لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه
نهمه برخه
د سیک مذهب سپڅلي متنونه
ټول مذهبونه هغه که الهي دي او یا هم غیر الهي ځانګړی کتاب لري، چې پیروان یې پرې منګولې لګوي او له لارې یې د خپل مذهب ساتنه کوي او احکامو ته یې ژمن وي.
د سیک مذهب هم لکه نور ادیان ځانګړي سپېڅلي متون لري، چې د خپلو پیروانو لپاره یې وړاندې کړي. په دې متونو کې شعرونه، بیتونه او د دې مذهب ځانګړې ښوونې شاملې دي.
سیکان دوه مقدس کتابونه لري، چې یو یې -ادي ګرانت- او بل یې – دسم ګرانت – نومیږي.
-
ادي ګرانت
دا کتاب د سیک مذهب تر ټولو مهم سپېڅلی متن دی او معنی یې – ستر کتاب – راځي، چې بل نوم یې ګورو ګرانت صاحب ( د ګورو محترم کتاب) دی او دا عنوان یې هغه وخت واخېست چې د دې ډلې وروستي ګورو یاد کتاب خپل ځایناستی اعلان کړ او رایج شو[1].
دا کتاب په ۱۶۰۴ م. کال کې د دې ډلې د پنځم ګورو له لوري راټول شو، چې پکې د ګورو نانک او د سیکانو د نورو مهمو لارښوونکو ویناوې راټولې او تألیف شو. وروسته د دې ډلې نهم او لسم ګورو هم ځینې لنډې ټوټې ور اضافه کړې.
ادي ګرانت په منظوم ډول ۲۹۵۰۰ بیتونه لري، چې ۵۸۹۴ ټوټې یا شبدونه یې د اوه دېرش تنو اثار دي، چې په دې کې د سیک مذهب د لسو ګورو-ګانو له ډلې د اوو تنو او نور د دوی د نورو مهمو باطني او متفکرو افرادو لکه؛ کبیر، فرید او راما غوندې کسانو اثار دي.
د ادي ګرانت هغه برخې چې له سیکانو پرته نورو خلکو، هندوانو او یا هم مسلمانانو پنځولي چې – بکت باني یا حکیمانه خبرې – یې بولې او له دې ورهاخوا د دوی د ګورو -ګانو نغمې دي، چې ګورباني ( د ګورو خبرې ) یې بولي.
بکت باني برخه تر ګورباني برخې وروسته راغلې، چې ۹۳۸ سرودې لري او د ادي ګرانت شپږمه برخه جوړوي. د ادي ګرانت د هر یوه نغمو ویونکې د نغمو شمېر متفاوت دی، مثلا: ګورو نانک ۹۷۴ ټوټې، ګورو ارجن ۲۲۱۸ ټوټې، کبیر داري ۵۴۱ ټوټې او فرید بیا ۱۱۶ ټوټې نغمې پکې ویلي[2].
ادي ګرانت کتاب کې له شپږو اصلي ژبو؛ پنجابي، ملتاني، فارسي، پراکرېټي، هندي او مارهاټي ژبو استفاده شوې او تر څنګ یې ځینې نورې سیمه ییزې ژبې هم استعمال شوې دي.
په همدې اساس د سیک دین د پیروانو سپېڅلی کتاب د ژبنۍ رنګارنګۍ له امله د نورو ډېرو دینونو په نسبت دا ځانګړنه لري، ځکه د ډېرو دینونو کتابونه معمولا یوازې په یوې یا دوو ژبو لیکل شوې دي.
د ادي ګرانت کتاب متن له ډېر سختو متنونو څخه شمېرل کیږي او ډېر لږ خلک دي، چې کولای شي ویې لولي او مفهوم ترې واخلي. د وروستي ځل لپاره انګلیسي ته د ژباړونکي په وینا؛ په نړۍ کې لس نفره هم نشي پیدا کېدای، چې د دې وړتیا ولري، تر څو د دې کتاب اصلي متن په سم ډول ولولي او درک یې کړي[3].
نو په همدې اساس ادي ګرانت د نړۍ د سختو متونو څخه شمېرل کیږي او څوک چې د دې کتاب د لوستلو اراده لري، نو اړ دی، چې د دې مذهب یوه لوستي کس ته مراجعه وکړي.
د دې کتاب تعظیم او احترام
د سیک مذهب پلویان د « ادي ګرنت» کتاب ته ځانګړی درناوی لري؛ هغسې یې درناوی او تکریم کوي، چې آن د بتپرستۍ یوې بڼې ته ورته ښکاري. هغوی د دې کتاب پاک ساتلو او ساتنې ته ډېر اهمیت ورکوي؛ هر سهار یې په یوه نازک او قیمتي ټوکر کې نغاړي او له ځانګړي درناوي سره یې پر یو ټیټ تخت کښېږدي، چې د قیمتي ګاڼو لرونکي چتر پرې سیوری کړی وي[4].
ماښام مهال بیا دا کتاب د استراحت لپاره، د دوی په باور په یوه سپېڅلي خونې کې په یو طلایي کټ کې ږدي او دغه خونه د ډول، ډول قلفونو او تړلو وسایلو له لارې له هر ډول دنیوي لاسرسي خوندي شوې وي.
د سیک دین پیروان دې کتاب ته مطلق اعتبار ورکوي، سره له دې چې په علمي ډول یې هېر کړی دی. اوس مهال نوي سلنه سیکان د دې کتاب له محتوا څخه خبر نه دي.
خو له دې سره، سره بیا هم په امرتېسر د سیکانو په اصلي معبد کې چې، له انځورونو او مجسمو څخه خالي دی او په کلي ډول د یوه خدای عبادت ته وقف شوی، بیا هم دا باور شته چې په دې سپېڅلي کتاب کې د نه لیدل کېدونکي خدای یوه لیدل کېدونکې ننداره شته، په اصل کې ادي ګرانت د دې معبد اصلي خدای دی او داسې چلن ورسره کیږي، چې ګواکې یوه ذاتي او شعوري الهي هستي وي[5].
په ورته ډول لکه، څنګه چې د سیک مذهب پیروانو ګورو نانک د خدای تر کچې لوړ کړی او افراط یې پکې کړی، د خپل سپېڅلي کتاب په برخه کې هم په همدې افراط مبتلا دي، داسې چې آن لکه بوت یې داسې لمانځي.
سوامي دیانند ساراسوتي، چې د هندوانو د دین یو وتلی مصلح او د آریا سماج د فرقې بنسټایښودونکی و ــ هغه فرقه چې د نولسمې پېړۍ د دیني اصلاح له تر ټولو مشهورو خوځښتونو څخه ګڼل کېږي ــ په ځانګړي ډول د سیکانو پر هغه پوښتنه سخت انتقاد کوي، چې وايي: «ولې د داسې چا عبادت وشي، چې زېږي او مري؟ یواځې د هغه واحد خدای عبادت وکړه، چې سمندرونه او ځمکه یې رانغاړلې ده.» او زیاتوي؛
سره له دې چې سیکان بوت پرستي نه کوي، خو بیا هم خپل ګرانت کتاب له بوت څخه ډېر نمانځي، ایا دا کړنه یې بوت پرستي نه ده؟ د بت پرستي مفهوم همدا د هر مادي شي په وړاندې تعظیم او هغه ته تضرع کول دي.
دوی په حقیقت کې هغه کار ترسره کوي، چې نور بت نمانځونکي یې ترسره کوي او له خپلې بت پرستۍ څخه زیاته ګټه ترلاسه کوي. لکه څنګه چې بوت پرستان خپل بوتان ګڼو خلکو ته ور وړاندې کوي او بیا ورته ترې ډالۍ غواړي، د نانک د مذهب پیروان هم د ګرانت نمانځنه کوي او د دې دین له پیروانو څخه ورته ډالۍ مني[6].
د ادي ګرانت لوستل
د ادي ګرانت یوه بله نسخه هم شته، چې په معبد کې د لوستنې لپاره ځانګړې شوې ده او ټوله شپه او ورځ د معبد د ځانګړو لوستونکو له لورې په نوبت سره لوستل کیږي[7].
ادي ګرانت معمولا له یوه ډول موسیقي سره ګډ ویل کیږي او په ودونو، غمرازیو او نورو مراسمو کې یې هم لوستل معمول دي. سیکان په دودیز ډول د نېکمرغۍ او خیر ښېګڼې لپاره د «آدي ګرنت» له لارې فال اچوي او استخاره کوي[8].
د ادي ګرانت د لوستلو لپاره ځینې ځانګړې اداب هم شته؛
ګورو ګرانت یا ادي ګرانت باید تل په یوه لوړ ځای، چې تخت یې بولي اېښی وي، سیکان مکلف دي، چې د ګورو ګرانت په وړاندې سر پټ کړي او بوټونه یې وباسي او تر کومه چې لمس کیږي، باید غسل ورته وکړي او لاسونه ووینځي. ادي ګرانت ډېری وخت په ګډه هم لوستل کیږي او ټول سیکان مؤظف دي، چې پر ځمکې کېني او د ادي ګرانت د احترام لپاره په ملا کړوپ شي.
د امرتېسر په طلايي معبد کې هره ورځ ګرو ګرانت صاحب هر ورځ په ځانګړو تشریفاتو باندې راوړل کیږي او د شپې مخصوص ځای ته د خوب لپاره وړل کیږي[9].
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] دبلیو اوون کول و پیارا سینگ سامبی، سیکها، فیروز فیروزنیا ژباړه ، ص ۱۳۱.
[2] فرید هلم هاردی، ترجمه: عبدالرحیم گواهی، آسیايي دینونه، ص ۱۳۴-۱۳۵.
[3] رابرټ، هیوم، د نړۍ ژوندي دینونه، د عبدالرحیم ګواهي (دري) ژباړه مخ ۱۶۱
[4] ویلیامز مونیر، براهمایزم او هندوېزم یا په هند کې دیني او د ژوند تفکر مخ ۱۷۷
[5] مخکینی ماخذ
[6] رابرټ، هیوم، د نړۍ ژوندي دینونه، د عبدالرحیم ګواهي (دري) ژباړه مخ ۱۶۲
[7]مخکینی مأخذ
[8] فیاض قراپي، هندي دینونه ، ۴۶۹ مخ
[9] ویکي پېډیا