لیکوال: غیاث الدین غوري
د دروزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)
د دروزيانو استوګنځایونه
په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه دروزیان شتون لري، چې ډېری یې په څلورو هېوادونو؛ سوریه، لبنان، اسرائیل او اردن کې مېشت دي.
سوریه
په سوریه کې د دروزیانو د مېشت کیدو مخینه شاوخوا زرو کالونو ته رسیږي. د تاریخ په ځینو دورو کې دوی په دې سیمه کې مهم او بنسټیز رول لوبولی دی. په ۱۱۸۷ کال کې د حِطّین په جګړه کې د صلیبیانو پر وړاندې وجنګېدل او د ایوبیانو او زنګیانو باور یې ترلاسه کړ، چې له امله یې په سیمه کې حضور او ځواک پیاوړی شو او ګڼې دندې ور وسپارل شوې.
دروزیان وروسته د «عین جالوت» په جګړه کې د مملوکو د بحري ځواکونو ترڅنګ د تاتاریانو او مغولو پر وړاندې وجنګېدل. هغوی د عثماني خلافت تر څنګ د محمد علي د یرغل پر وړاندې له شام څخه دفاع وکړه او په «جبل العرب» کې یې چې د دمشق سوېل ته پروت دی، د شیخ یحیی الحمدان په مشرۍ مصریانو ته ډېر زیانونه واړول. هغه مهال د جبل چارې د همدې شیخ تر ادارې لاندې وې.
دروزیانو وروسته د عثماني خلافت پر وړاندې بغاوت وکړ، ځکه عثمانیانو څو ځله هڅه وکړه چې «جبل العرب» تر خپل کنترول لاندې راولي. په ۱۹۱۱ کال کې عثماني امپراتورۍ له بشپړې واکمنۍ وروسته د جبل العرب مشران اعدام کړل، چې تر ټولو مهم یې ذوقان الاطرش او یحیی عامر وو.
وروسته یې د شریف حسین پر وړاندې وفاداري اعلان کړه او سلګونه تنه یې د عربو له پوځ سره یوځای شول. د هغوی مشر سلطان پاشا الاطرش لومړی د جبل العرب او وروسته په دمشق کې د عربي بیرغ د پورته کولو په لومړۍ کرښه کې ودرېد.
نن ورځ په سوریه کې د دروزیانو نفوس شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته رسېږي، چې ډېری یې د سویدا، صلخد، شهبا، قریا،  جرمانا او مجدل شمس ښارونو کې مېشت دي.
په سوریه کې د سلطان پاشا الاطرش ترڅنګ فرید الاطرش او د هغه سندرغاړې خور اسمهان، او همدارنګه فهد بلان (سندرغاړی او لوبغاړی) د مشهورو دروزیانو له ډلې څخه شمېرل کیږي.
په سوریه کې زیاتره دروزیان د هېواد په جنوب لوېدیځو غرنیو سیمو کې اوسېږي، لکه جبل الشمس، جبل العرب او «جبل الدروز». هغوی د یادو سیمو د نفوس شاوخوا نوې سلنه برخه جوړوي او هلته له یو سل او شلو زیات کلي لري. په «جبل الدروز» کې د دروزیانو د مېشتېدو مخینه شاوخوا زر کاله پخوانۍ ده، او د مصر د فاطمیانو د واکمنۍ وخت ته رسیږي.
لبنان
له ۱۹۳۲م کال راهیسې تر نن ورځې په لبنان کې د دروزیانو د شمېر په اړه رسمي احصایه نه ده وړاندې شوې؛ خو غیررسمي سرچینو د هغوی شمېر له ۳۵۰ تر ۴۰۰ زره کسانو پورې اټکل کړی دی. د لبنان دروزیان په ۱۳۶ کلیو کې مېشت دي چې د حاصبیا، راشیا، شوف، عالیه، مرجعیون او بیروت سیمې پکې شاملې دي. هغوی په عالیه، بعقلین، حاصبیا او راشیا ښارونو کې د نفوس اکثریت جوړوي.
د لبنان د دروزي ټولنې د چارو اداره د «مشیخه عقل» په غاړه ده، مشیخه عقل د دروزیانو یو ډېر پخوانی نهاد دی؛ خو تر ۱۹۶۲م کال پورې د رسمي نهاد په توګه نه و پېژندل شوی.
اسرائیل
په فلسطین (اوسني اسرائیل) کې د دروزیانو شمېر کم نه و، او د عثماني خلافت په دوره کې د «لبنان» له دولت سره چې فخرالدین المعني یې د جوړولو لپاره لاس په کار شو  یو ځای شول.
د اسرائیلي دولت له جوړېدو وروسته یې ځینې پاتې شول او د اسرائیلو تر سیوري لاندې یې ژوند غوره کړ؛ خو هغه کسان چې د اسرائیلو تر کنترول لاندې یې له ژوند کولو څخه انکار وکړ، بېرته لبنان او سوریې ته ستانه شول.
ځینې سرچینې وایي چې دروزیانو په ۱۹۴۸م کال کې له اسرائیلو سره داسې یو تړون وکړ چې له مخې یې دوی اسرائیلي پوځ کې د اجباري خدمت په بدل کې ځانګړي امتیازات ترلاسه کول.
دروزیان د یوې خپلواکې طایفې په توګه خپلې ځانګړې محکمې لري، چې د خپلو داخلي مسایلو او شخړو د حل لپاره کار ترې اخلي، د دروزیانو کلتور او ژبه عربي ده.
د اسرائیلو د احصایې د مرکزي ادارې د راپور له مخېد اسرائیلو په خاوره د دروزیانو شمېر شاوخوا ۱۴۳ زره تنه دی، چې د اسرائیلو د ټول نفوس یو اعشاریه شپږ سلنه برخه جوړوي.
 شاوخوا ۱۸ زره تنه یې د جولان په هغو لوړو کې مېشت دي چې اسرائیلو په ۱۹۶۷م کال کې نیولې وه.
ډېری دروزیان د جلیل او جبل کرمل په ښارونو کې ژوند کوي او له خپلو خپلوانو او د طایفې له غړو سره چې په سوریه او لبنان کې مېشت دي، په دوامداره توګه په اړیکه کې دي. هغوی په برازیل، استرالیا او نورو ځایونو کې هم دفترونه لري.
لنډیز
د دُروزو د مطالعاتو مؤسسې د اټکل له مخې د نړۍ شاوخوا له څلوېښت تر پنځوس سلنه دروزیان په سوریه کې مېشت دي، له دېرش تر څلوېښت سلنه یې په لبنان، له شپږ تر اووه سلنه یې په اسرائیلو، له یو تر دوه سلنه یې په اردن او نږدې دوه سلنه نور یې د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
دروزي ټولنې په ګڼو نورو اروپایي هېوادونو، انګلیسي‌ژبو سیمو، لاتیني ژبو هېوادونو لکه وېنېزویلا، کولمبیا او برازیل، او همدارنګه د لوېدیځې افریقا په ځینو هېوادونو کې هم موندل کېږي.[۱]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] . 81403 – 29 جولای 2024، بي‌بي‌سي

Leave A Reply

Exit mobile version