لیکوال: عبدالحی لیان
د مطالعې ماهیت او څرنګوالۍ (درېیمه برخه)
۴- د مطالعې ستراتېژي
په تېرو برخو کې د مطالعې پر ماهیت، له لوستلو سره یې پر توپیر او د مطالعې پر سطحو بحث وشو؛ خو پر دې هر څه له پوهېدو سره سره، د عملي مطالعې او د پام وړ پایلو د ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې دقیق او عملي پلان ولرو، ترڅو وکولای شو مطلوبه پایله (د مطالعې لوړې کچې ته رسېدل) ترلاسه کړو.
د مطالعې د هدفمنده او مثمره کولو او  د ستراتېژۍ د تشریح کولو په موخه ځینې بنسټیزې پوښتنې مطرح کوو.
ولې باید مطالعه وکړو؟
د تعلیم او تربیې د برخې څېړونکو د مطالعې په اړه د “ولې” په پوښتنه کې ډېر د هغې پر پایلو او اغېزو خبرې کړې دي. لکه:
  • ځان پېژندنه
  • د علم او معلوماتو ترلاسه کول
  • د تمرکز د قوې پیاوړتیا
  • د حافظې تقویه
  • انتقادي او تحلیلي فکر
  • د ذهن فعاله ساتل
  • د فشار (استرس) کمول
  • د لغاتو د ذخیرې پراخول
  • د لیکوالۍ د مهارت پیاوړی کول
  • د چلند اصلاح او د سلوک ښه کېدل[۱]
او نور…
خو د یوه مسلمان لپاره تر دې ټولو وړاندې دا مهمه ده چې د مطالعې په اړه خپل شرعي مسؤولیت وپېژني، چې همدا د ده لپاره د مطالعې پر لور تر ټولو اساسي محرک دی.
الف: مطالعه؛ شرعي مکلفیت
د دیني فکر څښتنان او هغه کسان چې د شریعت په مقاصدو پوهېږي، وايي چې مطالعه د شریعت له نظره یوه لازمي اړتیا ده؛ ځکه چې د مسلمانانو لپاره تر ټولو لومړنی آسماني حکم د لوستلو او مطالعې حکم و: “اقرأ” (ولوله). [۲]
همدا الهي فرمان د مطالعې اهمیت او ضرورت ته اشاره لري – تر دې چې د دې حکم لومړنی عملي کوونکی رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم و، هغه څوک چې د الهي وحې مرکز او د عصمت خاوند و، خو بیا یې هم له لوستلو، غور کولو او د هستۍ په اړه له فکر کولو لاس وانه خېست.
همدارنګه، قرآن کریم له هر ډول اقتصادي، سیاسي، عبادتي، اخلاقي او نورو احکامو تر بیان وړاندې د لوستلو او مطالعې حکم کوي. یعنې  (د پراخ مفهوم له مخې) څوک چې د لوستلو او مطالعې عادت نه لري، نو په نورو برخو کې هم د لازمې وړتیا څښتن کیدلای نه شي.
نن ورځ هم د مطالعې اهمیت له هیچا پټ نه دی؛ ځکه هغه ټولنه چې لیک، لوست، مطالعه او زده‌کړه پکې نه وي، نو له کړکیچونو به ډکه، وروسته پاتې او یواځې مصرفوونکې ټولنه وي.
ب: مطالعه؛ تمدني وجیبه
نوښت او تولید د تمدن جوړونې په لار کې مهم شرط دی. ښکاره ده چې که په مناسبو ځایونو او فرصتونو کې علم او څېړنه ترسره نه شي، نو نه پرمختګ رامنځته کېږي او نه وده ممکنه ده. او دا هم ښکاره ده چې له لوستلو او دقیقې مطالعې پرته هېڅ څېړنه او پوهه د تمدن جوړونې رنګ نه شي خپلولای؛ ځکه چې د اسلامي تمدن د منځته راتګ له بنسټیزو ارکانو یو یې علم‌محوري او زده‌کړو ته درناوی دی او دا کار پرته له مطالعې امکان نه لري. [۳]
نو که د اسلامي تمدن رامنځته کول یوه دیني وجیبه وي، نو د علم لټون، لوستل او مطالعه یې د تحقق تر ټولو مهم وسایل شمېرل کېږي. څنګه ممکنه ده چې د تمدن جوړونې دعوه ولرو، خو له الفبا سره یې بلد و نه اوسو؟
ج: مطالعه؛ ټولنیزه وجیبه
دې کې شک نشته چې زموږ په ديني لارښوونو کې ټینګار شوی چې د ژوند د ښه کولو لپاره د  یو لړ موضوعاتو زده کول لازمي دي؛ آن تر دې چې د دغو مسایلو ځینې برخې پر موږ عیني واجب او ځینې نور یې کفایي واجب شوي دي.
معاصره نړۍ ځینې داسې پوهه، حقونه او مسؤولیتونه مطرح کوي چې که یې ونه پېژنو او په اړه یې مطالعه ونه کړو، نو ژوند به مو له ستونزو ډک وي. خوشبختانه د نننۍ ټکنالوژۍ په برکت د بشري ژوند د اړتیا وړ ډېرې برخې منظمې او مدونې شوي دي. د بېلګې په توګه:
  • تربیه،
  • اقتصاد،
  • دین،
  • سیاست،
  • هنر،
  • کسب‌وکار،
  • ارواپوهنه
او داسې نورې…
آن د واده اړوند مهم او ظریف موضوعات، ټولنیز تعاملات او اړوند بحثونه ټول په ډېر وضاحت او تفصیل سره تدوین شوي دي.
په همدې اساس معاصر انسان نشي کولای چې له مطالعې پرته د خپلو حقوقو او وجایبو په اړه پوه شي او د ټولنې یو فعال غړی واوسي[۴].
لکه څنګه چې په ټولنه کې حقوق لرو، همداسې وجایب هم لرو چې باید ادا یې کړو. د دغو وجایبو طبیعي ګڼل د عصري ژوند له مهمو فکري ننګونو څخه کیدلای شي، او له دغو ننګونو سره د مقابلې تر ټولو آسانه وسیله هماغه لوستل او مطالعه ده.
په بل عبارت، مطالعه د ټولنیزو وجایبو د درک او عملي کولو تر ټولو مهمه وسیله ده. او ددې لپاره چې هدف (ټولنیز وجایب) واجب دی، نو وسیله (مطالعه) هم د وجوب حکم خپلوي.
د: په اسلامي هېوادونو کې د مطالعې منځینۍ کچه
لوستل او مثمره مطالعه د تمدنونو د بیدارۍ له اصلي سرچینو څخه ده؛ داسې یوه سرچینه چې امتونه د جهالت او فقر له بند څخه ژغوري او د پرمختګ او اختراع پر لور یې بیايي. برعکس، د مطالعې په بهیر کې سستي او د بې‌سوادانو د شمېر زیاتېدل د هېوادونو د پرمختګ راتلونکی له خطر سره مخ کوي او د داسې نسلونو د رامنځته کېدو نښه ده چې ښايي د کلونو او آن د لسیزو لپاره د پرمختګ او غوړیدا لړۍ ځنډمنه کړي.
له همدې امله په معاصره نړۍ کې د هر هېواد د پرمختګ کچه د هماغه هېواد د وګړو د مطالعې د منځینۍ کچې پر اساس سنجول کېږي. نو کله چې د یوه هېواد د مطالعې منځینۍ کچه ټیټه واوسي، نو دا د هماغه هېواد د وروسته پاتې‌والي څرګنده نښه ده.
د ملي او نړیوالو ادارو د ورکړل شوو شمېرنو له مخې ګڼ داسې هېوادونه شته ـ چې زیات یې اسلامي هېوادونه دي ـ د سواد له پلوه په خواشینوونکي وضعیت کې قرار لري. د «مدار شرقي» تحلیلي خبري مرکز د راپور له مخې چې د «الروابط د څېړنو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز» څخه نقل شوی، د «عربي ټولنې د تعلیم، فرهنګ او علومو مؤسسه» (السکو) د وروستیو شمېرنو له مخې، د عربي هېوادونو د بې‌سوادۍ منځینۍ کچه ۲۱ سلنه ده، یعنې شاوخوا ۹۶ میلیونه کسان یې بې‌سواد دي.
په همدې راپور کې راغلي: په ۲۰۰۳م کال کې د یونسکو د بشري پرمختیا د راپور له مخې، له هرو ۸۰ عربو یوازې یو تن کتاب لولي، په داسې حال کې چې هر اروپایي وګړی په کال کې ۳۵ کتابه لولي.
راپور زیاتوي چې د «عربي فکر مؤسسې» په ۲۰۱۱ کال کې د بشري پرمختیا په راپور کې لیکلي چې هر عرب وګړی په کال کې یوازې ۶ دقیقې مطالعه کوي، په داسې حال کې چې هر اروپایي وګړی په کال کې ۲۰۰ ساعته مطالعه لري.
د یونسکو د وروستي راپور پر بنسټ په عربو کې د بې‌سوادۍ کچه په لاندې دول بیان شوې دي:
موریتانیا: ۴۸٪، یمن: ۳۰٪، مراکش: ۲۸٪، مصر: ۲۴٪، سودان: ۲۴٪، الجزایر: ۲۰٪، عراق: ۲۰٪، تونس: ۱۸٪، سوریه: ۱۴٪، لیبیا: ۹٪، لبنان: ۶٪، امارات: ۶٪، عمان: ۵٪، سعودي عربستان: ۵٪، بحرین: ۴٪، کویت: ۴٪، اردن: ۳٪، فلسطین: ۳٪، قطر: ۲٪.
د تازه شمېرنو په اساس د نورې نړۍ په پرتله په اسلامي هېوادونو کې د مطالعې منځینۍ کچه کمرنګه ښکاري.
«طاقچه» انټرنېټي مجلې د سټېټېسټا (Statista) د رسمي شمېرنو پر بنسټ د هغو لسو هېوادونو نوملړ خپور کړی چې په اونۍ کې تر ټولو ډېر وخت مطالعه کوي:
هندوستان: ۱۰ ساعته او ۴۲ دقیقې (لومړی ځای)، تایلنډ: ۹ ساعته او ۲۴ دقیقې (دوهم ځای)، فیلیپین: ۷س ۳۶د، مصر: ۷س ۳۰د، چک جمهوریت: ۷س ۲۴د، روسیه: ۷س ۶د، سوېډن او فرانسه: ۶س ۵۴د، مجارستان او سعودي عربستان: ۶س ۴۸د، هانګ‌کانګ: ۶س ۴۲د[۵].
د «افغان خبري آژانس» د راپور او د یونسکو د وروستیو شمېرنو له مخې افغانستان په نړیواله کچه د علم په تولید کې هېڅ برخه نه لري، او د ځینو څرګندونو له مخې د دې هېواد د کالنۍ مطالعې منځینۍ کچه له یوې دقیقې هم کمه ده [البته دا عمومي شمېر دی؛ ځکه ډېری کسان شته چې ښايي په ورځ کې آن تر ۵ ساعتونو هم مطالعه کوي] [۶].
لیدل کیږي چې هغه امت چې د دغې نړۍ د وجود په سرلیک کې یې لوی شعار «اقرأ» — ولوله ایښودل شوی، نن د نړۍ د تر ټولو زیاتو لوستونکو ملتونو په ډله کې هیڅ ځای نه لري.
ایا رښتیا هم ددې وخت نه دی را رسېدلی چې د «اقرأ» امت مطالعې ته د یوې شرعي، تمدني او ټولنیزې وجیبې په سترګه وګوري او جدي یې وګڼي؟
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1] میراشه، لیلی (۱۳۹۸). چرا باید مطالعه کنیم؟، پایگاه خواندم.

[2] سعدی، احمد محمد سعید. القراءة… الکنز المفقود فی حیاتنا. دمشق: دار الرواد للنشر، بې‌تا، ص۱۳.

[۳] وحیدي منش، حمزه علي. عناصر تمدن‌ساز دین اسلام. مجله معرفت، ۱۳۸۶ هـ ش، شمیـره ۱۲۳.

[۴] سعدي، احمد محمد سعید. القراءة… الکنز المفقود فی حیاتنا. ص ۱۳.

[۵] طاقچه (بې‌تا).

[۶] آژانس خبری افغان (۱۳۹۹). افغانستان در تولید علم…

Leave A Reply

Exit mobile version