لیکوال: م. فراهی توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۷)
د کاسموسانټریک نیهیلیزم عامې ځانګړنې
۱ . د کاسموسانټریک نیهیلیزم ماهیت دیني نه دی، بلکې د شک او بې باورۍ رنګ لري او د ظالمانه واک د څرګندېدو له بڼو څخه ګڼل کېږي. که څه هم په ځینو کاسموسانټریک نیهیلیزمي بهیرونو کې د مادي پالنې نښې لیدل کېږي، خو په عمومي توګه د یوناني ـ رومي کاسموسانټریک نیهیلیزم بنسټیزه څېره مادي پالنه نه ده او پرې حاکمیت نه لري. د انکساگوراس، دېموکریت او اپیکور په نظریاتو کې موږ له یو ډول عصري یوناني مادي‌ پالنې سره مخ کېږو، چې د کاسموسانټریک نیهیلیزم له اصلي او بنسټيز اړخ سره اړيکه لري؛ داسې مادي‌ پالنه چې ښکاره او صریح الحاد (اتهئیستي) نه ده، خو په ټوله کې پر ټولو یوناني ـ رومي نیهیلیزمي غوښتنو واکمن روح، په بشپړه توګه غیر دیني دی او دا موضوع د دې مفکورې د نیهیلیستي ماهیت له امله ده.
۲.  یوناني ـ رومي نیهیلیزم کاسموسانټریک دی؛ یعنې دا فلسفه کاسموس (یا په بله وینا عالم، نړۍ) د ټولو چارو مرکزي محور ګڼي او په ځینو مواردو کې ان یو ډول تقدس او درناوی ورته کوي. د لوېدیځ د لرغوني دورې په نیهیلیزم کې کاسموس (کیهان، نړۍ) د یوې پردې په څېردی، چې د حق رڼا، رښتیني لمر او الهي ولایت پوښی او د هغې له درک څخه د انسان د غفلت لامل کېږي.
۳. کاسموسانټریک نیهیلیزم سيکولريستي دی؛ خو سيکولرېزم یې هيومانيتسي نه دی، بلکې د لوېدیځ د لرغونې نړۍ د نیهیلیزم کاسموسانټزيک سيکولرېزم دی او کاسموسانټریک سيکولرېزم غیر دیني او مشرکانه ماهیت لري، له ځینو بدل شوو اسطوريي عناصرو او وجوهاتو سره هم ګډ شوی دی. د لوېدیځ د لرغوني زمانې په سيکولرېزم کې د حق او قدسي حقیقت په وړاندې بې‌ غوري او تر دې هم ډېر هېرول شته، خو د بشري بې حرمتۍ ټينکار پکې نه ليدل کېږي. کاسموسانټریک سيکولرېزم د انسان محوره يا ځان بنسټه نفسانیت لیدلوري تر چتر لاندې نه تعریفېږي، بلکې د چارو تنظیم او د قانون جوړونې بنسټ په کاسموس او کیهاني نظام کې لټوي، خو سره له دې يې ماهیت او باطن ظالم او نیهیلیزمي دی.
۴. متافزیک نیهیلیزمي کاسموسانټریک بنسټ په خپلو ځینو بڼو کې د فلسفي، اخلاقي او ادبي بحثونو په ساحه کې له اندېښنو او شکمنو غوښتنو سره مل دی. که څه هم دغه غوښتنې د لوېدیځ د لرغوني فکر او ادبیاتو په ټولو ساحو کې عمومیت نه لري او ان دا هم ستونزمنه ده چې د کاسموسانټریک نیهیلیزم قوي څېره په فلسفې، اخلاقو او ادبیاتو کې شکمنه یا اندېښمنه وبلل شي، خو په دې کې شک نشته چې د لوېدیځ د لرغوني نیهیلیزم د څرګندېدلو او پراختیا په ځینو پړاوونو کې موږ د شک پالنې د حرګندېدلو او فکري، روحي او اخلاقي پرېشانۍ د یوه ځانګړي حالت شاهدان یوو. د بېلګې په توګه: د ځینو یوناني تراژدیانو په دروني مضمونونو، د سوفسطايانو په ځینو نظریاتو او همدارنګه د «کلبي» او «شکمن» ښوونځيو په نظریو کې د دغو پرېشانيو ځینې نښې لیدل کېدای شي. په ورته وخت کې د فلسفي او اخلاقي اضطرابونو ترڅنګ، په ځینو یوناني فلسفي غوښتنو، لکه د سقراط، افلاتون او ارسطو په فکر، د دغو پرېشانيو د مهارولو لپاره پراخې هڅې هم تر سترګو کېږي. نسبي‌ پالنه او شکمنه‌ اندېښنه د نیهیلیزم له ذاتي ځانګړنو څخه دي او د یوناني ـ رومي کاسموسانټریزم لاس نه پرېږدي. دا ځانګړنه په ځینو یوناني ـ رومي فلسفي غوښتنو کې هم د سقراط او ارسطو له فکر مخکې او وروسته لیدل کېږي او په بېلابېلو مرحلو کې د کاسموسانټریک نیهیلیزم د پراختیا پر مهال د یوه سخت کړکېچ په توګه ځان څرګندوي.
۵. د کاسموسانټریک نیهیلیزم له مهمو ځانګړنو څخه د «فاتال» یا «تقدیر» به نوم د یوې اغېزناکې قوې شتون دی، چې یو ګونګ مفهوم لري. فاتال یا تقدیر په یوناني نړۍ ‌لید کې د خدایانو او همدارنګه د یوناني اتلانو له ارادو سره په ټکر او کشمکش کې دی. تقدیر په یوناني عالم کې د یوې ځواکمنې ارادې په څېر راڅرګندېږي، داسې اراده چې کله ناکله ان خدایان هم تر خپل اغېز لاندې راولي. دغه تراژیک تقدیر د دیني قضا او قدر له مفهوم سره بنسټیز توپیر لري او د هغه وجودي دوران د یو ډول بې‌ مانا او بې ‌موخې تګلارې څرګندونه کوي. په حقیقت کې د تقدیر دغه واکمني په یوناني اند کې د هستۍ د ژور بې‌ معناوالي او عبث ‌والي یو سمبول دی، چې یوه ستړې او ځورونکې کړۍ ښيي
۶. د کاسموسانټریک نیهیلیزم د شهرت‌ غوښتونکو هیلو او ارزښتونو او کله ناکله د ګټې غوښتنو او سيکولریستي شهرت یوه ټولګه ده، چې د «ویاړ» او «فضیلت» تر سرلیکونو لاندې د لرغونو زمانو د پاتې معنوي او اخلاقي کم‌ ارزښته مسايلو ځای ناستې شوې ده.
په دنیوي بڼو او مفاهیمو ټینګار، د سيکولریستي مقام‌ غوښتنو، د ځان ‌ښودنې او شهرت له امله رامنځته شوو امتیازونو؛ همدارنګه د بدو چلونو او دروغ‌ ویلو ستاینه د دې لپاره چې دنیوي موخو ته ورسېږي او بیا دا ټول د «فضیلت» په نوم نومول، هغه پېښه ده چې د هومري نړۍ‌ لید په چوکاټ کې، د کاسموسانټریک نیهیلیزم  د لومړۍ بڼې په توګه پیل شوه او د لرغوني لویدیځ په ټوله تاریخي دوره کې په بېلا بېلو بڼو پراخه او دوام وموند. باید دا په پام کې ونیول شي، هر کله چې نیهیلیزم په یوې ځانګړې بڼه تحقق ومومي، نو یو ټولیز نظام د دنیوي، سیکولره، غریزي غوښتنو، مقام غوښتنو، ګټې ‌پالنې او مغرور ځواک غوښتنې او ارزښتونه د بېلابېلو عنوانونو او القابو تر پوښښ لاندې راښکاره کوي او د فضیلتونو، اخلاقي حکمونو او مفاهیمو په بڼه واکمن او نافذ کېږي. یوناني کاسموسانټریک نیهیلیزم هم د لوېدیځ د نیهیلیستي مابعد الطبیعي څرګندونو د زنځیر لومړۍ کړۍ او د لوېدیځ د ظلم د یوې بڼې په توګه خپل سيکولري نیهیلیزمي نظرونه، حکمونه، مفاهیم او ښوونې د هومري ارزښتونو او د «فضیلتونو» د اصطلاح په قالب کې وړاندې کوي. همدارنګه د افلاتون او ارسطو فلسفي اواخلاقي سیستمونه چې د خوښۍ، سولې، عقلي او دنیاوي توازن په لټه کې و، پرته له دې چې د اخروي ژوند او الهي وحې د بیا را ژوندي کېدو لپاره جدي باور او ژمنتیا ولري. په پایله کې له یونان وروسته ډېری فیلسوفان د نیهیلیزمي فکرونو په بېلابېلو او ګڼو بڼو کې د اضطرابونو او فکري کړکېچونو ښکار کېږي.
۷. د لرغوني لوېديځ نیهیلیزم د الهي امانت د عهد د هېرېدو او د ولايت الهي له حقيقت څخه د غفلت د قدسي او وحياني حضور او هدايت له قبلولو څخه د مخ اړولو پر بنسټ ولاړ دی. په يوناني ـ رومي کاسموسانټریک نیهیلیزم کې د توحيد، وحي او اسماني شريعت حقيقت د شک، ابهام او انکار د سيورو په حجاب کې رانغاړي او هېرېدو ته سپارل شوی دی. دغه ابهام، غفلت او هېرول د لوېدیځ د لرغوني دور په دیني فلسفه او همدارنګه په افلاطوني فلسفه کې هم لیدلی شو. د یهودي فیلون په فلسفي او ورپسې د صدور په نظريه کې، د وحدتِ وجود له يو ډول سکولاريستي بيان څخه لومړنۍ نښې نظریو کې راڅرګندېږي؛ چې د تاریخي مسیحیت له بڼې سره په ظاهره دیني؛ خو په باطن کې مشرکانه نیهیلیزم د منځنۍ پېړۍ د لوېدیځ د ټینګښت لپاره لاره هواروي. په همدې توګه د فیلون او وروسته د افلوطین په نظرونو کې ورو ورو داسې بستر رامنځته کېږي، چې د کاسموسانټریک نیهیلیزم ځینې اړخونه له تئوسانټریک نیهیلیزم سره د لرغوني لوېدیځ د وروستیو پېړیو په اوږدو کې وتړي او پراخ کړي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version