لیکوال: خالد یاغي‌ زهي
د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۲)
د تر ټولو غوره بېلګې لمن نیول
هغه کسان چې له خرافاتو ځان ساتي او د رسول اکرم ﷺ رښتیني پیروان دي، په دنیا او اخرت کې به بریالي وي؛ ځکه دوی د رسول الله ﷺ پیروي کوي، تر ټولو غوره بېلګه یې ګڼي، پر دین او سنت یې عمل کوي او له هر هغه څه ځان لرې ساتي چې په دین کې يې شتون نه لري او یا یې د سنتو خلاف دي. الله تعالی فرمایي: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً﴾ [۱] ژباړه: «بېشكه ستاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښايسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د اخرت له ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي.»
هغه کسان چې د زړه له تله او په هر کار کې له رسول الله ﷺ پیروي کوي، نو الله تعالی یې د خپل محبت، مغفرت او بښنې وړ ګرځوي؛ ځکه الله تعالی فرمایي: ﴿قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾ [۲] ژباړه: «ووایه: ((اى پېغمبره! خلكو ته) كه تاسې په رښتيا له الله سره مينه لرئ، نو زما د پيروۍ لاره غوره كړئ. الله به له تاسي سره مينه وكړي او ستاسې خطاوې به در وبښي هغه ډېر ښه بښونكى او د رحمت څښتن دى.»
رسول الله ﷺ زموږ غوره بېګه او نمونه ده، نو پر موږ لازمه ده چې له سنتو یې پیروي وکړو او له ټولو هغو کارونو څخه ځان وساتو چې د رسول الله ﷺ د سنتو خلاف دي. رسول الله ﷺ فرمایي: «مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ» [۳] ژباړه: «هر هغه څوک چې زموږ په دین کې داسې څه راپیدا کړي چې له دې (دین) څخه نه وي، نو مردود او باطل دي.»
همدارنګه هر هغه څوک چې ګومان کوي چې په دین کې داسې څه شته چې باید ترسره شي، حال دا چې په سنتو کې نه دي راغلي، نو دا کس پر رسول الله ﷺ د خیانت تور لګوي؛ ځکه داسې انګېري چې شریعت بشپړ نه دی او اړتیا ده چې نوې مسالې او مراسم پکې ور زیات شي! حال دا چې موږ ایمان لرو چې د دین او زموږ د ژوند هر هغه څه چې اړتیا وه، الله تعالی نازل کړي دي او رسول الله ﷺ په بشپړ ډول او له کوم نقص پرته خپل امت ته رسولې دي او موږ به پر همدې شاهدي ورکوو. الله تعالی فرمایي: ﴿لَقَدْ مَنَّ اللهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ﴾ [۴] ژباړه: «پر مومنانو د الله احسان شوى چې په دوى كې يې خپله له دوى څخه يو داسې رسول راولېږه چې د هغه ( الله) ايتونه پرې لولي، پاكوي يې (له بديو) او كتاب او پوهه ورښايي، بېشکه چې دوى پخوا په څرګنده بې لارۍ كې وو.»
نو له بدعتونو او نويو رامنځته شويو چارو باید ځان وساتو. هېڅ اړتیا نشته چې په دین کې نوې چارې رامنځته کړو او یا ځینې اعمال دین ته منسوب کړو؛ ځکه لومړی دا کارونه زموږ د دین برخه نه دي.
دويم دا چې زموږ دین بشپړ شوی دی او هېڅ داسې نیمګړتیا نه لري چې د کوم بل شي په ور زیاتولو سره دې دا نیمګړتیا پوره کړل شي.
الله تعالی فرمایي: ﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا﴾ ژباړه: «نن مې ستاسو دين درته پوره كړ، خپل نعمت مې درباندې تمام كړ او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى.» [۵]
هغه کسان چې د خپل شخصي ذوق او نفساني غوښتنو پر بنسټ ناسمه لاره غوره کوي، داسې مراسم رامنځته کوي او جشنونه نمانځي چې نه د الله تعالی په دین کې راغلي دي او نه هم اجازه ورکړل شوې ده، د الله تعالی د دې وینا مصداق ګرځي، چې فرمایي: ﴿فَإِنْ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾ ژباړه: «نو كه ستا خبره يې ونه منله، نو پوه شه چې هغوى ايله خپلو هوسونو پسې روان دي او تر هغه چا زيات بې لارې به څوک وي چې د الله له خوا له لارښوونو پرته خپلو هوسونو پسې ځي؟ بېشكه الله ظالمو خلكو ته هدايت نه كوي.» [۶]
د هغو کسانو حالت ته وګورئ چې د رسول الله ﷺ له سنتو او دیني لارښوونو مخ اړوي، په زده کړه کې یې سستي کوي او پر ځای یې د خپلو نفساني غوښتنو له مخې داسې اعمال ترسره کوي چې په اسلامي تعلیماتو کې نه دي راغلي او یا الله تعالی او د هغه رسول ﷺ ترې منع کړي دي. رسول الله ﷺ فرمایي: «مَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي» ژباړه: «څوک چې زما له سنتو مخ واړوي، نو زما له امت څخه نه دی.» [۷]
نو هر څوک چې د رسول الله ﷺ له سنتو مخ اړوي او د نفس او هوس پر بنسټ بدعتونو او نويو رامنځته شويو چارو پسې ګرځي، له رښتیني هدایت څخه لرې کېږي او له صالحو اعمالو بې ‌برخې پاتې کېږي.
امام حسن بصري رحمه ‌الله فرمایي: «صاحبُ البدعةِ لا تُقبَلُ له صلاةٌ ولا صيامٌ ولا حجٌّ ولا عُمرة» ژباړه: «د بدعتګرو نه لمونځ قبلېږي، نه روژه، نه حج او نه عمره.» [۸]
حضرت ابن عمر رضی‌ الله ‌عنه فرمایي: «كُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ، وَإِنْ رَآهَا النَّاسُ حَسَنَةً» [۹] ژباړه: «هر بدعت ګمراهي ده، که څه هم خلک یې ښه وبولي.»
هو! هره هغه نوې چاره چې د الله تعالی په دین کې هېڅ اصل او بنسټ ونه لري، بلکې د الله تعالی دین ترې په ښکاره ډول منع کړې وي او په اړه یې ترې د ځان ساتلو حکم کړی وي، بدعت ګڼل کېږي او د الله جل‌جلاله او د هغه د رسول ﷺ له لوري د ملامتۍ او غندنې وړ دی؛ که څه هم خلک یې نوی، عصري، ښه او غوره کار وبولي، د خوښۍ، صمیمیت او یوځایوالي لامل یې وګڼي، د خپل کلتور، دودونو، عرف او ټولنیز احساس برخه یې حساب کړي، د صله رحمۍ، کورنیو او خپلوانو ترمنځ یې د اړیکو پلمه وبولي او د ښایسته ښکاره کېدو لپاره يې ښکلي او ځلانده نومونه په ځان کېږدي… له دې ټولو ظاهري نومونو او ناسمو تعبیرونو سره  سره هر هغه عمل چې د الله تعالی په دین کې ریښه ونه لري، بدعت، ګمراهي او ذلالت دی.
رسول الله ﷺ فرمایي: «إِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ» [۱۰] ژباړه: «له نويو رامنځته شويو چارو څخه ځان وساتئ؛ ځکه هره نوې رامنځته شوې چاره بدعت ده او هر بدعت ګمراهي ده.»
هغه خلک چې د هدایت، ادب او کلتور دعوه کوي، نو بیا ولې د رسول الله ﷺ ادب او کلتور پسې نه ځي او اقتدا پسې نه کوي؟ په داسې حال کې چې همدا تر ټولو غوره اداب او کلتور دی. رسول الله ﷺ فرمایي: «إِنَّ أَصْدَقَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللهِ، وَأَحْسَنَ الْهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ ﷺ، وَشَرَّ الأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا، وَكُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ، وَكُلَّ ضَلَالَةٍ فِي النَّارِ» [۱۱] ژباړه: «بېشکه تر ټولو رښتینې خبره د الله تعالی کتاب دی او تر ټولو غوره لار او طریقه د محمد ﷺ لار ده او تر ټولو بد کارونه هغه دي چې وروسته ایجاد شوي وي. هر نوی پیدا شوی کار بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او هر ګمراه په اور (جهنم) کې دی.»
دې هر څه ته په کتو پر موږ لازمه ده چې په خپل ژوند او د ژوند په ټولو چارو کې د شریعت حکم ته رجوع وکړو او وګورو چې الله تعالی او د هغه رسول ﷺ یې په اړه څه فرمایلي دي، چې هماغه لار تعقیب کړو؛ ځکه تر ټولو غوره لار او طریقه د لایزال الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ لاره ده.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] د احزاب سورت، آیت: ۲۱.

[۲] د آل عمران سورت، آیت: ۳۱.

[۳] مسلم بن الحجاج النیسابوري، صحیح مسلم، ج۵، ص۱۳۲، کتاب الأقضیة، باب نقض الأحکام الباطلة ورد محدثات الأمور، حدیث: ۴۵۸۹.

[۴] د آل عمران سورت، آیت: ۱۶۴.

[۵] سورهٔ مائده، آیه ۳

[۶] سورهٔ قصص، آیه ۵۰

[۷] صحیح ابن خزیمه، ج۱، ص۹۹

[۸] الآجري، الشریعة، ج۱، ص۱۴۸

[۹] شرح سنن أبي داود، ج۱، ص۸۶

[۱۰] سنن أبي داود، ج۴، ص۳۲۹، حدیث: ۴۶۰۹

[۱۱] سنن النسائي الكبرى، ج۱، ص۵۵۰

Leave A Reply

Exit mobile version