لیکوال: عبدالحی لیان
د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (لومړۍ برخه)
لنډیز
په دې مقاله کې د مطالعې د ارزښت، د  مطالعې په لار کې د پرتو خنډونو او ستونزو په پام کې نیولو او د مطالعې د ګټورتیا او مؤثریت د زیاتیدو په موخه هڅه کیږي چې یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې شي. دا مقاله لاندې پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه کوي:
مطالعه څه شي ته ویل کېږي؟
له لوستلو سره یې توپیر څه دی؟
مطالعه څو سطحې لري؟
او ګټوره مطالعه څه ډول مطالعه ده؟
دا څېړنه د توصیفي ـ تحلیلي میتود له لارې ترسره شوې او هڅه شوې چې د زده‌کړې په برخه کې د پورته پوښتنو د ځوابولو په موخه له نوو معلوماتو ګټه واخیستل شي.
د څېړنې موندنې څرګندوي چې له ځینو اړخونو د مطالعې او لوستلو تر منځ توپیر موجود دی، او مطالعه بېلابېلې سطحې لري. همدارنګه د زده‌کړې په برخه کې د نوو معلوماتو پر بنسټ ثابته شوې چې د مطالعې ستراتیژیکه طرحه یا نقشه د مطالعې د ګټورتیا په برخه کې ډېره اغېزناکه ده.
په پایله کې څېړنه څرګندوي چې د مطالعې د ستراتیژۍ رعایت د مطالعې په اغېزمنتیا او لاسته‌راړنو کې زیاتوالی راولي، او د پوهې د منځته‌راتګ لامل ګرځي.
اړین کلمات: ستراتیژي، روغتیا، پوهه، لوستل، مطالعه، زده‌کړه.
سريزه
اَلْـحَمْدُ لِلّهِ نَحْمَدُهُ وَ نَسْتَعِیْنُهُ وَ نَسْتَغْفِرُهُ وَ نَعُوْذُ بِاللّهِ مِنْ شُرُوْرِ أَنْفُسِنَا وَ مِنْ سَیِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ یَهْدِهِ اللّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ وَ مَنْ یُضْلِلْهُ فَلَا هَادِیَ لَهُ، وَ أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلٰهَ إِلَّا اللّهُ وَ أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَ رَسُولُهُ. أَمَّا بَعْدُ:  له‌ شک پرته کلتور یا فرهنګ د هر متمدن ملت د هویت تر ټولو مهم او اساسي رکن ګڼل کېږي، او د کلتور ساتنه، پراختیا او راتلونکو نسلونو ته یې لېږد د ټولنې د هر وګړي مهم مسؤلیت دی. د فرهنګ د پراختیا یوه له مهمو لارو کتاب، کتاب‌لوستنې او مطالعې ته ارزښت ورکول دي، په ځانګړې توګه د ځوانانو او تنکیو زلمیانو ترمنځ. په حقیقت کې د هرې ټولنې د پرمختګ مهم شاخصونه د مطالعې کچه، د معلوماتو او فرهنګي توکو د تولید او مصرف اندازه ده.
همدې اهمیت ته په کتو اسلامي دین تل د علم، لوست او مطالعې پر ارزښت ټینګار کړی دی. د تاریخ په اوږدو کې پوهانو او دیني علماوو د کتاب او مطالعې پر اهمیت ډېر ټینګار کړی دی. نن ورځ چې د مطالعې د اهمیت او د فرد او ټولنې پر پرمختګ یې د مستقیمې اغېزې په اړه پوهه زیاته شوې، دولتونه او سیاستوال هم دې مسئلې ته متوجه شوې دي. تر دې چې مطالعه یوازې ګټه نه بلکې اړتيا بولي.
خو له بده مرغه په ډېریو اسلامي ټولنو کې د مطالعې د حقیقت نه درک کول، له سطحو سره یې نه بلدتیا، او د اغېزناکې ستراتیژۍ نه درلودل د دې لامل شوی چې مطالعې ته ډېره کمه پاملرنه وشي، اغېز یې کم شي او د سرانه مطالعې کچه را ټيټه شي.
په دې مقاله کې هڅه کیږي چې د وروستیو څېړنو پر بنسټ د مطالعې ماهیت او څرنګوالي واضح شي، د مطالعې د سطحو او د ستراتیژۍ د رامنځته‌کولو له لارې د یادو ستونزو لپاره عملي حللارې وړاندې کړي، تر څو د مطالعې بهیر لا اغېزمنتیا پیدا کړي او په ټولنه کې د لوستنې فرهنګ پیاوړی شي.
مفهوم‌پېژندنه
د مفهوم‌پېژندنې د بحث اهمیت هغه وخت ښه څرګندېږي کله چې په عملي ډګر کې ځینې علمي اصطلاحات او مفاهیم مبهم واوسي، یا له نورو اصطلاحاتو سره نېږې او ورته معناوې ولري. سربېره پر دې په هره علمي څیړنه کې دا ډېره مهمه ده چې د هرې علمي اصطلاح د کارونې حدود او چوکاټ روښانه شي. د څېړونکي د څېړنیز مهارت، تتبع او پوهې کچه هم په دې پورې تړلې ده چې څرنګه یې کارول شوي اصطلاحات او مفاهیم تعریف کړي او تشریح کړي دي.
مطالعه
د “مطالعه” کلمه له عربي ژبې اخېستل شوې، خو په دري ژبه کې په پراخه توګه کارول کېږي. په دري ژبه کې ډېر کله د مطالعې کلمه له خپلې اصلي عربي معنا یو څه مفهومي بدلون پیدا کوي. له همدې امله په دقیق ډول د مطالعې  پر مفهوم د پوهېدو لپاره اړینه ده چې د غیر عربي ژبو لغتونو ته هم مراجعه وشي.
الف: د لغت له مخې
«لغت‌نامه دهخدا» د “مطالعې” کلمه داسې تعریف کړې ده:
۱. مطالعه یعنې هر شي ته د پوهې په نظر کتل، په اړه یې غور او فکر کول.
۲. په دقت سره نظر کول.[۱]
 ډاکټر محمد معین “فرهنګ فارسی” کې د مطالعې کلمه داسې تعریف کړې ده:
۱. مطالعه یعنې یوه شي ته د پوهیدو په نظر په دقت سره کتل.
۲. د کتاب یا مقالې لوستل او پرې پوهېدل.
۳.  یو شي ته د پوهېدو په نظر کتل.
۴. د درک کولو په موخه د لیکنې لوستل.[۲]
  “فرهنګ فارسی عمید” د مطالعې په اړه لیکلي دي:
۱. مطالعه یعنې د دوامداره مشاهدې له لارې پر یوه شي پوهېدل.
۲. د کتاب یا لیکنې لوستل او په اړه یې غور کول.[۳]
په ټوله کې د لغوي تعریفونو له مخې د “مطالعې” د معنا بنسټیز مفاهیم دا دي:
ژوره کتنه، پوهېدل، خبرېدل، درک کول، تامل، تفکر او دقت کول.
د مطالعې په اړه له پورته مفاهیمو  څرګندیږي چې په مطالعه کې د مطلب درک کول او په اړه یې غور کول اساسي رول لري. په بل عبارت، که درک، تفکر او فهم شتون و نه وي، نو یواځې لوستل حقیقي مطالعه نه ګڼل کېږي؛ بلکې لوستل باید له پوهېدو، تامل او ژور فکر سره مل واوسي.
ب: د مطالعې اصطلاحي تعریف
د مطالعې د بهیر پېچلتیا د دې لامل شوې چې په اړه یې بېلابېل اصطلاحي تعریفونه وړاندې شي. تر دې چې ځینو پوهانو د مطالعې د اصطلاحي تعریف لپاره هماغه لغوي تعریف غوره کړی، خو یو شمېر نورو څېړونکو د لغوي مانا په پام کې نیولو سره د مطالعې لپاره ځانګړی اصطلاحي تعریف وړاندې کړی دی.
د دوی له منځه ځینې د مطالعې بهیر داسې تشریح کوي:
مطالعه هغه پیچلی بهیر دی چې لوستونکی یې له مخې هغه پیغامونه چې د لیکوال له لوري په لیکلي یا تصویري بڼه وړاندې شوي وي، لولي او تفسیروي.[۴]
یو بل څېړونکی لیکي: مطالعه هغه ژوره او هر اړخیزه څېړنه ده چې د یو مطلب پر ټولو اړخونو د پوهیدو په موخه د انسان یو یا ټول حواس پکې برخه اخلي.[۵]
یو بل عالم لیکي: مطالعه هغه بهیر دی چې له مخې یې فرد له بهرنی مرستې پرته (د بل کس له لوري ورته لوستل) یوازې د خپلې فکري قوې او تمرکز په مرسته د مطلب په لوستلو سره خپله پوهه زیاتوي.[۶]
د یادو درېیو تعریفونو له ډلې وروستی هغه یې تر ټولو دقیق، روښانه او منظم ښکاري، ځکه:
  • مطالعه یو بهیر ګڼي، یعنې تسلسل او دوام لري.
  • مطالعه یو شخصي عمل بولي، چې د بل چا مداخلې ته اړتیا نه لري.
  • په دې تعریف کې «پر مطلب تمرکز» د مطالعې د بنسټیز مفهوم په توګه یاد شوی دی.
  • مطالعه یوازې د یوه حس د فعالیت پایله نه ګڼي.
  • مطالعه د لوړې کچې عمل بولي چې د فرد د پوهې د زیاتېدو سبب کېږي.
په همدې اساس دا څېړنه د مطالعې د ټولو یادو شوو تعریفونو له منځته همدا وروستی تعریف غوره کوي، ځکه وروستی تعریف د مطالعې له واقعي ماهیت سره تر نورو ډېر نیږدې دی.
ستراتیژي
د ستراتیژۍ کلمه د خپلې پراخې مانا له مخې هغه وسیله یا لاره ده چې افراد یا بنسټونه یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کاروي. دا اصطلاح د یوناني لغت له «استراتِجیا» (strategia) څخه اخېستل شوې چې د پوځ د قوماندان د لښکرکشۍ د هنر په مانا ده .[۷]
ځینې څېړونکي د «راهبُرد» کلمه د ستراتیژۍ کلمې دري معادل ګڼي، دوی وایي: راهبرد یا ستراتیژي هغه تګلاره ده چې د موخو د ټاکلو او د موخو د ترلاسه کولو لپاره یو منظم پلان یا برنامه برابروي. په بل عبارت، ستراتیژي د اوږدمهاله موخو لپاره طرحه شوی پلان دی چې د یوې ټاکلې پایلې د لاسته راوړلو په موخه جوړېږي.[۸]
د یو بل تعریف له مخې: ستراتیژي هغه ذهني مسیر دی چې د ځانګړي لید له مخې موخو ته رسیدل ممکنه کوي.[۹]
د دې تعریف له مخې:
  • کله چې یو کس په خپل ذهن کې یو ښکاره مسیر وټاکي، نو همدا مسیر د ستراتیژۍ پیل بلل کېږي.
  • ستراتیژي په خپل ذات کې د حرکت او عمل پر بنسټ ولاړه ده. یعنې ستراتیژي غواړي فرد، ډله یا سازمان یو ټاکلي لوري ته په حرکت کې وساتي.
  • ستراتیژي د یو لړ موخو ټولګه ده چې د حرکت د سنجش او ارزونې د معیارونو په توګه کارول کیږي.
  • ستراتیژي تل په دې لټه کې ده چې یو مطلوب او آرماني لید رامنځته کړي او ورته ورسېږي.[۱۰]
په ټوله کې ستراتیژي د بریالیتوب مهمه وسیله ده، ځکه ستراتیژي موږ ته را ښيي چې د کومو منابعو، موخو او لارو چارو په مرسته کولای شو خپلې موخې په سمه توګه عملي کړو.
په دې لیکنه کې له ستراتیژۍ موخه هغه هر اړخیزه او عملي طرحه ده چې د مطالعې د سم تطبیق او د مطالعې د ګټورتیا په موخه کارول کیږي.
دوام لري…

راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] دهخدا، علي‌اکبر، لغت‌نامه دهخدا، تهران: مؤسسه انتشارات و چاپ دانشگاه تهران، دوهم چاپ، ۱۳۷۷ هـ ش، ج ۱۳، ص ۲۱۰۵۱.

[۲] معین، محمد، فرهنگ فارسی، تهران: انتشارات اَدِنا، څلورم چاپ، ۱۳۸۶ هـ ش، ج ۲، ص ۱۷۵۷.

[۳] عمید، حسن، فرهنگ فارسی عمید، تهران: انتشارات راه رشد، لومړی چاپ، ۱۳۸۹ هـ ش، ص ۹۵۲.

[۴] یغمایی، جواد، محمد خندان، کودک و مطالعه، تهران: نشر کتابدار، ۱۳۸۳ هـ ش، ص ۵.

[۵] فعلعراقی، اکرم، چرا کودکان ما به مطالعه علاقه‌مند نیستند؟، مجله پیوند، ګڼه ۳۳۰-۳۳۱، فروردین و اردیبهشت ۱۳۸۶ هـ ش، ص ۴۴-۴۷.

[۶] سالاری، محمود، نقد و نظر در ابهام‌های موجود در مفهوم مطالعه، الکترونیکی مجله د آستان قدس رضوي د کتابتونونو، موزیمونو او اسنادو مرکز، څلورم دوره، ګڼه ۱۴-۱۵، پسرلی او دوبي ۱۳۹۱ هـ ش، ص ۲.

[۷] توکلي، مهرداد (بې‌تا)، تعریف استراتیژی به زبان ساده، ریشه‌یابی مفهومی و کاربردی آن، پایگاه همیار آی‌تی، https://www.hamyarit.com

[۸] ویکی‌پیدیا، https://fa.m.wikipedia.org

[۹] خدادادی، عباس (۱۴۰۱ هـ ش)، استراتیژی چیست؟، پایگاه تخصصی هوشمندی استراتژیک، https://abbaskhodadadi.com

[۱۰] هماغه.

Leave A Reply

Exit mobile version