قرآن کریم نه یوازې د انسانانو د هدایت لپاره یو الهي کتاب دی، بلکې د بشر د تاریخ له تر ټولو سترو معجزو څخه هم شمېرل کېږي. له نازلېدلو وروسته یې بیا تر ننه، متفکرانو، متکلمانو، ادیبانو او د بېلابېلو علومو پوهانو د قرآن پر بېلابېلو اعجازي اړخونو غور کړی دی. د قرآن له حیرانوونکو ځانګړتیاوو څخه یوه دا ده، چې د اعجاز ډولونه یې ډېر او مختلف دي؛ داسې چې په هر پېر کې یې د اعجاز یوه ځانګړې بڼه راڅرګندېږي او په وروستیو دورو کې لا ډېر اعجازونه کشف او پېژندل شوې دي.
دلته به یوازې د ډېرو مشهورو اعجازونو له ډلې د څلوېښتو هغو لیست راوړو، چې د هر یوه شرحه به یې په راتلونکو څپرکیو کې وشي. ان شاء الله
بیاني اعجاز بل(اغت، فصاحت او بې مثاله سبک)
لفظي اعجاز (د کلماتو ځانګړی ترتیب او موزون نظم)
نحوي اعجاز (د عربي ژبې ځانګړی ترکیب او خاصه ځانګړنه)
ادبي اعجاز ( استعارې، تشبیهې او سجعې)
علمي اعجاز ( د عصر له طبیعي او حیاتي علومو سره یې توافق)