لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه پنځوسمه برخه)
-
فرعي او متابعت کوونکي مقاصد
فرعي او یا تابع مقاصد هماغه موخې چې پکې د مکلف سهم په نظر کې نیول شوی دی؛ لکه: واده او نور معاملات
دا ارزښتونه په داسې ډول طراحي شوې دي، چې له لارې یې انسان له مباحو شیانو څخه خپل غرایز پوره کولای شي او د دې کړنو په ترک یا ترسره کولو کې اختیار لري.
د یادونې وړ ده، چې د مقاصد د اصلي مقاصدو پوره کوونکي دي او معمولا په حاجیاتو یا تحسینیاتو کې راځي. دا مقاصد د اباحت په تړاو د کل یا جز په حیث کله ناکله ان د کراهیت او ممنوعیت حالت ته هم ځي. [1]
امام شاطبي رحمه الله د عزیمت او رخصت په اړه داسې وايي؛
په شرعي احکامو کې عزیمت اصل او اساس دی او تر څنګ یې رخصت په دوهمه درجه کې راځي. عزیمت د اسلامي شریعت کلي مصلحت دی او ټولو افرادو ته شامېلږي، لکه؛ د لمانځه، روژې، حج او نورو شعایرو فرضیت. خو رخصت د توان د لوړو سخیتو د رفعه کولو لپاره د جزیي او عارضي مصلحت په حیث ګڼل کیږي. [2]
خدای تعالی فرمايي: ” وَلَا تَحۡمِلۡ عَلَيۡنَآ إِصۡرٗا كَمَا حَمَلۡتَهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِنَاۚ “[3] ژباړه: څښتنه! پر موږ هغه پېټى مه ږده چې زموږ څخه دې پر مخكينیو خلكو ايښى ؤ.
اصر – د سخت او درانه تکلیف په معنی دی. دا ایت د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابو ته دا ښوونه کوي، تر څو له خدای تعالی څخه وغواړي، چې هغه سختۍ او تکلیفونه ورته معاف کړي، کوم چې مخکیني امتونه پرې مکلف شوې وه.
په یوه بل ایت کې خدای تعالی د رسول الله په ستاینه کې وايي؛ «وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ»[4] ژباړه: او له دوى څخه هغه پېټي كوزوي چې پر دوى دروند شوی ؤ او هغه بنديزونه ماتوي چي په هغه کې دوى كلك تړل شوي ول.
کومې سختۍ او تکلیفونه چې په بني اسرائیلو باندې وضع شوې وې، د دوی د ذاتي مصلحت له امله نه بلکې د دوی د سرکشیو په مقابل کې د جزا په حیث پرې مقررې شوې وې.
په دې احکامو کې؛ د جنګي غنمتونو څخه محرومیت، له حایضې ښڅو سره د ناستې ممنوعیت، د جامې د چټلې برخې پرېکول، او د توبې په پار د ځان وژنه راتلل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسانه شریعت مبعوث شو، لکه څنګه چې وايي؛ «بُعِثْتُ بِالحَنِيفِيَّةِ السَّمْحَةِ»؛[5] ژباړه: زه په حق پاله اسانه دین باندې مبعوث شوم یم؛ خدای تعالی د سختیو د معافیت په اړه وايي؛ «وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ»[6] ژباړه: او په دين کې يې پر تاسي څه تنګي نه ده راوستې.
دا ایت د دې څرګندونه کوي، چې اسلامي شریعت اساني او هوساینه د یوه اصل په توګه په نظر کې نیولي دي. لکه؛ په سفر کې د لمانځه لنډون، د روژې خوړل او د جنګ یا ناروغۍ په حالت کې په اشارې لمونځ کول.
خدای تعالی مکلف کسان په سخت تکلف او مسؤلیت کې وانه چول او په ورته وخت کې یې د ګناه لپاره ورته د توبې، استغفار ور هم خلاص کړ او کفاره یې له ګناه څخه د تېرېدو لپاره ورته وټاکله. [7]
-
د رخصت بڼې
رخصت په څو بڼو وېشل کیږي؛ لکه؛ د اسقاط رخصت، د ترفیې رخصت، د ترک رخصت، د فعل رخصت، بشپړ رخصت، مباح رخصت، مندوب (مستحب) رخصت، ناقص رخصت او واجب رخصت. لاندې به هر یو وڅېړو؛
الف) د اسقاط رخصت
دا هغه رخصت دی، چې د هغې په رامنځته کېدو سره په اصلي حکم (عزیمت) عمل کول په بشپړ ډول ساقطېږي او په رخصت عمل کول واجب ګرځي؛ لکه د ناروغ لپاره د روژې نه نیولو رخصت، چې د مرګ یا هلاکت وېره یا احتمال یې موجود وي. په داسې حالت کې مکلف ته اجازه نه شته چې له رخصته سترګې پټې کړي او د اصلي حکم مطابق عمل وکړي. نو ځکه، د اسقاط په رخصت کې مشروع حکم هماغه د رخصت حکم وي.
ب) د ترفیې رخصت
داسې حالت دی، چې هلته اصلي حکم (عزیمت) هم باقي پاته دی او دلیل یې هم شته، خو د اسانۍ له مخې مکلف کولای شي، چې رخصت هم وکړي.
ج) د پرېښودو یا ترک رخصت
دا هغه رخصت دی، چې د يو عمل پرېښودو لامل کېږي؛ په بله وينا، شارع د ضرورت يا اړتيا له امله د اصلي حکم (عزیمت) د پرېښودو امر کوي. په دې حالت کې، که د عزیمت حکم د کوم عمل د ترسره کولو غوښتنه وکړي، د رخصت حکم به د هغه عمل پرېښودل وي؛ او برعکس.
د) د فعل رخصت
دا رخصت په هغه حالت کې رامنځته کیږي، چې شارع د یوې ځانګړې اړتیا له مخې د هغه کار اجازه ورکړي، چې په اصل کې منع و.
لکه؛ شارع ښځې او نارینه د نامحرمو افرادو عورت ته له کتلو منعه کړې دي، خو د اړتیا (قضاوت او درملنې) په وخت کې یې دا کړنه مجازه بللې. نو که عزیمت یې ترک کول وي، ترسره کول یې رخصت دی.
هـ) کامل رخصت
داسې رخصت دی، چې په واقع کېدو سره یې اصلي حکم په کامل ډول له منځه ځي او په رخصت باندې عمل یې بدیل یا ځایناستی ګرځي، په دې حالت کې د اصلي حکم هېڅ اثر نه پاته کیږي.
و) مباح رخصت
داسې رخصت دی، چې مکلف پکې د دې اختیار لري، تر څو په عزیمت یا رخصت عمل وکړي او یو اړخ په بل اړخ لوړتیا نه لري.
په دې حالت کې ترسره کوونکی د ستاینې او نه ترسره کوونکی د غندنې لایق نه ګرځي.
ز) مستحب رخصت
داسې رخصت دی، چې عمل پرې کول تر اصلي حکمه غوره دي. خو له دې سره، سره ترک یې د سزا لامل نه ګرځي، البته عمل پرې غوره دی.
ح) ناقص رخصت
داسې یو رخصت دی، چې پکې په اصلي حکم باندې عمل په کامل ډول له منځه نه ځي، بلکې په هغې کې تخفیف شوی وي. لکه د لمانځه قصر(لنډون) د سفر په حالت کې؛ په دې حالت کې اصلي حکم ( د لمانځه ترسره کول) په پوره توګه له منځه نه ځي، خو یو څه ترې کم شوی.
ط) واجب رخصت
داسې رخصت دی، چې مکلف باید حتما پرې عمل وکړي او باید اصلي حکم پرېږدي. یعنې د دې حکم په وقوع سره باید مکلف په رخصت عمل وکړي. [8]
په خلاصه ډول؛ فرعي مقاصد له اصلي مقاصدو څخه د پیروي پر اساس وضعه شوې دي، تر څو په اصلي مقاصد د عمل په برخه کې مشکلات او ستونزې راکمې کړي او د مکلفینو لپاره د اسانۍ لاره پیدا کړي.
دوام لري…
مخکنئ برخه/راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. طرق الكشف عن مقاصد الشارع: ۳۵۲.
[2]. الشاطبی، الموافقات: ۴۹۷/۱.
[3]. سورۀ بقره: ٢٨٦.
[4]. سورۀ اعراف: ۱۵۷.
[5]. مسند أحمد: ٦٢٤/٣٦.
[6]. سورۀ حج: ۷۸.
[7]. الشاطبی، الموافقات: 1/۴۶۴-۵۴۱.
[8]. ترجمه و شرح مشكاة المصابيح از فیضمحمد بلوچ: ٣٦٢/٣.
