(۷) رنسانسي نیهیلیزم په بېلابېلو برخو کې له روښانه او پیاوړو اثباتي اړخونو بې برخې دی او زیاتره د تیوسانتریک نیهیلیزم او د هغه د ارزښتونو او څرګندونو د نفې له لارې ځان څرګندوي. له شک پرته د رنسانس په بهیر کې هيومنېستي روح راښکاره شوی او د پراختیا په حال کې دی، زموږ خبره د دې مهم اثباتي اړخ د انکار معنا نه لري، بلکې پر دې ټینګار کوي چې په رنسانسي نیهیلیزم کې هيومنېزم او نورې ځانګړنې زیاتره د سلبي کړنو او د تیوسانتریک نفې له لارې راڅرګندېږي او مډرن نیهیلیزم لا تر اوسه منظم، هویت لرونکې او بنسټیزه بڼه نه ده موندلې. همدا د سلبي اړخ واکمني د رنسانسي نیهیلیزم فضا پرېشانه او ګډوډه کړې ده.
(۸) په رنسانسي نیهیلیزم کې د ارزښتونو د انکار او د تیوسانتریک هویت لرونکو اړخونو د نشتوالي او د روښانه اثباتي بڼو د کم رنګوالي له امله، د یوې دردناک تشوالي او بې معناوالي احساس پراخ شوی دی، خو دا بې معناوالی او ګونګ حالت د پسټ مډرن نیهیلیزم له بې معناوالي حالت سره توپیر لري.