د انسان ګوتنښې (فنګرپرنټ)، ثبت، هویت او الهي لاسلیک
د ګوتو نښه (ګوتنښې) د خلقت له عجیبو نښو څخه ګڼل کېږي؛ ځکه نه یوازې د هر انسان ځانګړی هویت څرګندوي، بلکې د الهي حکمت او دقیق نظم ښکاره نښه هم ده. دا بېسارې نښه هم په معاصر علم او جنایي څېړنو کې ستر اهمیت لري او هم په دیني او فلسفي باورونو کې ځانګړی ځای لري. دلته د ګوتو نښې له علمي، ديني او فلسفي اړخه څېړل کېږي، د جوړېدو څرنګوالی، کارونې او د خلقت او معاد په نظام کې یې رول بیانېږي.
د ګوتنښو ماهیت او جوړښت
د ګوتو نښې هغه ځانګړي او پېچلي بڼې دي چې د انسان د ګوتو پر سر د کرښو، قوسونو، کړیو او وړو څانګو په بڼه ښکاره کېږي. دا بڼې د پوستکي په یوه ځانګړې طبقه کې چې «اپیډرم» نومېږي، رامنځته کېږي.
عملي تجربو ښودلې ده چې که د جراحي یا کومې بلې پېښې له امله د انسان د ګوتې نښه که ان بشپړه له منځه ولاړه هم شي، نو نوی وده کوونکی پوست بیا هم د هماغه پخواني بڼې سره راڅرګندېږي.
دا مسأله د دې څرګندونه کوي، چې ګوتنښې الهي لاسلیک دی او په اسانۍ سره د حذف وړ نه دي.
په پای کې باید ووایو چې د انسان د ګوتې نښه، له پیدایښت څخه د ژوند تر پایه او آن تر هغې وروسته، د هویت له تر ټولو کلکو نښو او د الهي امضا له ښکاره بېلګو څخه ده. دا نښه د خدای تعالی د نظم، دقت او حکمت څرګندونه کوي او موږ ته دا را یادوي، چې هر انسان بېساری دی او خپل خالق یې د ژوند په ټولو پړاوونو کې ورسره ملګری دی.