لیکوال: ابوعایشه

نشنلیزم

نهه‌ دېرشمه برخه

د انترناسیونالیزم پدیده او موخې
د پیل خبرې:
د نړۍ قانون دا دی چې هر کله یوه نوې پدیده رامنځته شوې او د خلکو ترمنځ خپره شوې ده، نو په مخالفت او تقابل کې یې یو نوی فکري مکتب هم را پیدا شوی دی؛ ځکه چې تضاد او تقابل د انسانانو په فطرت کې نغښتی دی او هېڅ کله داسې نه‌ شي کېدای چې یوه مفکوره د تل لپاره د خلکو پر ذهنونو حاکمه پاتې شي. کله چې د نشنلیزم پدیده رامنځته شوه او یو شمېر خلک دې سیاسي مکتب ته مایل شول نو انترناسیونالیزم هم چې نشنلیزم مخالفه مفکوره وه را څرګنده شو. یاد فکري مکتب هم د نشنلیزم په څېر بېلابېل پړاوونه، لوړې ژورې او ډولونه لري.
په تېرو برخو کې مو د نشنلیزم او ملي پالنې په اړه مفصل بحث کړی دی چې نشنلیزم څه شی دی، کومې موخې لري،ږ او د نړۍ پر حالاتو یې منفي اغېزې کومې دي. په دې برخه کې غواړو چې د انترناسیونالیزم پر پیل او بنسټ بحث وکړو او همدارنګه یې ډولونه او بڼې وڅېړو.
انترناسیونالیزم څه شی دی او ولي را منځ ته شو؟
د انترناسیونالیزم کلمه یو ډول مبهم او څو اړخیز مفهوم دی او په بېلابېلو مواردو کې کارول کېږي، خو عمومي مانا یې دا ده: انترناسیونالیزم هغه نظریه او سیاسي تګلاره ده چې د مختلفو قومونو او ملتونو پر ګډو ګټو ټینګار کوي، او له یرغلګر او توند نشنلیزم سره په ټکر کې دی.[1]
انترناسیونالیزم د ملي‌پالنې پر خلاف د فوق‌ملي مصالحو پر لور تمایل لري، او پر هغو معیارونو تأکید کوي چې له نشنلیستي معیارونو څخه لوړ وي؛ له همدې امله د انترناسیونالیزم مکتب د یوې نړیوالې حکومت‌ولۍ پلوی ګڼل کېږي. البته د انترناسیونالیزم په اړه داسې دقیق او مشخص تعریف نه دی وړاندې شوی چې ټول سیاسي مکتبونه اتفاق پرې ولري، د انترناسیونالیزم په اړه بېلابېل او متفاوت تعریفونه وړاندې شوې دي او شفاف تعریف نه لري؛ خو سره له دې ټول مکتبونه په دې اتفاق لري چې انترناسیونالیزم د نړیوالو او فوق‌ملي ګټو او د نړیوالو تشکیلاتو پر لور تمایل لري.[2]
انترناسیونالیزم د ناسیونالیزم په مقابل کې قرار لري، د انترناسیونالیزم باور دا دی چې د انسانانو خیر، سعادت او سوکالي دا ایجابوي چې ملتونه له هر ډول قومي، سمتي یا قبیلوي تعصباتو پرته له یو بل سره همکاري وکړي.[3]
فراملي‌ګرایي یا انترناسیونالیزم (په انګلیسي: Internationalism) یو عمومي مفهوم دی او پر هغو سیاسي تګلارو تکیه لري چې د قومونو او ملتونو ترمنځ د ګډو ګټو سبب کېږي. یاده عقیده له ‌توند نشنلیزم سره مخالفت لري. انترناسیونالیستان په دې نظر دي چې که د حکومتونو ترمنځ همکاري ناممکنه وي، نو په طبیعي ډول د ملتونو ترمنځ مرسته او همکاري شونې ده. یاد مکتب هڅه کوي چې انسان ته دا شعور ورکړي چې هر فرد د یوې نړیوالې ټولنې غړی دی.[۴]
انترناسیونالیزم د نشنلیزم پر وړاندې ولاړ دی او انسان ته پر یوه داسې پراخ هویت قایل دی چې له قومي او محدود ملي هویت څخه لوړ او پراخ وي. د انترناسیونالیزم مکتب ځان د نشنلیستي تنگ‌نظرۍ په قفس کې نه بندوي، هغه تنگ‌نظري چې یوازې ملي یا قومي ګټې پېژني. انترناسیونالیزم د نشنلیزم خلاف، د فوق‌ملي ارزښتونو او معیارونو پر بنسټ ولاړ دی او هڅه کوي چې نړیوالو ګټو ته ارزښت ورکړي… انترناسیونالیزم د نړۍ په کچه قضایاوې ارزوي، نشنلیستي احساسات او تعصبات ردوي. [۵]
انترناسیونالیزم د نشنلیزم پر خلاف، د قومونو او ملتونو پر ګډو ګټو ټینګار کوي او په دې باور دی چې د جګړو او شخړو د مخنیوي، د امنیت، رفاه او ګډو ګټو د تأمین لپاره باید هېوادونه د متقابلې همکارۍ پر لور ګام واخلي. د دې فکري مکتب باورونه په لاندې اصولو ولاړ دي:
۱. هر انسان، سربېره پر دې چې د یوه ځانګړي هېواد تبعه وي، د یوې پراخې نړیوالې ټولنې غړی هم شمېرل کېږي؛
۲. هېڅ هېواد نه‌شي کولای چې په یوازې ځان د خپلو وګړو امنیت، رفاه او نورې اړتیاوې پوره کړي، ځکه چې یادې اړتیاوې ورو ورو له ملي سطحې او امکاناتو څخه وځي او نړیوال ابعاد خپلوي؛
۳. د هېوادونو لپاره په کار ده چې د جګړو او شخړو د مخنیوي او همدارنګه د امنیت، رفاه او نورو اړتیاوو د پوره‌کولو په موخه له هغو نړیوالو سازمانونو سره یوځای شي چې د همدې هدف لپاره رامنځته شوي یا رامنځته کېږي.[۶]
انترناسیونالیزم د نشنلیزم پر وړاندې ولاړ دی او په دې باور دی چې د ملتونو ترمنځ د امکان تر بریده همکاري د بشریت د خیر، سعادت او سوکالۍ ضمانت کوي او د نړیوالې عمومي سولې د ټینګښت او تأمین سبب ګرځي. ځینې انترناسیونالیستان وړاندوینه کوي چې یوه داسې لویه نړیواله اداره یا حکومت به جوړیږي چې پرته له دې چې ددوی داخلي شخصیت، خپلواکۍ یا آزادي له منځه یوسي د ځمکې پر مخ به ټول ملتونه تر خپل چتر لاندې راولي.[۷]
د انترناسیونالیستي موخو د تحقق پر وړاندې خنډونه
که‌ هم ډېری انترناسیونالیستان ادعا کوي چې په نړۍ کې باید یوه واحده نړیواله اداره یا حکومت رامنځته شي او د نړیوال دولت د جوړېدو غوښتنه لري او د خپلو ادعاوو لپاره دلیلونه هم وړاندې کوي، خو سره له دې هم یاده مفکوره له ګڼو خنډونو سره مخ ده. انترناسیونالیستان وایي: «نننۍ نړۍ د هوايي سفرونو د چټک پرمختګ او د اړیکو د نورو وسایلو له امله دومره سره نږدې، فشرده او کوچنۍ شوې ده چې د ټولو ملتونو ترمنځ یووالی ضروري ګرځېدلی دی.»[۸]
د دوی له دې خبرې موخه هدف دا ده چې یو نړیوال حکومت باید رامنځته شي او انسانان د یوه واحد نظام تر چتر لاندې راټول شي. خو د دې هدف د تحقق په وړاندې ګڼ خنډونه شتون لري، چې تر ټولو مهم‌ هغه یې دا دي:
۱. ملي ګټې
۲. سیاسي ګټې
۳. اقتصادي ګټې
۴. نظامي علایق
۵. د پرمختګ او تکامل له پلوه نابرابري
[۹]
لومړی: که چېرې وغواړو یاد خنډونه روښانه کړو نو په دې باید پوه شو چې ډېری هېوادونه په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ او ترقۍ لوړو څوکو ته رسېدلي او توانېدلي دي چې خپل هېوادونه د مختلفو اړخونو له پلوه پر ځان‌بسیا او خپلواک کړي. تر دې ورهاخوا داسې هېوادونه هم شته چې د عادي وګړو ژوند یې د هغو هېوادونو د تر ټولو شتمنو وګړو له ژوند سره برابر دی چې تر اوسه یې پرمختګ نه‌دی کړی او کلونه‌کلونه د نورو هېوادونو تر استعمار، استثمار او ظلم لاندې پاتې شوي دي. وروسته‌پاتي هېوادونه لا هم ډېر کمزوري دي او له تر ټولو ابتدایي امکاناتو څخه هم محروم دي. تر ټولو مهم خنډونه چې د دوی د پرمختګ مخه نیسي، هماغه هېوادونه دي چې د نړیوال یووالي ادعا کوي او ځانونه د نړیوالو ارزښتونو علمبرداران بولي.
که چیرې یاد ملتونه سره یو شي، نو آیا دا ممکنه ده چې له یو او بل سره جوړ راشي او د سولې او تفاهم په فضا کې ګډ ژوند ولري؟ قطعاً ځواب منفي دی. هغه کسان چې د ناز او نعمت، رفاه، آرامۍ او سوکالۍ په فضا کې ژوند کوي نشي کولای چې له هغو خلکو سره یو ځای ژوند وکړي چې د فقر، محرومیت، بې‌وسۍ او فلاکت له سختو کړاوونو سره مخ دي. یوازینی لاره دا ده چې شتمن خلک او پرمختللي هېوادونه خپل هېوادونه سره له ټولو امکاناتو، وروسته‌پاتې ملتونو ته پرېږدي او له خپلو شتمنیو، واک او ارام ژوند څخه لاس واخلي.
دویم: که د انترناسیونالیزم له مخې ټول انسانان د یوه واحد هېواد وګړي شي، نو کوم قوانین به پکې نافذ کیږي؟
که د انترناسیونالیزم د فکري مکتب له مخې د نړۍ ټول انسانان د یوه واحد نړیوال دولت اتباع وګرځي نو دا پوښتنه راولاړیږي چې د دغه دولت قوانین به څه ډول وي؟ ایا مسلمانانو ته به اجازه ورکړل شي چې په بشپړ ډول د الله تعالی ټول احکام او د خپل دین ایماني ارزښتونه عملي کړي؟ ایا مسلمانان به له هماغو حقونو او امتیازاتو څخه برخمن وي چې نورو خلکو ته ورکول کیږي؟ ایا مسلمانان به د نورو ملتونو په څېر ژوند وکولای شي؟
د دغو ټولو پوښتنو  ځواب منفي! ځکه چې نه د لوېدیځ هېوادونه، او نه هم د بېلابېلو غیر اسلامي مکتبونو پلویان مسلمانانو ته د دې اجازه ورکوي چې په آزادانه توګه خپل دیني مراسم تر سره کړي، د اسلامي شریعت پر بنسټ ژوند وکړي او د خپلو ایماني ارزښتونو مطابق عمل وکړي. غوره به وي چې په لوېدیځو هېوادونو کې د مېشتو مسلمانانو اوسنی وضعیت وڅېړل شي.
درېیم: لکه څرنګه چې مخکې هم اشاره وشوه د ځینو هېوادونو ملي، سیاسي، اقتصادي ګټې او نظامي علایق د داسې یوه حکومت د جوړېدو مخنیوی کوي. ځکه چې په نننۍ نړۍ کې د ډېریو خلکو لومړیتوب یوازې خپلې شخصي یا ملي ګټې دي؛ تر دې چې ځینې خلک د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره دا هم قبوله کړې چې نورو ته زیان ورسوي او له دې کار څخه هېڅ ډار نه لري. د دا ډول کړنو بېلګې ډېرې دي.
حتی که چېرې یو ګاونډی هېواد امنیت ولري، پرمختګ وکړي، اقتصاد یې وده ومومي او وغواړي چې د ځان لپاره ځانګړي او مسلکي ځواکونه وروزي نو اکثره ګاونډیان د شک په سترګه ورته ګوري او ګومان کوي چې خامخا به شاته کومه پټه طرحه او پلان لري. په همدې اساس په دې زمانه کې انترناسیونالیزم یا د یوه نړیوال دولت جوړېدل ناممکن او بې‌ګټې دی.
څلورم: ځینې خلک وايي چې ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه د همدې موخې لپاره جوړ شوي دي. خو د دغو خلکو په ځواب کې باید وویل شي چې د دغو سازمانونو پایله او محصول تل د لویو او ځواکمنو هېوادونو په ګټه تمامېږي او د کوچنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو حقونه همېشه تر پښو لاندې کېږي. د دې کار ګڼې بېلګې موجودې دي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

سرچینې:

[1] داریوش آشوری، فرهنگ سیاسی، انتشارات مروارید، بې‌تا، ص ۳۳

[2] محمدعلی سادات، مکتب‌ها و اصطلاحات سیاسی، لومړی چاپ، ۱۳۶۰ هجری شمسی، ص ۲۶

[3] جزوۀ ایسم‌شناسي به زبان مختصر و ساده، لیکوال: نامعلوم، بې‌تا، ص ۳۲

[۴] کاوه، ماهان، از ناسیونالیزم تا فاشیسم، ۱۳۹۹ هـ.ش، ص ۱۱

[۵] نظیفی، نازنین، تعامل و تقابل ملی‌گرایی و اسلام‌گرایی در ایران پس از پیروزی انقلاب اسلامی ایران، فصلنامۀ پژوهش‌های راهبردی سیاست، دوهم کال، شمېره ۵، دوبی ۱۳۹۲، ص ۲۱۲

[۶] شکوری جوشقان، رضا نصیری زرقانی، آرش، بررسی تطبیق‌پذیری مفهوم امت اسلامی در اندیشه‌های انترناسیونالیسم و کاسموپولیتانیسم، بې‌تا، ص ۴

[۷] پازارگاد، ډاکټر بهاءالدین، مکتب‌های سیاسی، بې‌تا، ص ۳۵

[۸] هماغه، ص ۳۵

[۹] هماغه، ص ۳۵

Leave A Reply

Exit mobile version