لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (اوومه برخه)
د فرانکفورت مکتب غړي
په تېره برخه کې د فرانکفورت مکتب د اصولو په اړه بحث ترسره شو او په پای کې د «ماکس هورکهایمر» ژوند ته لنډه کتنه وشوه؛ په دې برخه کې د هورکهایمر نظریات څېړل کیږي.
فرانکفورت مکتب د مارکسیستي افکارو ترڅنګ د ماکس ویبر او فروید له نظریاتو هم ګټه پورته کړه. د دوی نظریات په امریکا کې د هغوی د حضور په موده کې تر ډېره د فرویدي تحلیلونو پر بنسټ ولاړ وو او د معاصرې ټولنې او ابزاري عقلانیت د نقد په برخه کې یې د ماکس ویبر له افکارو  هم استفاده کړې ده.
ماکس هورکهایمر
هورکهایمر په ۱۹۳۱م کال کې د «ګرونبرګ» له مړینې وروسته د انستیتوت مشري په غاړه واخیسته او پوزیتیویزم یې نور هم تر نقد لاندې راوسته.
نوموړي خپله نظریه «انتقادي تیوري» ونوموله. د ده لومړني تفسیرونه تر ډېره د مارکسیستي اصولو پر بنسټ ولاړ وو، خو وروسته تر دې هم یو قدم وړاندې ولاړ. د ده د نظریاتو یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې هڅه یې کوله ځان له کمونیسټ ګوند او پرولتاریا طبقې څخه جلا وښيي. دا چاره د دې لامل شوه چې داسې تفسیرونه وړاندې کړي چې ځینې یې سیاسي نقد واوسي او ځینې یې آن د مارکسیزم پر اصولو نیوکه. داسې ښکاري چې هوکهایمر د پوزیتیویستي[۱] یا بورژوازي[۲] علم د بحران د څېړلو په لټه کې و او دا کار  یې هم د مارکسیستي لیدلوري له مخې ترسره کاوه.
اثباتي علم چې یوازې یې د معلوماتو په راټولولو بسنه کوله او د تجربوي بڼې له مخې یې تحلیل ترسره کاوه، د انسان له واقعي اړتیاوو ناخبره و. همدا وجه وه چې هورکهایمر په خپلو لومړنیو آثارو کې پر «وین مکتب» (چې د طبیعي علومو په برخه کې یې د میتودونو پر یووالي ټینګار درلود) شدید نقد وکړ. ده باور درلود چې پوزیتیویزم انسان د طبیعي پېښو او شیانو په کتار کې دروي او د انساني او طبیعي پدیدو ترمنځ توپیر له منځه وړي. د ده په اند دودیز لیدلوری هماغه پوزیتیویستي لیدلوری دی چې عام شوی دی، او پر وړاندې یې باید له نقادانه لیدلوري څخه ګټه واخیستل شي، نقادانه لیدلوري په اصل کې هماغه هګلي لیدلوری دی. ځکه چې دودیز لیدلوری پدیدې د یوه ثابت(ایستا) شکل له مخې تفسیروي، حال دا چې نقادانه لیدلوری د دیالکتیکي میتود په مرسته د تحول د پروسو یو متحرک تفسیر وړاندې کوي.
د هورکهایمر په اند بورژوازي علم په لومړیو کې مترقي ځانګړتیا درلوده؛ خو وروسته یې د بورژوازي د ګټې په موخه بدلون وموند او یوازې پر تجربي معلوماتو ورټول شو. د بورژوازي علم ننۍ بڼه داسې ده چې یوازې پر «شتون/ بودن» تمرکز لري، نه پر «ترسره کیدو/ شدن». یاد علم داسې انګیري چې د ټولنې واقعیت ثابته بڼه لري. په همدې اساس نه شي کولی چې د ټولنې شته تضادونه او بحرانونه توضیح کړي او د راتلونکو بدلونونو په اړه وړاندوینه وکړي. دا هغه نقص او نیمګړتیا ده چې هورکهایمر یې پر حل ټینګار کوي، دی وایي چې ټولنیز علم باید د وړاندوینې وړتیا ولري. نوموړی دې پایلې ته رسېږي چې تاریخ او ټولنه د انسان د ټولنیز چل او چلند پایله او انعکاس دی، او د تاریخ یوه مهمه برخه د انسان د اګاهانه عمل پایله ده؛ په همدې اساس ټولنیز علوم د وړاندوینې وړتیا لري. انسان بشپړه ازادي هغه مهال ترلاسه کوي کله چې د عقلاني پرېکړې له لارې پر  خپل داخلي او خارجي طبیعت بشپړ تسلط ومومي.
د هورکهایمر په اند د بورژوازي انقلاب د ظهور پر مهال د بدلونونو تجربي او اثباتي څېړنه د واقعیت د څرګندولو لپاره کافي وه؛ خو کله چې بورژوازي نظام دوام پیدا کړ، د ټولنیز ـ سیاسي ثبات او رکود لپاره شرایط رامنځته شول او بورژوازي پر پانګوال نظام تسلط پیدا کړ، نور نو پر اثباتي لیدلوري تکیه نشي کیدلی؛ باید بېرته د دیالکتیک د کلیت لیدلوري یا تیورۍ ته ورستانه شو.
د همدې نظر پر بنسټ بورژوازي ټولنه تل محدود عقلاني عنصر لري او د انسان د ټولو اړتیاوو د پوره کولو وس او توان نه لري. خو د انتقادي چارې موخه دا ده چې د ټولنیز نظام د عقلانیت او غیرعقلانیت اندازه مالومه کړي او د غیرعقلاني بنسټونو ځای عقلاني بنسټونه ته ورکړي. د هورکهایمر په باور اوسنی عقلانیت یوازې تر یوې واحدې کچې محدود دی، چې باید هره برخه عقلاني شي.
د ده له نظره د دیالکتیک د کلیت میتود د واقعیت  او د لیدلوري د بدلولو په لار کې لومړی ګام دی. بله مهمه موضوع د زېربنا او روبنا د لومړیتوب مسئله ده چې د ارتدکسي مارکسیزم له مفاهیمو سره فاصله لري. هورکهایمر انسان د ټولنیز ژوند د ټولو بڼو تولیدوونکی ګڼي او د اقتصاد لومړیتوب ته اومانیستي ځانګړنه ورکوي. د انسان کار او فعالیت ټاکونکی عامل ګڼي، نه تولید، توکي، ټکنالوژي او د تولید ځواک؛ ځکه یاد ټول شیان د انسان د کار او فعالیت پایله ده.
د ارتدکسي مارکسیزم له مخې بیا برعکس داسې انګیرل کېږي چې د تولید ځواک او ټکنالوژي سره له دې چې د انسان د کار پایله ده خو وروسته د اړیکو د ټاکونکي عنصر په توګه راڅرګندېږي. په هر حال، د ټولنیز بیاتولید تاریخي بهیر یو ډول عقلاني عنصر لري چې تر اوسه یې بشپړ ډول تحقق نه دی موندلی، او د انتقادي تیورۍ دا ذاتي دنده ده چې واقعیت کمال ته ورسوي او په بشپړه ډول یې عقلاني کړي.
هورکهایمر په خپل کتاب «اقتدار غوښتونکي دولت» کې لیکي: د مارکس ټولې وړاندوینې په واقعیت بدلې شوې دي، دولت د یوه ټولیز پانګه‌وال بڼه غوره کړې ده او بورژوازي د وېش او تفرقې ښکار شوې ده. همدارنګه د معاصر اقتدار غوښتونکي رفاهي دولت ریښې باید د ژاکوبني دموکراسۍ په بهیر کې ولټول شي.
د اقتدار غوښتونکو دولتونو په دوره کې د انقلاب هر ډول هیله له منځه تللې ده، انقلابي خوځښتونه بوروکراتیک شوي او د پانګه‌وال عقلانیت تابع ګرځېدلي دي. دوی د انقلاب پر ځای د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو په لټه کې دي. ځکه چې په ټول سیاسي ژوند یو ډول محافظه‌کارانه فضا واکمنه شوې ده او د نړۍ شته ټولنیز شرایط د هېڅ ډول خوشبینۍ ضمانت نه ورکوي. د هورکهایمر په اند دموکراسي یا لیبرالیزم د فاشیزم په پرتله هېڅ ډول ماهوي برتري نه لري.[۳]
د هورکهایمر د تحلیل له مخې د ګوند د رهبرۍ او ایډیالوژۍ اړتیا په اصل کې د امنیت د اړتیا انعکاس دی، او د امنیت همدا اړتیا د سلطې د رامنځته کېدو لامل کېږي. سلطه‌ګرۍ او واک غوښتنې په لینینیزم او ستالینیزم کې هم په پراخه کچه شتون درلود.
د ده په نظر ریښتینی بدلون د پرمختګ په معنا نه دی، بلکې د بغاوت، پرېکون او ناڅاپي تغیر په مانا دی. د سلطه‌ګرۍ نظام د عقلانیت د پراختیا په لار کې خنډ ګرځي. د هورکهایمر په اند د انتقادي تیورۍ اصلي دنده دا نه ده چې د یوې بدیلې او غوره ټولنې انځور وړاندې کړي، بلکې د انتقادي تیورۍ اصلي دنده د شته ټولنې نقد کول دي. د معاصرې ټولنې د سلطې نظام آن د یوتوپیا هیلې هم وژلي دي. تر هغه چې د نړۍ تاریخ د عقلاني او منطقي بهیر پر بنسټ روان وي، نو نه د انسان ریښتینی ماهیت بدلېدلی شي او نه هم په بشپړه توګه تحقق موندلی شي. له همدې امله په داسې یوه نړۍ کې چې واکمني یوازې د سلطې په وسیله پرمخ ځي، یوازې انتقادي تیوري ده چې د رهايۍ او ازادۍ وسیله ګرځیدلی شي.
هورکهایمر د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې له محافظه‌کارۍ او بدبینۍ سره مخ شو. هورکهایمر په خپله دا تمایل د نړۍ په کچه د نظريې او عمل ترمنځ د نه‌یو ځای کېدو پایله بلله. ده په حقیقت کې د پانګه‌وال عقل د سلطې پر وړاندې ټولنیزه بدبيني د انتقادي پوهې ساتونکي بلله.
همدا بدبيني په خپله یو ډول هیله هم را ټوکوي، ځکه چې بدبيني د یوه دوامدار نقد په توګه دوام پیدا کوي. انتقادي تیوري له هغه څه سره لیوالتیا نه لري چې موجود دي، بلکې د هغه څه په لټه کې دي چې شتون نه لري خو د رامنځته کیدو امکان یې وي.
د هورکهایمر تفکر د هر ډول ټولنیزې نظریه‌پردازۍ، په ځانګړي ډول د نیوپوزیتیویستي لیدلوري پر وړاندې ولاړ دی. د ده له نظره دا ډول تیورۍ د ټولنې ماهیت نشي درک کولی او یوازې د تولیدي نظام په لاس کې د یوې وسیلې په توګه راڅرګندېږي.
هورکهایمر د دې لیدلوري سرچینه د هغه فلسفي تاریخ په دننه کې لټوه چې یو ډول نوی عقل یې وزیږه. دې عقلانیت په ځانګړي ډول د پانګه‌وال تولید او ارایه کولو په بهیر کې هر اړخیزه وده موندلې ده. مګر هغه عقلانیت چې د روښانتیا په دوره کې یې بورژوازي واک ته ورسوله، نن ورځ د تاریخي توقف او انجماد لامل ګرځېدلی دی.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] اثبات‌ګرایي (Positivism): یوه تجربوي څېړنیزه فلسفه ده چې ریښتینی علم یوازې هغه ګڼي چې د انسان د حسي تجربې څخه راولاړېږي. دا پر تجربوي علومو او عیني لیدلوري ولاړ دی. یعنې واقعیت هغه څه بلل کېږي چې فرد یې د خپلو حواسو له لارې تجربه کولی شي.

[۲] بورژوازي (Bourgeoisie): د ټولنو د تحلیل په چوکاټ کې د طبقو یو وېش دی چې د شتمن، مرفه او پانګه‌وال قشر لپاره کارول کېږي.

[۳] حسین بشیریه، تاریخ اندیشه‌های سیاسی در قرن بیستم، تهران: نشر نی، ۱۳۷۸، ج ۱، ص ۱۶۹.

Leave A Reply

Exit mobile version