لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه څلوېښتمه برخه)
  • د تبذیر او اسراف حراموالی
اسراف له حد او اعتدال څخه د تېرېدو په معنی دی. [1]  په همدې اساس له اندازې زیات د مال مصرفول جایز نه دي او حرام ګڼل کیږي، خدای تعالی په قرانکریم کې په څرګند ډول د دې بیان کړی دی؛ ”  يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمۡ عِندَ كُلِّ مَسۡجِدٖ وَكُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ وَلَا تُسۡرِفُوٓاْۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُسۡرِفِينَ “[2] ژباړه؛ اې د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت کې په خپله ښکلا سينګار اوسئ او خورئ، څښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ. الله تعالی له حده تېري كوونكې نه خوښوي.)
ابوهریرة رضی الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ «إِنَّ اللَّهَ يَرْضَى لَكُمْ ثلاثًا وَیَكْرَهُ لَكُمْ ثَلاثًا فَيَرْضَى لَكُمْ أَنْ تَعْبُدُوهُ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَأَنْ تَعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا، وَیَكْرَهُ لَكُمْ قِيلَ وَقَالَ وكثرة السؤالِ، وَإِضَاعَةَ الْمَالِ.»[3] ژباړه: خدای تعالی ستاسو لپاره درې کارونه خوښوي او درې بیا نه خوښوي، هغه درې چې ستاسو لپاره یې خوښ کړې دي؛ د هغه عبادت کول او له شرک څخه ځان ساتل، د هغه پر رسۍ منګولې ټینګول او اتحاد او هغه کارونه چې ستاسو لپاره یې نه خوښوي؛ بې ځایه خبرې، بې ځایه او بې ګټې پوښتنې او په مال کې اسراف دی.
یوازې په خوراک او ځښاک کې اسراف نه دی منعه، ان په صدقې او انفاق کې هم باید اعتدال په نظر کې ونیول شي؛ ” وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَنفَقُواْ لَمۡ يُسۡرِفُواْ وَلَمۡ يَقۡتُرُواْ وَكَانَ بَيۡنَ ذَٰلِكَ قَوَامٗا “[4] ژباړه: هغه كسان چې كله لګښت كوي، نو نه بېځايه لګښت او نه بخيلي کوي. بلكه د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په منځ کې په ميانه روۍ ولاړ وي.
اسراف دا دی چې څوک له حده ډېر لګښت کوي، که څه هم چې دا لګښت د حلالې لارې لپاره وي. اقتار بیا د انفاق پر مهال تنګ‌لاسۍ او بخل ته وايي. «د دوی طریقه د دې دوو تر منځ د اعتدال لار ده». قوام یعنې انفاق په اعتدال او منځلاري توګه، داسې چې نه فقیر وږی او لوڅ پاتې شي او نه هم دومره خرچه وکړي، چې خلک یې اسراف وبولي. بلکې که الله تعالی ورته پراخي ورکړې وي، نو هغه باید سخاوت وکړي او پر خلکو لورینه ولري، خو له دې سره سره، باید د اړتیاوو لپاره یو څه زیرمه هم ولري.
همداشان په حدیث شریف کې راغلي؛«مَا أَحْسَنَ الْقَصْدَ فِي الْغِنَى، وَأَحْسَنَ القَصْدَ في النفر، وأحسن القصد في العبادة.»[5] ژباړه: څومره ښه دی اعتدال! د شتمني په وخت کې، څومره ښه دی اعتدال! د خلکو په منځ کې او څومره ښه دی اعتدال! په نیکۍ او عبادت کې.
  • د تاوان ورکړه او مالي خسارت
د مال ساتنې بله وسیله، د یوه چا د مال د ناحق تلف په وخت کې د تاوان او خسارت د ورکړې دی.[6]
که چېرته چا د یوه کس مال غصب کړی وي او په لاس کې یې سالم وي، نو باید بېرته یې  ورکړي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «على اليد ما أخذت حتى تؤدى»[7] کوم لاس چې څه اخیستي وي، باید بیرته یې صاحب ته ور وګرځوي.
او که چېرته غصب شوی مال تلف شوی، نو باید په بدل کې یې عوض ورکړي، ځکه الله تعالی فرمايي؛
“فَمَنِ ٱعۡتَدَىٰ عَلَيۡكُمۡ فَٱعۡتَدُواْ عَلَيۡهِ بِمِثۡلِ مَا ٱعۡتَدَىٰ عَلَيۡكُمۡۚ “[8] ژباړه؛ نو كه څوك پر تاسي تېرى وکړي، تاسي هم په هماغه ډول پر هغه تېرى وکړئ.
البته د ظلم پیلول حرام دي، خو په وړاندې یې دفاع او د ځان ساتل ازاد او مشروع دي.
  • د مال د دفاع او چپاولګرو سره د جګړې مشروعیت
په هر چا لازمه ده، چې د خپل مال دفاع وکړي او که چېرته یو څوک یې په مال تېری کوي، نو لومړی یې باید په ساده وسایلو دفاع وکړي، که چېرته مؤثره نه و، نو بیا کولای له سختو کړنو کار واخلي ان که تر جګړې او وژنې هم خبره ورسیږي.
په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي؛ «مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ.»[9] څوک چې د خپل مال په دفاع کې ووژل شي شهید دی، څوک چې د خپل دین په دفاع کې ووژل شي شهید دی او څوک یې چې د وینې په دفاع ووژل شهید دی او څوک یې چې د کورنۍ په دفاع کې ووژل شي شهید دی.
ابوهریرة رضی الله عنه وايي، یو کس رسول الله ته راغی او ویې ویل؛ یا رسول الله: «أَرَأَيْتَ إِنْ جَاءَ رَجُلٌ يُرِيدُ أَخْذَ مَالِي؟ قَالَ: فَلَا تُعْطِهِ مَالَكَ، قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَاتَلَنِي؟ قَالَ: «قَاتِلهُ» قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلَنِي؟ قَالَ: فَأَنْتَ شَهِيدٌ، قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلْتُهُ؟ قَالَ: هُوَ فِي النَّارِ.»[10] ژباړه: اې د الله رسوله! که یو څوک راغی او له ما څخه یې زما مال اخېست، نو څه وکړم؟ رسول الله ورته وویل؛ مه یې ورکوه۱ هغه سړي وویل، که چېرته یې را سره شخړه وکړه بیا ؟ نو رسول الله ورته وویل؛ ورسره وجنګېږه، بیا یې وویل؛ که یې زه مړ کړم نو؟ رسول الله ورته وویل؛ ته شهید یې، بیا یې پوښتنه وکړه، که ما هغه وواژه نو؟ رسول الله ورته وویل؛ هغه په جهنم کې دی.
له دې دوو حدیثونو څخه څرګندیږي، چې انسان باید د تېرې کوونکو په وړاندې د خپل مال دفاع وکړي او ان که د خپل مال د دفاع لپاره د تېرې کوونکي له وژلو پرته بله لار ونه لري، نو ویې دې وژني، خو که له دې پرته بل حل شتون درلود نو بیا یې د وژلو اړتیا نشته او که چېرته د دې وېره وه، چې تاسو به ووژني، نو په وژنه کې یې وار مخته کړی، ځکه که یې ووژنی نو هغه جهنمي دی او تاسو که ووژل شی، نو شهید ګڼل کېږئ. [11]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1]. شهاب الدین احمد بن احمد بن سلامة القليوبي، (۱۹۹۸) حاشيۀ قليوبي على شرح جلال الدين المحلى على منهاج الطالبين، بيروت دار الفكر (۱۸۱/۳).

[2]. سورۀ اعراف، آیۀ ۳۱.

[3]. صحيح مسلم، كتاب الأقضية، باب النهي عن كثرة المسائل من غير حاجة، والنَّهَى عَنْ مَنْعِ وَهَاتِ، وَهُوَ الْامْتِنَاعُ مِنْ أَدَاءِ حَقٌّ لزمه، أو طلب مَالَا يَسْتَحِقَّهُ: (3/1340).

[4]. سورۀ فرقان، آیۀ ٦٧.

[5]. مسند البزار: ۳۴۹/۷.

[6]. البوبی، پیشین، أهمية المقاصد الشرعية للدكتور اليوبي: ۳۰۲.

[7]. سنن أبي داود: ۴۱۴/۵.

[8]. سورۀ بقره، آیۀ ۱۹۴.

[9]. سنن الترمذى :۳۰/۴.

[10]. صحیح مسلم :۱۲۴/۱.

[11]. برای تفصیل وسایل حفظ مال مراجعه شود به: الیوبی، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالأدلة: ٢٨٦-۳۰۴.

Leave A Reply

Exit mobile version