لیکوال: ابوعایشه

کرامیه ډله «فرقه»

شپږمه برخه

د ایمان په اړه د اهل السنتو لیدلوری
د اهل السنت جمهور علماء چې په ډله کې امام ابوحنیفه رحمه الله هم راځي، باور لري، چې ایمان د زړه تصدیق ته وايي او د دنیوي احکامو د اجراء لپاره اقرار ته اړتیا لري. دا چې د زړه تصدیق پوښلی دی، نو د نښې لپاره اړینه ده چې اقرار هم وي، نو که څوک په زړه کې تصدیق ولري، خو په ژبه اقرار ونکړي، نو هغه کس د رب په نزد مؤمن دی، خو په دنیايي احکامو کې مؤمن نه شمېرل کیږي او که چېرته څوک په ژبه اقرار وکړي خو په زړه کې یې تصدیق نه وي، نو د منافق په شان دی، چې د خلکو په نظر مؤمن او د الله تعالی په نزد کافر دی او دا تعریف شیخ ابو منصور هم منلی دی.
علامه صدر الدین دمشقي د -عقیدة الطحاویه – په شرحه کې د ایمان په اړه لیکي؛ د ایمان د معنی او مفهوم په اړه علماء ډېر اختلاف لري، امام مالک، امام شافعي، امام احمد، امام اوزاعي، اسحاق بن راهویه او نور د حدیثو د علم خاوندان، د مدینې خلک او ظاهریه ډله او ځينې د کلام د علم پوهان پر دې باور دي، چې ایمان د زړه له تصدیق، د ژبې له اقرار او د بدن له افعالو څخه عبارت دی.
زموږ ډېر علماء د امام طحاوي له لوري د ایمان لپاره په ذکر شوي تعریف، چې په ژبه اقرار او پر قلب تصدیق دی، باورمن دي.
ځینې بیا وايي، چې په ژبې اقرار د ایمان اصلي رکن نه، بلکې اضافي رکن یې دی، ابومنصور ماتریدي رحمه الله پر همدې رایې دی او له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه ورته روایت شوی دی.
علامه ابن قیم رحمه الله د ایمان د حقیقت په اړه د شرعې لیدلوری داسې بیانوي؛
” ایمان د قول او عمل ترکیب دی، چې قول بیا دوې برخې لري، لومړی د زړه قول چې هماغه اعتقاد دی او دوهم د ژبې قول چې د شهادتینو ویل دي. عمل هم دوې برخې لري، چې یوه یې د زړه چاره یعنې نیت او اخلاص او بله یې د بدن د غړو عمل دی، که چېرته دا څلور برخې له منځه لاړې شي نو ایمان په کُلي ډول له منځه ځي، که چېرته په کوم کس د زړه تصدیق نه وي، نو نورې برخې یې ګټه نه لري، ځکه د زړه تصدیق د باور لپاره شرط دی.
او که چېرته بیا د زړه عمل له تصدیق سره، سره له منځه لاړ شي، نو دا بیا هغه حالت دی، چې مرجئه او اهل السنت یې په اړه اختلاف لري.
ټول اهل السنت په دې متفق دي، چې ایمان په کلي ډول سره له منځه ځي او د زړه له عمل (محبت او انقیاد) پرته تصدیق ګټه نه لري، لکه؛ څنګه چې د پیغمبرانو پر رېښتینولي باندې د ابلیس تصدیق هغه ته کومه ګټه ونکړه او نه یې هم فرعون او د هغه قوم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې یهودو او مشرکینو ته چې په ښکار او پټه یې دا باور و، چې پیغمبر درواغجن نه دی، خو بیا یې هم پیروي نه کوله او ایمان یې نه راوړ.
«د امام ابوحنيفه رحمه الله او د اهل سنّت د نورو ائمّه وو ترمنځ چې د ایمان د مفهوم او مانا په اړه کوم اختلاف دی، هغه یواځې شکلي او ظاهري دی؛ ځکه د اندامونو کړنې د زړه د ایمان لازمه پایله، یا ان د ایمان یوه برخه بلل کېږي. ټول په دې یوه خوله دي چې د سترې ګناه مرتکب د ایمان له دایرې نه وځي؛ بلکې د الله تعالیٰ د مشیئت تر واک لاندې وي: که وغواړي عذاب ورکوي او که وغواړي بښنه ورته کوي. نو دا اختلاف صرف لفظي دی او د اعتقاد فساد نه رامنځته کوي. هغه علما چې د لمانځه پرېښوونکی کافر ګڼي، دې اصل ته یې نور اضافي دلایل ور زیات کړې دي؛ کنه رسول اکرم ﷺ د زناکار، غله، شراب‌خور او چپاولګر څخه د ایمان نفې کړې، خو د ټولو علماوو په اتفاق دا خبره د ایمان بشپړ زوال نه راولي. د اهل السنّت ترمنځ په دې کې هم هېڅ اختلاف نشته چې الله تعالیٰ له بندګانو “قول” او “عمل” دواړه غواړي؛ او له “قول” نه مطلب د زړه تصدیق او د ژبې اقرار دی.
د اهل السنتو د جمهورو دلایل
له قرانکریم څخه ایتونه

 

خدای تعالی فرمايي: ” أُوْلَٰٓئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ ٱلۡإِيمَٰنَ ” دا هغه كسان دي چي الله تعالی یې په زړونو كښي ايمان ثبت کړی دى.
رب تعالي په بل ځای کې فرمايي: ” وَقَلۡبُهُۥ مُطۡمَئِنُّۢ بِٱلۡإِيمَٰنِ” او زړه یې پر ايمان ډاډه.
الله تعالي بيا فرمايي: “وَلَمَّا يَدۡخُلِ ٱلۡإِيمَٰنُ فِي قُلُوبِكُمۡۖ ” ايمان لا تر اوسه ستاسي په زړونو کښي داخل شوى ندئ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: “اللهم ثبت قلبي علی دینک” اې زما ربه! زما زړه پر دین ثابت کړه.
قال النبي صلی الله علیه وسلم: لأسامة رضی الله عنه حین قتل من قال: “لا إله إلا الله: هلا شققت قلبه” – پیغمبر صلی الله علیه وسلم اسامه رضي الله عنه ته، کله چې هغه، هغه کس وژلی وو، چې د لا اله الا الله کلمه یې ویلي وه، وویل: آیا تا د هغه زړه څېرلی و، چې پوه شوې څه نیت یې لرل.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه| وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version