ليکوال: ابوعايشه

نشنليزم‏

پنځه‌دېرشمه برخه

پر نړۍ د نشنلېزم منفي اغېزې
د پیل خبرې
سره له دې چې تېره برخه د نشنلېزم او ملي‌پالنې منفي پایلو او اغېزو ته ځانګړې شوې وه، دا برخه هم همدې موضوع ته وقف شوې ده، ځکه د دې پدیدې زیانونه دومره ډېر دي، چې حتی کتابونه پرې لیکل کېدای شي. ګڼو لیکوالانو او څېړونکو په دې برخه کې ډېر زحمت ایستلی او د دې پدیدې ټول اړخونه یې روښانه کړي دي.
د تأمل وړ نکته
مخکې له دې چې د نشنلېزم او ملي‌پالنې منفي پایلو ته ورننوځو، له هغو کسانو چې تل د ملي‌پالنې تبلیغ کوي او دا پدیده د اسلامي ټولنو لپاره ګټوره بولي، دا پوښتنه کوو:
ملي‌پالنه، چې یوه غربي پدیده ده، مسلمانانو ته کومې ګټې رسولې دي؟دا پدیده کومې پایلې لري؟آیا دا توانېدلې چې مسلمانان د اقتصاد، سیاست، ټکنالوژۍ او ځان‌بسیا کې له غربي هېوادونو سره برابر کړي؟مسلمانانو له ملي‌پالنې څخه د اخلاقو او ښه ژوند جوړولو په برخه کې څه زده کړي دي؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب له شکه پرته “نه” دی؛ ځکه غربيانو د دې پدیدې له لارې اسلامي هېوادونه لا ډېر کمزوري او تر استعمار لاندې راوستل. هغوی مسلمانان، چې یو وخت د هر میدان مخکښان وو، سره لاس او ګرېوان کړل، او د وحدت تارونه یې داسې وشلول، چې نن ورځ هېڅ مسلمان د بل مسلمان درد خپل درد نه ګڼي.
د نشنلېزم منفي اغېزې او بدې پایلې
۱. د استعمار او جګړو سرچینه
لیکوالان او متفکران پر دې متفق دي، چې ملي‌پالنه یا نشنلېزم د نولسمې او شلمې پېړۍ د ډېرو جګړو اصلي لامل و. دا پدیده د شخړو، مستعمراتو، او وروسته د پرمختیایي رقابتونو، تضادونو، او د ګټو د ټکر لامل وګرځېده.
یو لوېدیځ متفکر فرانسيس کوکر وايي:
“د نولسمې پېړۍ ډېری ملي‌پالان، چې د افراط تر حده یې ملي احساسات پالل، باور درلود چې پرمختللي ملتونه ــ چې له لرغوني تاریخ او شاندارو میراثونو برخمن دي، او نژادي، ملي او هېوادنۍ برتري لري ــ باید خپل ځواک یوازې د خپل هېواد دننه محدود نه کړي؛ ځکه ملي دنده یوازې د حاکمیت دفاع نه ده، بلکې دوی ته یوه نړیواله دنده ورترغاړه ده: د خپل سیاسي نفوذ پراخول او د وروسته پاتې ملتونو تر منځ د خپل تمدن خپرول. دا چاره به زور او تاوتریخوالی له ځانه سره ولري، خو دا د ‘مصلحت’ تقاضا ده.”(نقوي، محمد، الإسلام و القومیة، 1404هـ.ق، ص ۲۲)
د دې خبرو له مخې، دا څرګندیږي چې ځواکمن ملي‌پالان باید د خپل هېواد د حکومتولۍ پر واک بسنه و نه کړي، بلکې د کمزورو ملتونو د ځپلو هڅه هم وکړي. دا هماغه څه دي، چې وروسته د لوېدیځو هېوادونو له خوا وشول او ګڼ شمېر هېوادونه تر اشغال لاندې راغلل.
د ځان لوي ګڼل، پر خپل ملت د نورو ملتونو برتري، د نړۍ د مادي منابعو د استعمال لپاره ځان ته لومړیتوب ورکول، او د نورو ملتونو پر ګټو سترګې پټول، هېوادونه د تسلط‌غوښتنې او استعمار پر لور بیایي.
نشنلېزم، چې یو تړلی او محدود فکر دی، یوازې یو ملت ته د واک حق ورکوي، نور ملتونه تر استعمار لاندې نیسي. دا پدیده کله چې د کمزورو هېوادونو د روڼفکرانو ترمنځ نفوذ وکړي، هغوی د پخواني ویاړونو او خیالي عظمتونو په ارمانونو مشغولوي، بې‌وسه کوي، له مقاومت څخه یې راګرځوي او تسلیموي.
له همدې امله، ډېر وخت لیدل کېږي چې ملي قواوې د استعمار پر ضد د مبارزې اراده نه لري، او آن په ځینو مواردو کې له استعمارګرو ملاتړ هم کوي.(شعاعی، محمد علي، ناسیونالیسم از دیدگاه اسلام، 1384هـ.ش، ص ۴۰)
دا دی د زورواکو او مستبدو نشنلېستانو ذهنیت او چلند؛ هغوی چې له خپل ځواک، شوکت او برلاسۍ پرته بل څه نه ویني، تل هڅه کوي چې کمزوري ملتونه تر پښو لاندې کړي.
نو د مسلمانانو لپاره، چې د نړۍ له بې‌وسه ملتونو څخه شمېرل کېږي، نشنلېزم کومه ګټه لري؟ نشنلېزم څنګه کولی شي چې د دوی خپلواکي او یووالی وساتي؟ کاش چې د نشنلېزم مبلغین لږ تر لږه په دې اړه فکر کړی وای!
ډاکټر هات، چې د نولسمې پېړۍ له مخکښو ملي‌پالانو څخه و، وايي:
“یوازې د خپل هېواد د حاکمیت ساتل بسنه نه کوي؛ ځکه له نړیوالې سیالۍ شاته پاتې کېدل، دا معنا لري، لکه ته چې د خپل هېواد د تاریخي عظمت پاملرنه نه ده کړې. نو که څوک د پراختیا غوښتنې (توسعه‌طلبۍ) له هڅې لاس واخلي، نو د خپل ملت غرور له منځه وړي، او پایله‌یې د بقاء په جګړه کې ماتې ده. البته، د خطر منل او تهاجمي روحیه لرل زموږ د ملي غرور د ساتنې یوازنۍ وسیله ده.”(همغه اثر، ص ۲۳)
آرنست هېګل، د نشنلېزم او ځواکمنو ملت‌پالو په اړه لیکي:
“یوازې قوي او ځواکمن ملتونه د ژوند کولو حق لري. هغوی کولای شي هر څه له منځه یوسي، کمزوري ملتونه تباه کړي.”(همغه اثر، ص ۲۳)
کله چې د دې لیدلوري مخکښان او مفکرین وپېژنو، نو روښانه کېږي، چې د هغو مسلمانانو خیالي هیلې ــ چې د غربي تبلیغاتو تر اغېز لاندې دي او د نشنلېزم د دفاع بیرغ پورته کوي ــ یوازې یو فریب دی.
په حقیقت کې، دوی نه پوهېږي چې د نشنلېزم موخه څه ده، او اسلام او مسلمانانو ته یې کوم زیانونه اړولي دي.
شیخ عبدالرحمن حسن حنبکه په خپل کتاب «أجنحة المکر الثلاثة وخوافیها…» کې، له هغو لارو چارو وروسته چې د دښمنانو له‌خوا د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کارول شوې دي، داسې لیکي:
«ډېر مسلمانان دغو قوي او محکمو پلانونو او دسیسو ته هغه وخت متوجه شول، کله چې د دین د دښمنانو د لوبې په وسایلو بدل شول.»(حنبکه المیداني، عبدالرحمن حسن، أجنحة المکر الثلاثة وخوافیها…، 1420هـ.ق، ص 336)
دا خبره رښتیا هم د ژور فکر او تأمل وړ ده. ډېری هغه کسان چې د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي او دا ډول ډګرونو ته داخل شوي، هغه مهال پوهېږي چې ستره تېروتنه یې کړې، کله چې خپل سرنوشت د نابودۍ له خطر سره مخ وویني.
که څه هم د دې فکر بنسټ‌ایښودونکي ادعا کوي چې دا مکتب د ملتونو د یووالي او د ظلم پر وړاندې د بغاوت لامل ګرځي، خو کله چې یاده مفکوره په نړۍ کې خپره شوه، نو انسانان د تبعیض، بې‌عدالتۍ، او د اولې او دویمې نړیوالې جګړې په څېر د نابودوونکو شخړو شاهدان پاتې شول.(فیضي سخا، مهدي، مفهوم‌شناسي و تهدیدات ناسیونالیسم…، 1397هـ.ش، ص 94)
نشنلېزم او ملي‌پالنه، لکه څنګه چې له نومه‌یې ښکاري، د نژادي، قومي او قبیلوي جګړو لامل ګرځي. ځکه کله چې د انسان لپاره قوم او قبیله تر دین مهم شي، نو انسان چمتو کېږي چې د خپل قوم او قبیلې د دفاع لپاره هر ډول عمل وکړي.
دا هغه څه دي چې نن‌سبا موږ په خپلو سترګو وینو: کله ناکله له یوې کوچنۍ شخړې څخه دومره لوی تاوتریخوالی راپورته شي، چې له امله یې ګڼ‌شمېر بې‌ګناه انسانان وژل کېږي او وینې تویېږي.
دا هماغه ناولی ډنډ دی، د جاهلیت د دورې هغه تور فصل، چې مسلمانانو یو ځل بیا ورته ځان ورګوزار کړی او خپل دین یې شاته غورځولی دی.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version