لیکوال: مفتی عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لېبرالېزم بحرانونه (دولسمه برخه)
مدرن او کلاسیک لېبرالېزم؛
لکه څنګه چې په تېره برخه کې یادونه ترې وشوه د نولسمې پېړۍ په پیل کې د «لېبرال» فکري ډګر ته د ازادۍ یو نوی مفهوم ور اضافه شو. د ازادۍ دا نوې بڼه د مثبتې ازادۍ په نوم پېژندل کېږي چې د منفي ازادۍ په مقابل کې رامنځته شوې ده. د ازادۍ دا بڼه د لومړي ځل لپاره د برتانوي فیلسوف توماس هیل ګرین له لوري تشریح شوه او وده یې ومونده. ګرین هغه نظریه رد کړه چې ګواکې انسانان یوازې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي، نوموړي یې پر ځای د هغو پېچلو حالاتو پر اهمیت ټینګار وکړ چې زموږ د اخلاقي شخصیت په پخېدو کې رول لري.[۱]
ګرین د مدرن لېبرالېزم په لومړیو کې څرګنده کړه چې سیاسي او ټولنیز بنسټونه باید د فردي هویت او ازادیو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.[۲]
ګرین د مثبتې ازادۍ د وضاحت په برخه کې وایي چې له ازادۍ موخه د هر کار د ترسره کولو واک درلودل دي، نه د نورو د کړنو له زیان څخه د ځان ساتل، نوموړی وایي:
تامس هیل ګرین؛ د لېبرال تفکر یو تر ټولو اغېزمن مفکر
که چېرې دا منطقي وای چې د نړۍ د مطلوب فعالیت لپاره د اوسني ساختار پر ځای یو بل ساختار وغواړو، ښايي غوښتې مو وی چې ازادي دې د وړتیا په اساس د یو کار د ترسره کولو په معنا تعریف شي.[۳]
ګرین د پخوانیو لېبرالانو برعکس چې ټولنه یې د ځان غوښتونکو افرادو څخه ډک چاپېریال ګاڼه، ټولنه یو منظم ټولیز جوړښت باله چې له مخې یې هر فرد د عامه ښېګڼې د پرمختګ او ودې مسؤلیت په غاړه لري. د نوموړي نظریات په چټکۍ سره خپاره شول، اېل ټي هابهاوس، جان هابسن او ځینو نورو مفکرینو نور هم دده نظریات پسې پراخ کړل.[۴]
یوازې څو کاله وروسته ټولنیز لېبرالېزم د برتانیې د لېبرال ګوند اساسي سیاسي او ټولنیز پروګرام وګرځېد، او د شلمۍ پېړۍ په اوږدو کې یې په نړۍ کې لا پراخ اغېز وشینده.[۵]
په یوویشتمه پېړۍ کې د نوي لېبرالېزم د راڅرګندېدو بحث مطرح شو چې پر بې‌زمانه ازادۍ ولاړ دی. د نوي لېبرالېزم موخه دا ده چې ټولې مثبتې، منفي او بې‌زمانه ازادۍ د هغو کړنو له لارې چې نن ورځ ترسره کېږي، راتلونکو نسلونو ته وغځوي.[۶]
د مثبتې، منفي او بې‌مهاله ازادۍ د عملي او پلي کولو سربېره، لېبرالانو هڅه کړې چې د ازادۍ او دموکراسۍ ترمنځ مناسبه او دقیقه اړیکه درک کړي. هغوی د رای د حق د پراخولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې. له بلې خوا لېبرالانو په پرله‌پسې توګه دې ټکي ته پام واړاوه چې که خلکو ته دومره ازادي ورکړل شي چې د خپلې خوښې مطابق دموکراتیکې پرېکړې وکړي، نو په پای کې کېدای شي دا چاره د لږکيو پر وړاندې د اکثریت له لوري په استبداد واوړي.[۷] یاد مفهوم د جان سټوارټ مېل «د ازادۍ په باب» رساله کې او همدارنګه د الکسي دو توکویل «په امریکا کې د دموکراسۍ شننه» (۱۸۵۳) کتاب کې ښه څېړل شوی او تر بحث لاندې نیول شوی دی.
د دې ستونزې د حل لپاره لېبرالانو غوښتنه وکړه چې په دموکراسۍ کې باید د حفاظت لپاره مناسب ضمانت رامنځته شي ترڅو هېڅ اکثریت د هېڅ لږکي حقونه تر پښو لاندې نه کړي.[۸]
د ازادۍ سربېره لېبرالانو یو شمېر نور اصول هم رامنځته کړي چې د دوی د فلسفي جوړښت د بنسټ ډبرې ګڼل کېږي. د دغو اصولو له ډلې لاندې یې د یادولو وړ دي:
برابري، پلورالېزم (کثرت‌ګرایي) زغم او برداشت.
ولتر د لومړي اصل د روښانه کولو په برخه چې تل له ګډوډۍ او ابهام سره مخ دی وايي: برابري تر ټولو لومړی د انسانانو طبیعي حق دی، خو د وخت په تېرېدو سره پر تر ټولو بې‌بنسټه حق بدلیږي.[۹] د لېبرالېزم ټول ډولونه په خپلو بنسټیزو مفروضاتو کې ټول انسانان سره برابر ګڼي.[۱۰] د لېبرالانو له نظره د دې بې‌طرفې برابرۍ د ساتلو لپاره یواځې یو څه ته اړتیا ده: هغه دا چې ټول وګړي باید د یو شان ازادۍ حق ولري.[۱۱] په بل عبارت هېڅوک حق نه لري چې د یوې آزادې ټولنې له ګټو څخه تر نورو ډېر خوند واخلي، ټول وګړي د قانون په وړاندې مساوي دي.[۱۲]
له دې بنسټیز تعریف ورهاخوا د لېبرال مفکرانو ترمنځ د برابرۍ د درک او تعریف په اړه اختلاف موجود دی. امریکایی فیلسوف جان راولز ټینګار کوي چې نه یوازې د قانون په وړاندې د برابرۍ تضمین ته اړتیا ده، بلکې د افرادو ترمنځ د مادي سرچینو عادلانه وېش هم ډېر ضروري دی، تر څو هر کس وکولای شي ټول هغه شیان ولري چې په ژوند کې د بریالیتوب لپاره ورته اړتیا لري.[۱۳]
په مقابل کې یې د لېبرټارېن مفکر رابرت نوزیک له راولز سره موافق نه دی، او د برابرۍ له هغې پخوانۍ بڼې څخه دفاع کوي چې جان لاک بیان کړې وه.[۱۴]
د ازادۍ په پرمختګ او پراختیا کې د ونډې لپاره لېبرالانو د پلورالېزم او زغم په څېر افکار هم ترویج کړې دي.
لېبرالان د پلورالېزم په یادولو سره هڅه کوي چې د بېلابېلو نظریاتو او ګڼو عقایدو له مخې انعکاس ورکړي، هغه څه چې د یوه باثباته ټولنیز نظم رامنځته کوونکی دی.[۱۵] لېبرالان د خپلو پخوانیو او مخکینیو پلویانو برعکس، د خلکو د نظریاتي او فکري یووالي په لټه کې نه دي؛ بلکې د لېبرالانو ټولې هڅې پر دې متمرکزې دي چې د هېواد د اداره کولو لپاره داسې یو چوکاټ رامنځته کړي چې له یوې خوا د بېلابېلو او متضادو لیدلورو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او توپیرونه راکم کړي، او له بلې خوا د مخالفو نظرونو حضور او ځلېدو ته اجازه ورکړي.[۱۶]
د لېبرال فلسفې له نظره پلورالېزم په اسانۍ سره زغم ته لار هواروي؛ هر فرد بېلابېل لیدلوري لري، لېبرالان استدلال کوي چې هر کس باید د بل کس، آن د خپل مخالف په وړاندې هم درناوی او زغم ولري.[۱۷]
د لېبرال لیدلوري له مخې زغم په پیل کې له مذهبي زغم سره تړاو درلود، لکه څنګه چې سپینوزا د مذهبي حماقت، ځورونې او ایدیولوژیکو جګړو غندنه کوي.[۱۸]
زغم همدارنګه د کانت او جان سټوارټ مېل په نظریاتو کې هم مرکزي او مهم رول لري. دواړه مفکرین پر دې باور وو چې ټولنه له ګڼو مفاهیمو او بېلابېلو تعریفونو څخه جوړه ده او هر څوک د ښه ژوند کولو لپاره خپل ځانګړی اخلاقي معیار لري. له همدې امله باید خلکو ته اجازه ورکړل شي چې د بشپړې ازادۍ له مخې د خپلې خوښې وړ انتخابونه وکړي، پرته له دې چې د دولت یا د نورو د لاسوهنې له ډېرې کوچنۍ وېري سره مخ شي.[۱۹]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] ـ Adams، مخ ۵۵.

[۲] ـ Adams، مخ ۵۸.

[۳] ـ Young، مخ ۳۶.

[۴] ـ Young، مخ ۳۶.

[۵] ـ Wolfe، مخ ۶۳.

[۶] ـ Young، مخ ۳۹.

[۷] ـ Young، مخونه ۳۹–۴۰.

[۸] ـ Young، مخ ۴۰.

[۹] ـ Young، مخونه ۴۲–۴۳.

[۱۰] ـ Young، مخ ۴۳.

[۱۱] ـ Young، مخ ۴۴.

[4] ـ Ryan، A Companion to Contemporary Political Philosophy، مخونه ۱۴۶–۱۴۷.

[۱۲] ـ Charvet، “Libertarian Theories”، Liberalism: The Basics، مخونه ۱۴۳–۱۴۵.

[۱۳] ـ Charvet، “Libertarian Theories”، Liberalism: The Basics، مخونه ۱۴۶–۱۴۷.

[۱۵] ـ Charvet، “Utilitarian Theories”، Liberalism: The Basics، مخونه ۱۵۳–۱۵۴.

[۱۶] ـ Charvet، “Utilitarian Theories”، Liberalism: The Basics، مخونه ۱۵۴–۱۵۹.

[۱۷] ـ Charvet، “Contemporary Theories”، Liberalism: The Basics، مخونه ۱۷۵–۱۷۹.

[۱۸] ـ Charvet، “Contemporary Theories”، Liberalism: The Basics، مخونه ۱۸۴–۱۸۵.

[۱۹] ـ Charvet، “Contemporary Theories”، Liberalism: The Basics، مخونه ۱۹۱–۱۹۴.

Leave A Reply

Exit mobile version