لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۸)
نیهیلیزم او د منځنۍ پېړۍ لوېديځ
د منځنیو پېړیو لوېدیځ چې د عیسوي لوېدیځ او منځنۍ دورې لوېدیځ په نوم هم پیژندل کیږي، د لوېدیځ د تاریخي شتون د پراختیا او بدلون یوه نړۍ ده. د منځنیو پېړیو لوېدیځ، سره له دې چې د لوېدیځ د تاریخ په افق کې ځای لري، په ماهیت کې له لرغوني لوېدیځ او همدارنګه له معاصر لوېدیځ سره توپیر لري.
د منځنیو پیړیو لوېديخ د لوېديخ د ظهور، پراختیا، تکامل او تحقق یوه بڼه ده، چې د یوناني ـ رومي لوېدیځ راتلونکی پړاو او دوام ګڼل کېږي. په بل عبارت داسې ويلای شو چې د منځنیو پېړیو لوېدیځ د نیهیلیزمي متافزیک د پرمختګ او پراختیا له بهیر څخه بهر نه دی، بلکې د نیهیلیزمي متافزیک دوام دی. پر دې مهم ټکي باید ټینګار وشي چې د مډرنېستانو او شبه ‌مډرنېستانو د پراخو او پرله ‌پسې تبلیغاتو برعکس، د منځنیو پېړیو لوېدیځ هېڅکله په بشپړ ډول مذهبي نړۍ نه وه. د منځنیو پېړیو لوېدیځ د تئوسانتریک نیهیلیزم تر واک لاندې و او له همدې امله یې باطني نیهیلیزمي ماهیت درلود.
د منځنیو پېړیو د لوېدیځ واکمنه بڼه تئوسانتریک نیهیلیزم و چې ځان یې د مسیحیت په څېره کې ښکاره کړی و. (مسیحیت د حضرت عیسی علیه ‌السلام د الهي ښوونو پیروي نه کوله، بلکې هغه څه چې په تاریخ کې د مسیحیت په نوم مشهور شوي و، یو ډول مشرکانه او نیهیلیزمي منظومه وه، چې په دروغو یې ادعا کوله چې د الهي ښوونو څرګندونه کوي، حال دا چې په هېڅ ډول داسې نه وه.)
هغه څه چې د مسیحیت په نوم په تاریخ کې را څرګند شوي او دوام یې کړی دی، د یوناني فلسفې له میراث، د نصراني عالمانو خپله جوړ شوی او د یهودیت له ځینو اړخونو څخه یو ګډ ترکیب دی، چې په ماهیت کې غیر مذهبي دی، که څه هم ځینې ديني بڼې او دعوې وړاندې کوي. دا ټول د یوناني فلسفې له روایت سره د تاریخي په اوږدو کې ګډ شوي او هغه څه یې رامنځته کړي چې موږ یې مسیحیت ګڼو.
مسیحیت د لوېدیځ په تاریخ کې د یهودي ښوونو له ځینو برخو څخه د یوناني فلسفې بیا تعبیرول دي، چې باطني نیهیلیزمي ماهیت لري او له ځینو مشرکانه او د ختیځ له اسطوره ‌يي عناصرو سره ګډ شوی دی. د تئوسانتریک متافزیک نیهیلیزم د منځنیو پېړیو د لوېدیځ رهبري کوونکی نفس دی، چې ځان یې د مسیحیت په شکل کې جوړ او څرګند کړی دی.
په لوېدیځ کې د منځنیو پېړیو پر مهال د حضرت عیسی علیه‌ السلام اصلي او وحياني ښوونې نه وې واکمنې، بلکې د منځنیو پېړیو د لوېدیځ روح او باطن یو مشرکانه نیهیلیزمي روح و، چې د یهودیت د یوناني ـ رومي له بیا تعبیرولو څخه اخیستل شوی و.
که څه هم په تئوسانتریزم او د هغه په ځینو کلتوري مظاهرو کې، د دیني نښو او عناصرو ځینې څرکونه لیدل کېږي، خو د مسیحي لوېدیځ نړۍ یو نیهیلیزمي او مشرکانه روح درلود او په هېڅ ډول مذهبي نه و. د منځنیو پېړیو نیهیلیزم چې د تاریخي مسیحیت په څېره کې راڅرګند شوی تئوسانتریک بڼه لري.
مډرنېستي تاریخ ‌پوهان چې ډېری یې یهودیان او فراماسونان دي، دوی دا بې بنسټه ادعا کوي چې د منځنیو پېړیو لوېدیځ یو ځانګړی ماهیت درلود، چې هغه یې د ایمان عصر بللی دی. د ماسون او یهودي تاریخ‌ پوهانو هڅه دا وه چې يو داسې پیغام وړاندې کړي، چې مسیحي لوېدیځ د ظلم، تیارو، شک، د باورونو د پلټنې، زور واکۍ، ناپوهۍ او بې ‌فکرۍ دوره وه. بیا دوی د خپلو خبرو له مخې دا ټول منفي اړخونه د منځنیو پېړیو له دیني بڼې سره وتړل، حال دا چې د لوېدیځ د ډېری معاصرو تاریخ ‌پوهانو څېړنو ښودلې ده چې هغه تور تیاره او ظالمانه انځور چې له منځنیو پېړیو وړاندې شوی، ناسم، افراطي او په ډېرو مواردو کې غیر واقعي دی؛ بل دا چې د منځنیو پېړیو لوېدیځ هېڅکله په بشپړ ډول مذهبي نه و.
زموږ دریځ د منځنیو پېړیو د نړۍ په وړاندې روښانه دی او د منځنیو پېړیو لوېدیځ، د نیهیلیزمي لوېدیځ یوه بڼه ګڼو، چې ظالم او په شرک کې بند پاتې و، خو د منځنیو پېړیو د نیهیلیزمي باطن بیانول د فراماسونانو او یهودیانو د دروغجنو تبلیغاتو د منلو په معنا نه دی.
مډرنېستي تاریخ‌ پوهان، چې ډېری یې یهودیان او فراماسونان دي، د منځنیو پېړیو په اړه داسې خبرې کوي، لکه یوازې چې په همدې تاریخي دوره کې ظلم، ځورونه او د عقیدو پلټنې شتون درلود. له دې پرته داسې انځور وړاندې کوي چې ټوله یا لږ تر لږه ډېره برخه په منځنیو پېړیو کې نړۍ د ظلم او تیارو، د متفکرانو د سوځولو او د فکر د نفي کولو دوره وه. بیا دوی دا ټول د دین واکمنۍ او د دوی په وینا دیني تعصب ته منسوبوي؛ حال دا چې دا روایت د منځنیو پېړیو په اړه له رنسانس څخه د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې رواج درلود او ډېری وخت د یهودي او ماسوني تاریخ‌ پوهانو له خولې نقل کېده.
دوام لري…

مخکنئ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version