لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (اته‌دېرشمه برخه)
د انسان په بدن کې د بوی‌ د حس معجزه
د بوی حس د خدای جل جلاله له سترو نعمتونو څخه دی، چې ډېره کمه پاملرنه ورته کېږي؛ خو زموږ په ژوند کې ډېر مهم رول لري. د سترګو برعکس چې رڼا ته اړتیا لري، د بوی حس کومې رڼا یا واسطې ته اړتیا نه لري؛ انسان کولای شي په توره تیاره کې، په تېزه رڼا کې، په ډېر راحتۍ سره د بوی توپیر وکړي.
په ورځني ژوند کې د بویي حس ارزښت
د بوی حس په حقیقت کې موږ ته د امنیت په برخه کې یوه پراخه دایره راکوي؛ مثلا: کله چې موږ ویده یو، کولای شو په کور کې د ګاز د لیک بوی حس کړو او مخکې تر دې چې پېښه وشي، ویښېږو او ژر یې ګل کوو، حتی که هېڅ غږ او رڼا هم نه وي او د بوی له سرچینو سره هم مستقیمه اړیکه و نه لري.
د بویي حس د نظام جوړښت او  فعالیت
د انسان په پوزه کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه خاصې عصبي حجرې شته، چې د بویي حس لپاره ځانکړې شوې دي، ډېرې یې د پوزې پورتنۍ برخه کې  شاوخوا د۲۵۰ مربع میلي‌متره په اندازه، په یوه کوچنۍ سطحه کې ځای‌پرځای شوي دي. هره حجره لږ تر لږه اووه مژې لري، چې دا مژې په مخاطي مایع کې لامبو واهي. دا مایع داسې غواړ مواد لري، چې د بوی له مالیکولونو سره کیمیايي غبرګون ښیي. کله چې د بوی مالیکولونه له دې مژو سره یوځای کېږي یو ځانکړی کیمیايي غبرګون رامنځ‌ته کوي، چې پایله یې یو ځانګړي هندسي جوړښت دی. د بېلکې په توکه، د ګل بوی کېدای شي دکلیدي شکل په څېر وي او د نورو خوشبویه موادو بوی کېدای شي مستطیلي یا نورو شکلونو په څېر یا یو ځانګړی جوړښت ولري.
مغز ته د بوی د لېږدولو  پیغام او د بوی پېژندنه
دا هندسي بېلګې د عصبي سېګنلونو په څېر  د بویي عصابو له لوري، چې د پوزې په چت کې دي، د مغز بويي مرکز ته لېږدول کېږي. زموږ ماغزه دا وړتیا لري، چې له ۱۰زرو څخه ډېر بویونه و پېژني، نه یوازې ده چې بویونه و پېژني؛ بلکې کولای شي هغه په خپله بویي حافظه کې وساتي. د بېلګې په توګه: کله چې یو بوی، بويي عصابو ته رسېږي، مغز هغه په حافظه کې د نورو ذخیره شویو بویونو سره پرتله کوي، ترڅو ووايي چې دا بوی د یاسمین یا محمدي یا بل هر ډول ګل پورې اړه لري.
مژه: «نری، حساس، مویي جوړښت دی، چې د بوی حس کولو لپاره کار کوي»
مخاطي مایع: چسپناک، شفاف مایع ده، چې د بدن په مختلفو برخو کې تولیدېږي، لکه: د پزې دننه، د ستوني، سږو، او تنفسي لارو کې»
د بويي حجرو حیرانوونکی حساسیت
د عصابو دا حجرې دا وړتیا لري چې، په ډېر لږ مقدار کې هم بوی وپېژني؛ دوی کولی شي په هر ملیون کې د نیمې برخې (0.00005 سلنه) سره مساوي غلظت کې بوی کشف کړي.
په حیوانانو کې د بویي حس ارزښت
حتی په حیوانانو کې بویي حس ډېر قوي دی، د بېلګې په توګه: سپي شاخوا ۱۰۰ میلیونه د بویي عصابو پایانو لري، چې بويي حس یې د انسان له بویي حس څخه په میلیونونه ځله پیاوړی دی. ښځینه مېږی کولای شي د کیمیاوي ترشح په کارولو سره له نیم میل واټن څخه نر مېږی د ځان پر لور جذب کړي. مچۍ دا ړتیا لري چې د شهد ګلونو بوی له لس کیلومټرۍ څخه وپېژني، میاشي دا ورتیا لري چې په شپته کیلومټرۍ کې د انسان د خوالو بوی حس کړي.
لنډه دا چې  ویلای شو  بویي حس د انسان له حسونو څخه یو حیرانوونکی حس دی، چې موږ ته دا وړتیا راکوي، ترڅو خپله شاوخوا نړي ښه وپېژنو او د پېښېدونکو زیانونو مخنیوی وکړو. د نورو حسونو تر څنګ دې حس هم انسانانو ته د معلوماتو د ترلاسه کولو او پروسس کولو لپاره یو پیچلی او هوښیار سیسټم راوړی دی، چې ټولې یې د کایناتو د خالق د عظمت او حکمت نښې دي.
خدای جل جلاله په وې اړه وايي: وَفِيٓ أَنفُسِكُمۡۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ  [ذاریات: ۲۱] ژباړه: «او ستاسو په خپل وجود کې (د الله د پېژندلو لپاره روښانه نښې او قوي دلایل شته). آیا نه وینئ؟»
دا آیه د انسان د بدن دننه د معجزو څرانګوالی دی، چې د هغوی پېژندنه او ګټه اخیستنه د الله تعالی د نعمتونو د قدر، شکر، او د خلقت په اړه د تفکر سبب ګرځي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version