای نهشي، زه ستاسو ملګری او مرستندوی یم، خو کله چې دواړه ډلې (مومنان او کافران) یو بل ته مخامخ شول، نو هغه پر شا واوښت او ویې ویل: زه له تاسو څخه بېزار یم، زه هغه څه ګورم چې تاسو یې نه ګورئ، زه له الله څخه وېره لرم. په حقیقت کې الله سخت عذاب ورکوونکی دی.»
بیا وايي: ” تَاللّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ”.[3] ژباړه: « “قسم په الله! موږ له تا مخکې هم پیغمبران د امتونو لپاره استولي وو، خو شیطان د هغوی بد عملونه ورته ښایسته ښکاره کړل، هغوی یې د پیغمبرانو له پیروۍ منع کړل او بدبخت یې کړل. نن ورځ شیطان د هغوی سرپرست دی (او هغوی له ځان سره بايي) او د قیامت په ورځ به هغوی ته دردناک عذاب وي.»
د ورور خبرې او نصیحتونه، د شیطان وسوسې او د ورور د وژلو هڅونه، هغه د عمل او شاته تګ ترمنځ ګیر کړی و. هغه د خپل ورور د هرې د حکیمانه خبرو په اړه ژور فکر کاوه او په هره جمله کې یې یو داسې لامل مونده چې له جرم څخه یې منع کاوه، داسې لامل چې د عقل، خپلوۍ او درناوي فطري مخنیويکوونکي ځواکونه یې منل او پیاوړي کول؛ خو د شیطان وسوسه او هغه کینه چې په زړه او اماره نفس کې يې کرل شوې وه، د لوامې نفس د ټولو مخنیویو په لاملونو کې یې لار پیدا کړه. دا دواړه ځواکونه د (خیر غږ او شر وسوسه) تل په شخړه کې وو، تر هغه چې کینه پرې بر لاسې شوه او هغه یې د اطاعت لوري نه کش کړ.
د کینې برلاسي کېدل او د جرم تر سره کېدل
له همدې امله د کینې د بلنې پر وړاندې د طبیعي محدودیتونو او تبلیغي محدودیتونو اطاعت کول، هماغه کنترول و چې خدای تعالی ورته اشاره کړې ده.[4]
په دې توګه قابیل د خپل رب نافرماني وکړه او د شیطان د وسوسې او د هغه د روح د کینې د کنترول له لارې یې هابیل وواژه. الله جل جلاله په دې اړه فرمايي: “فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ”.[5]
ژباړه: «نو د هغه (سرکش) روح ورو ورو د خپل ورور وژنه ورته په زړه پورې کړه او هغه یې د خپل ورور وژلو ته وهڅاوه، (په پای کې هغه د ضمیر غږ ته غوږ ونه نیو او) هغه یې وواژه! هغه له زیانکارانو څخه شو (او خپل ایمان او ورور دواړه یې له لاسه ورکړل.)»
د هابیل له ټولو یادونو، نصیحتونو، سولې غوښتنو او خبرداریو وروسته، د قابیل شریر نفس هغه د جرم پر لور کش کړ. جرم هغه وخت ترسره شو چې د هغه نفس هر ډول ممانعتونه له مخې لرې کړي وو. نفس یې هغه د وژلو لپاره وهڅاوه او څوک یې وواژه!؟ خپل ورور یې وواژه او هغه خبرداری چې ورکړل شوی و، په حقیقت بدل شو.[6]“فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ.”[7] «او (په پای کې هغه د ضمیر غږ ته غوږ ونه نیوه) او هغه یې وواژه! هغه له زیانکارانو څخه شو (او خپل ایمان او ورور دواړه یې له لاسه ورکړل.)»
(شپږم) قران د جرم په پایلو ټینګار کوي، نه د هغه په جزیاتو
قران کریم د قابیل له خوا د هابیل د وژلو په کیسه کې د پېښې پر جزیاتو تمرکز نه کوي، بلکې پر پایلو او اغېزو یې ځانګړی تمرکز لري. دا کړنه په یوه کلمه کې لنډیز شوې ده: «فَقَتَلَهُ» «نو هغه یې وواژه» دا لنډ بیان او بیا د پایلو لوري ته تګ چې: “فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ”. « او له زیانکارانو څخه شو» ګڼ شمېر الهي حکمتونه لري:
(الف) د وژنې د دردناکې پېښې له صحنې څخه تېرېدل
قران نه غواړي چې د ورور وژنه او دا وېرونکې صحنه په تفصیل سره بیان کړي. له تفصیل سره د ذکر کولو وړ نه ده او نه هم د اوږدې وقفې وړ ده؛ ځکه چې جرم تر سره شوی او جزیاتو ویلو ته اړتیا نشته. د قران کريم موخه دا ده، چې دا زړه ماتوونکې صحنه او د هغې جزیات د اورېدونکي په ذهن او وجدان کې پاتې نه شي، چې خدای مه کړه، د دې پېښې لپاره کومه عاطفي قبولي یا د مجرم تقلید ته ميلان پیدا نه شي. پر ځای یې قران غواړي چې اورېدونکی د قتل له صحنې تېر شي او د هغې پایلو، اغېزو او زیانونو ته پام وکړي، چې د ستاینې یا تقلید هر ډول احساس يې له ذهن څخه پاک شي.
له اسرائیلیاتو او خرافاتو څخه ډډه کول
د دې لنډیز بل حکمت د قران کریم غوښتنه ده، چې د قتل په اړه له الهي پیغام سره قناعت وکړو او هغې لنډې جملې ته غاړه کیږدو. دا کړنه موږ ته دا درس راکوي چې د قتل پېښې له تفصیلي جزیاتو څخه چې ځینې مفسرینو له اسرائیلیاتو څخه اخیستي، باید ځان لرې وساتو. د الهي کلام تفسیر د خرافاتو، اساطیرو او دروغو په وسیله روا نه دی او دا صفتونه د اسرائیلیاتو پر محتوا برلاسي دي.[8]
د قران کريم دا روښانه کړڼلاره د انسان د عملونو پر پایلو په ځانګړي ډول په جرمونو ټینګار کوي او موږ له دې څخه منع کوي چې په غیر ضروري جزیاتو کې ډوب شو، هغه چې ممکن د ناغوښتل شوي ډول بدو عملونو تایید یا ان ناڅاپي تقلید ته لاره هواره کړي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
. محمد، رشید رضا، تفسیر المنار، ج6، ص345. [4]
. محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج2، ص876. [6]
. صلاح، الخالدی، مع القصص السابقین فی القرآن الکریم دراسات فی الإیمان والدعوه والجهاد، ج3، ص107.[8]
