لیکوال: عبدالحی لیان
د مطالعې ماهيت او څرنګوالۍ (دویمه برخه)
لوستل یا مطالعه
که څه هم د زدهکړې په بهیر کې دواړه اصطلاحات «مطالعه» او «لوستل» د پېژندل شوو مفاهیمو له ډلې څخه دي، خو دا پوښتنه چې آیا مطالعـه له لوستلو سره توپير لري که نه؟ د ځواب ویلو وړ او معقوله ده. البته بايد دا هم په پام کې ونیول شي چې د دې پوښتنې ځواب د دري/فارسي ژبې د کارونې له نظره توپیر سره لري.
په بل عبارت کله چې موږ وایو مطالعـه له لوستلو سره توپير لري که نه لري، نو موخه مو دا وي چې توپير یې د دري/فارسي ژبې د کارونې په رڼا کې وڅېړو، ځکه د عربي ژبې په کارونه کې د «قرائت» یا لوستلو او د مطالعې ترمنځ توپير له هغه څه سره توپیر لري چې په دري فارسي کې ترې مراد اخیستل کېږي. په ظاهره په عربي ژبه کې د لوستلو (قرائت) معنا د دري ژبې د مطالعې مترادف ده، خو په عربي ژبه کې د مطالعې مفهوم له یوې مخې د دري ژبې د لوستلو له مفهوم سره توپير لري.
د یو نظر له مخې [۱] د «مطالعې» او «لوستلو» ترمنځ هم د رېښې، هم د معنايي بار او هم د پایلې له پلوه ځینې توپيرونه موجود دي. لاندې یې مهمو ټکو ته اشاره کوو:
الف: لوستل یا «قرائت» پرته له دې چې په ژوره توګه یې د مفهوم په اړه فکر وشي د یوه لیکل شوي متن لېدل او تلفظ کول دي؛ خو مطالعـه د «طلع» له رېښې څخه ده چې معنا یې روښانه کېدل او څرګندېدل دي او دا کار له ژورې پوهې پرته ناشونی دی.
ب: په لوستلو کې تفکر او ژور پام شرط نه دی، خو مطالعه د هر شي داسې لېدلو ته ویل کېږي چې له فکر او تأمل سره مل وي.
ج: لوستونکی په لوستلو کې حتمي د کومې پوښتنې د ځواب په لټه کې نه وي، خو مطالعـه کوونکی د خپلو پوښتنو د ځواب موندلو لپاره لوستل کوي او هدف یې روښانه وي.
د: په لوستلو سره د فکر وزرې الوت نه کوي او د نقد دروازه نه پرانیستل کېږي؛ خو مطالعـه د دې لپاره وي چې له فکر سره مل وي نقادانه لید رامنځته کوي او همدا د ودې لار هم ده.
هـ: لوستل له ارزونې پرته د متن سطحي او تېزه کتنه ده، خو مطالعـه د تمرکز او هدف له مخې ترسره کېږي او مطلب ژور تعقیبوي.
و: لوستل د متن د لېدلو او په مرسته یې د معلوماتو د ترلاسه کولو په معنا ده؛ خو مطالعـه پراخ مفهوم لري، چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د متن لیدل یوازې یوه وسیله ده.
ز: لوستل د متن له مخې تېرېدل دي؛ خو مطالعـه له متن سره ښکېلتیا ده.
ح: لوستل پرته له دې چې په حافظه کې پاتې شي د خوښۍ لپاره د متن تکرار دی، خو مطالعـه داسې ده چې مطلب په ذهن کې ساتل کېږي او وروسته د عملي کولو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي.
ط: په لوستلو کې ډېری وخت موخه د متن ختمول وي، خو په مطالعـه کې موخه له متن سره ښکېلتیا او د خپلو پوښتنو د ځوابونو موندل وي.
ی: مطالعـه د نقادانه فکر د ودې او د نوې پوهې د زېږېدو لامل کېږي، خو بېتفکره لوستل د ذهني قالب د منلو او د پوهې د کمېدو لامل ګرځي.
ک: د معنا له پلوه لوستل پراخ مفهوم لري، ځکه مطالعـه د لوستلو یوه ځانګړې بڼه ده.
که څه هم د دې دوو اصطلاحاتو ترمنځ ډېره نازکه فاصله موجوده ده؛ ځکه که یو څوک د لوستلو پر مهال ډېر لږ هم له تفکر کار واخلي، نو کولای شي د مطالعې په ډګر کې ګام کېږدي او مخکې ولاړ شي. خو سره له دې نن ورځ د اسلامي ټولنې د شاتګ د اساسي عواملو له جملې یو یې د همدې ارزښتمنې کلمې (مطالعې) ناسم درک دی. تر هغې چې په سمه توګه د مطالعې مفهوم ونه پېژنو او یوازې د لوستلو په پړاو کې پاتې شو، نو نشو کولای چې د پوهې د تولید کچې ته د رسیدو تمه ولرو.
که غواړو چې د مطالعې او لوستلو ترمنځ توپير د یوې بېلګې په مټ انځور کړو، نو لاندې د څلورو کچو مثال په ذهن کې انځوروو:
«ځمکه هغه ډول چې یوه الوتکه یې له ډېرې لوړې ارتفاع څخه ویني، له هغې ځمکې سره چې هلیکوپتر یې له ټیټې ارتفاع څخه ویني یو شان نه ده. دواړه انځورونه د یو پلي انسان له نظره هم یو شان نه دي. هغه کس چې د خاورو لاندې ځمکه کیندي نړۍ کاملاً په یوه متفاوته بڼه ویني او تجربه کوي.»[۲]
په همدې اساس هغه ټولنه چې د پرمختګ او ترقۍ غوښتونکې ده، باید د لوستلو بهیر د مطالعې پر لور سوق کړي؛ ځکه له مطالعې پرته لوستل د تکراري قالبونو او بېځایه تقلید سبب ګرځي. خلک پرته له دې چې له متن سره ژوره فکري اړیکه پیدا کړي د کلونو لپاره د لوستلو په همدې سطحه کې پاتې کیږي.
۳. د مطالعې کچه
مطالعه د خدای تعالی له هغو سترو نعمتونو څخه ده چې انسان پرې د نړۍ له بېلابېلو نظریو، عقایدو، افکارو، آدابو او رواجونو سره بلدتیا مومي. مطالعه هغه پُل دی چې د انسان او د نړۍ د سترو او بریالیو کسانو ترمنځ د اړیکې وسیله ګرځي. له همدې امله پوهانو تل هڅه کړې ده چې داسې لارې چارې رامنځته کړي چې په مرسته یې انسانان وکولای شي په کم وخت کې ډېره علمي او فکري ګټه ترلاسه کړي.
د همدې هدف لپاره د لوست د علم متخصصینو دا خبره منلې ده چې د مطالعې د اغېزمنتیا لپاره باید مطالعه په سمه توګه ترسره شي. څېړونکي د مطالعې د سمو اصولو لپاره اووه ځانګړنې ټاکلي دي.[۳] لاندې به د دغو ځانګړنو درې لومړني پړاوونه په لنډ ډول تشریح شي.
۱.۳ تشخیص
تشخیص د مطالعې له بنسټیزو او لومړنیو پړاوونو څخه دی. له تشخیص موخه دا ده چې انسان باید د لوستلو وړتیا ولري او وکولای شي چې یو متن ولولي. په بل عبارت لوستونکی باید له وړاندې د الفبا له تورو، نښو او سمبولونو سره بلدتیا ولري. د تشخیص پړاو د مطالعې له آسانو خو بنسټیزو مرحلو څخه شمېرل کېږي.
د بېلګې په توګه که یو څوک د چینایي الفبا له تورو سره بلد نه وي، نو د هغه لپاره ناشونې ده چې د چینایي ژبې کومه کلمه یا جمله تشخیص کړي؛ ځکه دی د لوستلو سواد نه لري.
۲.۳ جذب
دا پړاو د مطالعې یو فزیکي بهیر دی. په دې مانا چې رڼا له یوې منبع څخه د کتاب پر مخ لګېږي، بیا له پاڼې څخه د انسان سترګو ته ننوځي، او د سترګو له لارې د عصبي سیستم په واسطه مغز ته پیغام استول کېږي. د دې بهیر په نتیجه کې موږ د کتاب پاڼه وینو.
نو هر څوک چې د لیدلو وړتیا ولري او سواد ولري، نو کولای شي دا دوه لومړني پړاوونه په بریالیتوب سره تېر کړي.
۳.۳ د مطلب درک
په دې پړاو کې د انسان ذهن او سترګې په ګډه کار کوي او هغه معلومات چې لوستل کېږي د ذهن په دننه کې د انځوریزې بڼې په توګه پروسس کېږي. یعنې انسان کولای شي د لوستلو پر مهال په خپل ذهن کې د معلوماتو یوه واقعي انځوریزه بڼه رسم کړي.
په بل عبارت، دا پړاو د لوستونکي د پخوانیو معلوماتو او نوو معلوماتو ترمنځ د اړیکې رامنځته کول دي.
د مثال په ډول لاندې جملې ته دقت وکړئ: «په اسلامي نړۍ کې د مطالعې کچه ډېره ټیټه ده.»
ستاسې ذهن به په غیر اختیاري ډول د «اسلامي نړۍ» او «ټیټې کچې» ترمنځ یو انځور جوړ کړي. دا انځور د پخوانیو معلوماتو او نوې جملې د اړیکې پایله ده، او همدې اړیکې مرسته درسره وکړه چې جمله درک کړئ.
اوس یوې بلې جملې ته دقت وکړئ: «شرمېدل د پورتهوالي د غله د تليفون دی»
دا جمله هم د پښتو جمله ده، خو تاسې ونهشوای کولای چې مانا یې درک کړئ؛ ځکه دا جمله له هغو علمي او ذهني معلوماتو سره چې مخکې مو درلودل، هېڅ تړاو نه لري، په همدې اساس ستاسې ذهن ونهتوانېد چې انځوریزه بڼه ورکړي.
۴.۳ پوهه
کله چې موږ یو نوی مطلب ولولو او له خپلو پخوانیو معلوماتو سره یې اړیکه ټینګه کړو او دواړه له یو بل سره یوځای کړو، نو ذهن مو د قضاوت یا نظر څرګندولو مرحلې ته رسېږي. په پخواني پړاو کې مو دا زده کړل چې څه شی مو لوستې دي، خو په دې پړاو کې زده کوو چې هغه څه مو چې لوستي دي څنګه دي.
د بېلګې په توګه کله چې دا جمله لولو: «په اسلامي نړۍ کې د مطالعې کچه ډېره ټیټه ده.»
موږ همدا جمله تأیید، رد، یا نقد او تحلیلوو. هغه څه چې د دې جملې د تأیید، رد، نقد، تحلیل او تجزیې له لارې تر لاسه کېږي پوهه بلل کېږي.
په همدې پړاو کې د مطالعې اصلي مفهوم یعنې تفکر، تعمق او نظر څرګندیږي؛ ځکه له ژور تفکر پرته نه شو کولای چې یو مطلب تأیید، رد یا تحلیل کړو.
نو که زموږ مطالعه یوازې د لوستلو او د مطلب د درک تر حده پاتې شي، خو موږ یې په اړه فکر، قضاوت او تحلیل و نه کړو، نو دا به په ریښتینې مانا مطالعه ونهبلل شي.
۵.۳ ثبت او ذهن ته سپارل
په دې پړاو کې هغه معلومات چې د مطالعې له لارې مو تر لاسه کړي په ذهن کې په لومړني ډول طبقهبندي او ذخیره کېږي. دا پړاو د مطالعې د مخکینیو او راتلونکو مرحلو تر منځ د پُل یا تړاو حیثیت لري. که موږ هغه څه چې لوستي مو دي ونهشوای کولای چې په ذهن کې ثبت کړو او ویې ساتو، نو د مطالعې نورو مرحلو ته د داخلیدو توان نهلرو.
له همدې امله د ثبت پړاو د مطالعې په ټولو پړاونو کې ځانګړی او اساسي ځای لري.
۶. د معلوماتو بېرته را په یادول
دا هغه پړاو دی چې موږ یې عموماً د امتحان یا ارزونې پر مهال کاروو. په دې مرحله کې باید وکولای شو هغه مطالب چې لوستي او یاد کړي مو دي بېرته په ذهن کې راژوندي کړو او د اړتیا پر وخت ورته لاسرسی ومومو.
په حقیقت کې دا هغه مرحله ده چې د بریالیو او ناکامو لوستونکو تر منځ توپیر څرګندوي. نو یوازې د معلوماتو حفظول بسنه نهکوي؛ بلکې په مناسب وخت کې د ذخیره شويو معلوماتو د بېرته را په یادولو وړتیا د مطالعې مهم او اساسي پړاو دی.
۷.۳ د مطالعې عملي کول
د مطالعې وروستی پړاو د زده شوو مالوماتو عملي کول او ترې ګټه اخيستل دي. که موږ مطالعه وکړو او په عمل کې استفاده ترې وکړو، نو د مطالعې ټول پړاوونه مو په بریالیتوب سره تېر کړي دي. د مطالعې عملي کول د مطالعې تر ټولو مهمه برخه ده؛ ځکه همدا پړاو د پوهې د زېږون لامل ګرځي او د وړاندې تګ او پرمختګ سبب کېږي.
الله تعالی د سورۀ «علق» په پیل کې فرمایي: «اقرأ» – (ولوله)، او د همدې سورت په پای کې فرمایي: «واسجد واقترب» – (سجده وکړه او نږدې شه). که د دې سورت په پیل او پای ژور فکر وکړو، نو پوه به شو چې د قرآن کریم له نظره مطالعه هغه وخت ارزښت لري کله چې عملي او ګټوره واوسي. یعنې که موږ یوازې مطالعه وکړو، خو زموږ په ژوند کې یې هېڅ عملي اغېز را څرګند نه شي او د دنیا او آخرت د سوکالۍ سبب نه شي، نو دا ډول مطالعه حقیقي ارزښت نهلري.
له مطالعې ګټه اخیستل بېلابېلې بڼې لري، ځینې وخت د عمل په بدلون کې را څرګندیږي، ځینې وخت د تفکر او نظریاتو په ژورتیا کې، کله د اخلاقو او سیرت په اصلاح کې، او کله هم د علمي او هنري لاسته راوړنو په بڼه راڅرګندیږي.
په ټوله کې د مطالعې عملي کول د پوهې د زېږېدو او د هرې ګټورې ټولنې د انقلاب بنسټ دی. ځکه هغه ټولنه چې د خپلې مطالعې محصول په عمل کې کاروي، نو له شک پرته چې د ترقۍ او تعالی پر لور روانه ده.
خو که د یوې ټولنې وګړي لوستل کوي، خو له لوستلو وروسته هېڅ عملي ګټه ترې نه اخلي، نو په حقیقت کې یې یا د مطالعې مفهوم ناسم درک کړی او یا د مطالعې په پړاوونو کې ناکام شوي دي.
د مطالعې په ډګر کې ماتې خوړونکي کسان هغه دي چې د ذهني قالبونو او تقليد بندګان دي. هغوی چې د نورو علم مصرفوي، خو د بدلون پر مخ د خپل عقل کړکۍ تړلې ساتي نو تل به د نورو مرستې ته اړمن وي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] نادري، فاطمه او نور، مطالعـه در عصر دیجیتال: از اندیشههای کنتون اوهارا تا زایمینک لیو، تهران: نشر چاپار، ۱۳۸۹هـ ش، ص ۱۵.
[۲] شعبانعلی، محمدرضا (بېتاریخ). څو ساده وړاندیزونه د مطالعې د طریقې د ښهوالي لپاره، د متمم وېبپاڼه https:// motamem.org
[۳] توني بوزان، قدرت تندخواني، ژباړه: بهناز پیاده، تهران: انتشارات بخشایش، اووم چاپ، ۱۳۹۶ هـ ش، ص ۴۰.
