دا حجرې په بېساري نظم او همغږۍ سره يو له بل سره اړیکه نيسي، د دښمن پېژندنه کوي، بيا يې له منځه وړي او پاتې شوني يې هم پاکوي څو بدن روغ رمټ پاتې شي.
د روح او عقل ارزښت
انسان يوازې مادي جسم نه دی، بلکې روح او عقل يې د وجود اصلي محور جوړوي. روح د احساساتو، عواطفو، غوښتنو او ارزښتونو ټاټوبی دی او دومره پېچلی جوړښت لري، چې تراوسه هم ساینس او ارواپوهنې یې ژور ابعاد نه دي درک کړې.
عقل په خپلې استدلالي، تحلیلي او مبتکارانه وړتیاوو سره انسان ته په نورو مخلوقاتو کې غوره مقام ورکړی دی، خدای تعالی فرمايي؛ ﵟوَلَقَدۡ كَرَّمۡنَا بَنِيٓ ءَادَمَ وَحَمَلۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡبَرِّ وَٱلۡبَحۡرِ وَرَزَقۡنَٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَفَضَّلۡنَٰهُمۡ عَلَىٰ كَثِيرٖ مِّمَّنۡ خَلَقۡنَا تَفۡضِيلاﵞ [سورۀ اسراء: ۷۰]. ژباړه: دا خو زموږ پېرزوينه ده چې بنيادم ته مو لویي ورکړه، په وچه او لمده کې مو سپرلۍ ورکړې او له پاكو شيانو څخه مو روزي ور په برخه کړه او پر خپلو زياترو مخلوقاتو مو ښكاره لوړتيا ور وبښله.
له غوره تقویم څخه د انسان سقوط
که څه هم الله تعالی انسان په تر ټولو غوره څېره او کامل نظم کې پيدا کړی دی، خو که د حق له لارې واوړي، خپلې غوښتنې له کنټرول او د شرعې او عقل له غوښتنې پرته ومني ـ نو لوېږي او تر ټولو ټيټې مرتبې ته رسي. لکه څنګه چې قرآن کریم فرمايي: ثُمَّ رَدَدۡنَٰهُ أَسۡفَلَ سَٰفِلِينَ6ﵞالتین -۶ ژباړه:بيا مو هغه په چپه را اړولو سره له ټولو لاندينېوڅخه لاندې کړ –
دا لوېدنه ښيي چې د انسان د ظاهري جوړښت او د ده د روحاني او معنوي روغتیا تر منځ نېغ په نېغه اړیکه موجوده ده. نن سبا هغه ناروغۍ لکه د دفاعي سیستم نیمګړتیا چې ټول جهان ورسره مخ دی، د همدې لوېدنې او د بدن د دفاعي نظام د ناتوانۍ روښانه بېلګې دي.
په پایله کې ویلی شو چې د انسان خلقت په غوره نظم او سنجونه کې، د الله تعالی د بې پایه قدرت او حکمت ښکاره نښه ده. د انسان د بدن پېچلی او همغږی جوړښت، له روح او عقل سره یو ځای؛ انسان داسې ممتاز مخلوق ګرځولی چې د لوړو درجو او الهي نږدېکت مستحق کېدای شي؛ خو دا هغه وخت ممکن دی چې د حق په لاره کې او د الله د بندګۍ په مسیر کې پاته شي. له دې لارې انحراف نه یوازې د انسان معنوي تباهي راولي، بلکې د ده د طبیعي جسمي نظم د ړنګېدو سبب هم ګرځي.1