لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي
قرآن تلپاتې معجزه (دېرشمه برخه)
په پاملرنه او عادت منلو کې د مغز ونډه
الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي: وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلۡتُمُوهُۚ وَإِن تَعُدُّواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَآۗ[ سورت ابراهیم: ۳۴] ژباړه: او ټول هغه څه چې تاسې وغوښتل، درکړل شوه، که تاسې وغواړئ چې د الله جل جلاله نعمتونه وشمېرئ نو شمېرلی یې نه شئ.
په دې آیت کې، د ” نعَم” (جمع) کلمې پر ځای، د “نعم” (مفرد) کلمې چې د یوه نعمت د عظمت او ارزښت ښودلو لپاره کارول شوې ده، یعني که یو څوک خپل ژوند د یو نعمت د ارزښت شمېرلو ته وقف کړي، نو هغه به یې ونه شي شمېرلی او که هغه یې ونه شي شمېرلی، نو هغه به نور هم د هغې نعمت د شکر کولو توان ونه لري.
د خدای پاک له لویو نعمتونو څخه یو د “انسان مغز” دی، چې په یو پیچلی او حیرانونکی جوړښت سره خدای پاک په انسان کې ځای پر ځای کړی دی. په دې برخه کې به موږ د انساني مغز دوې مهمې وړتیاوې وڅېړو: “توجه/ پاملرنه” او “عادت منل”، چې دواړه د خدای پاک له پټ نعمتونو (هغه نعمتونه چې شتوالی یې نه ښکاري) دي چې انسانانو ته یې ورکوي، چې د دې نعمتونو په نشتوالی سره انساني ژوند په دوزخ بدلېږي.
پاملرنه: په شعوري ډول په یوه موضوع تمرکز کول
پاملرنه یا توجه: د مغز هغه وړتیا ده چې د بې شمیره حسي معلوماتو په منځ کې په یو ځانګړي محرک تمرکز کوي. چې دا وړتیا انسانانو ته دا توان ورکوي څو فکر وکړي، زده کړي او په اغېزناکه توګه کار وکړي. پوهانو دې پدیدې ته “انتخابي پوهاوی” یا (Selective Attention) وايي.
یو تجربوي مثال: که تاسې د غږ ریکارډر په یوې داسې کړکۍ کې کېږدئ چې سړک لور ته خلاصېږي او په همدې وخت کې د کورنۍ له یو غړي سره د نیم ساعت لپاره په یوې مفصلې او حساسې موضوع خبرې وکړئ، بیا له هغې وپوښتئ چې په دې وخت کې چې ما او تا خبرې کولې په سړک څه پېښ شول، هغه کېدای شي ووایی: “ما هېڅ نه دي اورېدلي.” خو کله چې تاسې ثبت شوی ریکارډ وغږوئ، تاسې به داسې غږونه واورئ لکه چیغې، شور، غالمغال، په کراچیو کې د لاسي سودا پلورونکو غږونه او مختلفې صحنې.
دلته څه شوي دي؟ غږ اورېدل کېږي، د غوږ پرده لړزېږي یا وهل کېږي او مغز ته لېږدول کېږي، خو مغز هغې ته پاملرنه نه کوي. دا د مغز وړتیا ده چې په یوه شی تمرکز وکړي او نور محرکاتو ته پام ونه کړي.
دوامداره پاملرنه
ځینې وختونه مغز د اوږدې مودې لپاره په ځینو محرکاتو تمرکز کوي، لکه ماشوم ته شیدې ورکوونکې مور چې د ټولو لوړ غږونو او غالمغال په منځ کې د خپل ماشوم د ژړا په غږ له خوبه راویښیږي، یا یو موټروان چې د خپل موټر یو غیر معمولي غږ واوري او سمدلاسه په خپل موټر کې یوه ستونزه وویني. دا ټول مثالونه د پاملرنې د یوې پرمختللی بڼې استازیتوب کوي چې “دوامداره پاملرنه” ورته ویل کېږي.
عادت منل: د تکراري هڅونو له پامه غورځول
د پاملرنې برعکس، “عادت منل” د مغز هغه وړتیا ده چې هغه محرکات له پامه غورځوي چې تکرارېږي خو مهم او اړین نه دي. د دې وړتیا پرته، به انسانان د فابریکو، هوایی ډګرونو، یا سړکونو ته نږدې په څېر شورماشور چاپیریال کې عادي ژوند ونه شي کړی.
مثالونه: یو کاریګر چې په یوه داسې فابریکه کې کار کوي چې د موټر او نورو غږونو ډکه وي، نوموړی د دې غږونو سره عادت کېږي او یوازې هغه وخت ویښېږي چې کله موټر په ناڅاپي ډول ګل شي.
هغه څوک چې هوايي ډګر ته نږدې ژوند کوي د الوتکو غږ ته پام نه کوي، خو د ځینو ناڅاپي غږونو سره بیا غبرګون ښیې.
د انسان مغز، د یوه داسې بهیر له لارې چې لا هم پوهانو ته په بشپړ ډول نه دی روښانه شوی، دا تکراري محرکات ځپي او نه پرېږدي چې د دغو محرکاتو د توجه یا پاملرنې مرکز ته ځان ورسوي. چې دا همغه د ( په عادت د روږدي کېدلو(Habituation) ځانګړتیا ده.
د پاملرنې او عادت منلو همغږي
دا دوې وړتیاوې، سره له دې چې په خپل منځ کې سره ښکاره تضاد لري، خو بیا هم یوځای کار کوي، څو انسان ته دا توان ورکړي چې تمرکز وکړي او خپل ذهن په یوه پیچلې نړۍ کې چې د مختلفو محرکاتو څخه ډکه ده، له ګډوډۍ څخه پاک وساتي.
پاملرنه یا توجه مغز ته دا توان ورکوي چې په هغه څه ډېر تمرکز وکړي چې مهم دي او عادت منل له مغز څخه د غیر ضروري شورماشور په مقابل کې ساتنه کوي.
لنډه دا چې، د مغز د دې دوو وړتیاوو پرته ژوند به له ګډوډۍ، د تمرکز له نشتوالی او دوامداره کړاو پرته بل څه نه وي. دواړه د الله جل جلاله بېساري نعمتونه دي. د همدې نعمتونو ځینې کوچنۍ برخې دي چې خدای پاک په سوره ابراهیم کې ترې داسې یادونه کوي: وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلۡتُمُوهُۚ وَإِن تَعُدُّواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَآۗ [ابراهیم: ۳۴] ژباړه: او هغه ټول هغه څه چې تاسو وغوښتل درکړل، که تاسې وغواړئ چې د الله جل جلاله نعمتونه وشمېرئ، نو شمېرلی یې نه شئ.
کوچنی مغز: د بدن د حرکاتو د همغږۍ مرکز
کوچنی مغز یا (Cerebellum) د مغز هغه برخه ده چې لږ پام ورته کېږي، خو د انسان په ژوند کې حیاتي او حیرانونکی رول لري. د مغز دا کوچنۍ برخه، چې شاوخوا ۱۵۰ ګرامه وزن لري، د هغه څه په پرتله ډېر کار کوي، کوم چې تصور یې کېږي.
اصلي دنده
پوهانو د ګڼ شمېر تجربو له لارې موندلي چې کوچنی مغز د “د بدن د حرکتونو همغږی کوونکی” مرکز دی. د کوچني مغز پوښ یا قشر برعکس، چې په ذهني فعالیتونو کې مهم رول لري، کوچنی مغز په فکري تحلیل او شننه کې کوم رول نه لوبوي، بلکې دا حرکتي دندې لکه ولاړېدل، ګرځېدل، د یو شي نیول او توازن ساتل تنظیموي.
مثال: کله چې مغز د موټر د دروازې د خلاصولو امر ورکوي، دا کوچنی مغز دی چې دا محاسبه وکړي چې د دې کار د ترسره کولو لپاره څومره ځواک یا انرژي ته اړتیا ده. لکه څنګه چې یو ساختماني انجنیر د ودانۍ پلان جوړوي او یو تخنیکي انجینر بیا تخنیکي محاسبه کوي، کوچنی مغز هم د بدن د حرکتونو د ترسره کولو لپاره د اړینې او دقیقې محاسبې مسوولیت لري.([1])
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1] موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، صـ 115-118.