لیکوال: ابوعایشه

کرامیه «ډله» فرقه

پنځمه برخه

تر بحث مخکې؛
یو بحث چې په اړه یې علماؤ له پخوا څخه مختلفې نظریې او اقوال وړاندې کړي دي، د ایمان مسأله ده، که څه هم د ایمان په اړه د اهل السنت او جماعت د علماؤ اقوال او لیدلوري ظاهرا سره متفاوت دي، خو د څېړونکو له څېړنو او غور وروسته ښکاره شوې، چې د ټولو لیدلوریو او اقوالو پایله په اخر کې یوه راځي.
البته، په دې مینځ کې داسې ډلې شته، چې په پوره ډول یې جلا لارې انتخاب کړي دي او له آیاتونو او احادیثو څخه یې له خپل برداشت سره سم، لاره وهلې. دلته موږ په دې اړه بحث کوو، چې د ایمان په اړه د کرامیې ډلې لیدلوری څه دی؟ خو تر هغې مخکې غوره ده، چې په خپله د ایمان په اړه خبرې وکړو او په عربي ژبه کې یې د معنا پلټنه وکړو.
د ایمان تعریف:
د ایمان کلمې په څېړلو سره دې پایلې ته رسیږو، چې معنی یې(امانت او تصدیق) دی او مصدر یې (ایمانا) راځي، چې د افعال باب دی او د فاعل بڼه یې (مؤمن) د میم په زېر سره راځي او مفعول یې بیا د میم په زور (موَمن) راځي.
ابن فارس رحمه الله وايي: -أمن – همزه، میم او نون په لغوې بڼې سره نږدې معناوې لري.
لومړۍ معنی یې؛ امانت چې د خیانت ضد او مفهوم یې قلبي سکون کیږي او دوهمه معنی یې بیا؛ تصدیق ده، چې دواړه معناګانې یو بل ته نږدې دي[1].
خلیل بن احمد فراهیدي رحمه الله وايي؛ ” الأمنة له امن څخه اخېستل شوې، چې امان هم د امنیت ورکولو معنا لري او د خیانت ضد ده[2].”
زهري رحمه الله وايي؛ د لغت علم پوهان او نور علماء په دې اتفاق لري، چې ایمان په لغوي معنی سره تصدیق راځي. خدای تعالی فرمايي: “قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ”[3] – ځینې صحرا میشتو وویل؛ ایمان مو راوړی، ورته ووایه، چې ایمان مو نه دی راوړی، بلکه ودې وايي، چې اسلام مو راوړی او تر اوسه یې په زړونو کې ایمان نه دی دننه شوی[4].
د لغت د علم ستر عالم نضر بن شمیل رحمه الله وايي: خلیل ته وویل شول، چې ایمان څه ته وايي؟ وې ویل؛ ارامښت او اطمنان ته وايي[5].
زجاج رحمه الله هم ایمان داسې تعریف کړی دی: ایمان د عاجزي څرګندولو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د شریعت منلو او په اړه یې معتقد والي او د زړه تصدیق لرلو ته وايي[6].
خو شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله دا غوره ګڼلې چې د «ایمان» لپاره تر ټولو غوره مترادف لغت «اقرار» دی، ځکه دا کلمه دوه شیان په ځان کې رانغاړي: د زړه تصدیق (باوري کول) او د زړه انقیاد (تابعداري). هغه وایي: « د ایمان کلمې تفسیر – د اقرار – پر کلمې د تصدیق تر کلمې ډېر نږدې تفسیر دی. په تېره بیا چې د ‘ایمان’ او ‘تصدیق’ ترمنځ د معنا له پلوه ځینې توپیرونه هم شته».
ابن تیمیه خپل نظر داسې شرحه کوي: د ایمان کلمه له «أمن» څخه اخیستل شوې ده، چې معنا یې سکون او آرامښت دی. همداراز د «اقرار» کلمه هم له «قرّ – یقرّ» څخه اخیستل شوې، چې له «أمن – یأمن» سره نژدې معنا لري. یعنې مؤمن انسان د امن او سکون په حالت کې داخل شوی وي، لکه څرنګه چې مقر (یعنې هغه څوک چې اقرار کوي) د خپل اقرار په حالت کې داخل شوی وي.
د «اقرار» کلمه یو بل مهم بُعد هم لري او هغه دا دی چې دا کلمه د التزام (ژمنتیا) معنا هم لري. دا التزام له دوو اړخونو د غور وړ دی:
  1. لومړی دا چې «اقرار» د یو شي د بیان او خبر ورکولو معنا لري، له دې پلوه دا د «تصدیق» او «شهادت» (ګواهۍ) په معنا دی او همدا هغه معنا ده چې فقهاء یې د اقرار په بابونو کې (د قضاوتو او محکمو په مسئلو کې) کاروي.
  2. بله معنی یې؛ د یو څه په اړه  د التزام او پابندۍ ایجاد دی؛ لکه د الله تعالی دا قول: “أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُوا أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ”[7] – ویې فرمایل، ایا اقرار مو وکړ او په دې اړه مو زما تړون ومانه؟ ویې ویل: هو اقرار مو وکړ، ویې ویل: نو ګواه اوسئ او زه له تاسو سره له شاهدانو څخه یم.
او وايي: دا څرګنده ده، چې ایمان هماغه اقرار دی، نه یوازې بسیط تصدیق او د اقرار بیا دوه څیزه په ځان کې را نغاړي، د قلب خبره، چې هماغه تصدیق دی او د زړه عمل چې انقیاد او اطاعت دی[8].
د ایمان په اړه د کرامیه ډلې باور
کرامیه ډله باور لري، چې ایمان یوازې د ژبې اقرار دی او بس، تر دې چې که په ژبه اقرار وکړي او په باطن کې کافر هم وي، واقعي او حقیقي مؤمن ګڼل کیږي او له تلپاتي جهنم څخه د نجات مستحق ګرځي. که یې چېرته ایمان پټ وساته او اظهار یې نه کړه، یاد فرد مؤمن نه دی، خو جنت ته به ځي[9].
کرامیه ډله پرې باورمنه ده، چې له زړه او بدن پرته یوازې په ژبه محض اقرار ایمان دی او منافقین په دنیا کې حقیقي مؤمنان ګڼي، خو په اخرت کې به د ابد لپاره د جهنم په اور کې پاته کیږي[10].
د کرامیه فرقې له بدعتونو څخه یو دا هم دی چې د ایمان په اړه دا خبره کوي:
ایمان یوازې قول (وینا) ده، خو دا قول نه چې انسان یې په ژبه وايي، لکه «لا إله إلا الله»، بلکې دوی وایي هغه وینا ایمان ده چې د آدم ع. اولادونو د “الست” په ورځ وویله، یعنې هغه مهال چې خدای تعالی د ادم علیه السلام له اولادې څخه ژمنه واخیسته او ویې فرمایل: وَإِذۡ أَخَذَ رَبُّكَ مِنۢ بَنِيٓ ءَادَمَ مِن ظُهُورِهِمۡ ذُرِّيَّتَهُمۡ وَأَشۡهَدَهُمۡ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ أَلَسۡتُ بِرَبِّكُمۡۖ قَالُواْ بَلَىٰ شَهِدۡنَآۚ أَن تَقُولُواْ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ إِنَّا كُنَّا عَنۡ هَٰذَا غَٰفِلِينَ[11]
او [اې پېغمبره (ص)!] خلكو ته هغه وخت ور په زړه کړه چې ستا رب د بنيادمانو له شاګانو څخه د هغوى ځوځات رايستلى ؤ. او هغوى یې په خپله پر هغوى شاهدان ګرځولي ول. او پوښتنه یې ورڅخه کړي وه: “ايا زه ستاسي خداى نه يم؟” – هغوى وويل: “هرو مرو همدا ته زموږ رب یې، موږ پر دې باندي شاهدي وايوو.” – دا موږ ددې لپاره وکړل چي تاسي د قيامت په ورځ دا ونه وایاست چي: “موږ له دې خبري ناخبره وو.”
دوی وایي: هماغه وینا چې اولاد د آدم د “الست” په ورځ وکړه، تل پاتې ده، حکم یې نه باطلېږي، خو که څوک ترې واوړي، نو بیا یې حکم هم ساقطېږي.
په همدې بنسټ، دوی دا هم وایي: که یو زندیق یا منافق، «لا إله إلا الله» په ژبه ووایي، که څه هم په زړه کې یې نفاق یا زندقیت وي، نو هغه یو حقیقي مؤمن دی او ان ایمان یې د انبیاوو او پېغمبرانو د ایمان په کچه دی!
همداشان دوی ان په دې باور دي او وايي، هغه منافقین چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې وو، ایمان یې د جبرائیل، میکائیل، ټولو پیغمبرانو او اولیاؤ په شان و![12]
کرامیه ډله پر دې باور ده،چې ایمان یوازې په ژبه اقراد او څوک چې په ژبه اقرار وکړي، نو کامل او واقعي مؤمن ورته ویل کیږي.
د کرامیه فرقې عقیده دا ده چې ایمان یو واحد شی دی او په هغه کې هېڅ ډول تعدد نشته او هغه هم یوازې د ژبې اقرار دی.
د کرامیه ډلې په اړه تقریبا اکثریت کتابونو همدا نظر ذکر کړی دی او له دوی څخه د ایمان په اړه داسې روایت شوی؛
ایمان یواځې خالص اقرار دی او د دې لپاره د معرفت (پېژندنې) او تصدیق (باور) شتون هېڅ اړین شروط نه دي[13].
دوی دا پتېیلې چې؛ که یو څوک په زړه کې د کفر عقیده ولري، خو په ژبه د خالق او رب، آسماني کتابونو، پیغمبرانو او د ایمان په ټولو ارکانو (اصولو) اقرار وکړي، نو یوازې د همدې ژبني اقرار له امله، هغه یو ریښتینی مؤمن دی. بلکې دا هم وایي چې منافقین چې د رسول الله ﷺ په زمانه کې موجود وو، حقیقي مؤمنین وو[14]!
د کرامیه ډلې دلایل:
کرامیې ډلې د دې حدیث پر ظاهر استدلال کړی ” من قال لا اله الا الله, دخل الجنة.[15]” چې چا هم د – لا اله الا الله – کلمه وویله، نو جنت ته به داخل شي. په ورته ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث – «أمرت أن أقاتل الناس حتی یقولوا لا إله إلا الله[16]”  ماته امر شوی، تر هغو له خلکو سره وجنګېږم، ترڅو یې چې د لا اله الا الله کلمه ووايي.
پر دې احادیثو باندې د کرامیه و د استدلال په وړاندې ځواب
د اهل سنت والجماعت علماء —هغه که محدثین دي، فقهاء دي او که ټول، پر دې اتفاق لري چې:
پر اسلام کلک او بې‌شکه باور درلودل او له شک او شبهو لیرې اوسېدل، د ایمان لپاره ضروري او لازمي شرط دی.
د صحیح مسلم شارح، علامه نووي رحمه الله لیکي:
«اهل سنت والجماعت، که هغه محدثین، فقها او یا متکلمین وي، په دې خبره یوه خوله دي: هغه وخت یو چا ته کېدلای شي، مؤمن وویل شي، چې هغه د قبلې اهل دی او د جهنم په اور کې د تل لپاره نه پاته کیږي، څوک چې له زړه څخه پر اسلام باندې ټینګ باور او عقیده ولري او هېڅ ډول شک او شبهه پکې نه وي او شهادتین تلفظ کړي. .
که یو څوک یوازې له دې دوو شرطونو څخه یو ادا کړي، یعنې یا په زړه باور ولري، خو په ژبه یې ونه وايي، یا بالعکس، نو هغه د قبلې له اهل څخه نه شمېرل کېږي،
مګر په یوه حالت کې: که هغه کس د ژبې د ستونزې، مرګ یا کوم بل مشروع عذر له امله د شهادتینو له ویلو څخه عاجز وي، نو په داسې حالت کې به هغه ته مؤمن ویل کېږي[17]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

[1] ابن فارس، احمد ابن فارس، معجم مقاییس اللغة، جلد: 1، ص: 133.

[2] فراهیدی، خلیل بن أحمد، کتاب العین، باب النون و المیم و… جلد: 8، ص: 388.

[3] . سورۀ حجرات، آیه: 14.

[4] تهذیب اللغة، باب النون والمیم، جلد: 15، ص: 368.

[5] مخکینی مأخذ ۳۷۰ مخ

[6] ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، باب أمن، ج: 13، ص: 21.

[7] . سوره آل عمران آیه: 81.

[8] العتیبي ، دکتور سعد، معاصرې واقع ته د ارجاء او سرایت پدېدې مفهوم، مخ – ۹ – ۱۰، بېتا، د اسلامي مطالعاتو مرکز.

[9] نیسابوری الشافعی، ابو سعید عبد الرحمن، الغنیة  في أصول الدین، تحقیق: عماد الدین أحمد حیدر، 1406 هـ. ق/ 1987 م، ص 173.

[10] . مکی، د. أبو زید بن محمد، مقالات فرقة الکرامیة  (عرض ونقد)، بی‌تا، ص 338.

[11] سورۀ اعراف، آیۀ 172.

[12] الإسفرایینی، الإمام الکبیر أبی المظفر، التبصیر في الدین وتمییز الفرقة الناجیة عن الفرق الهالکین، تحقیق: کمال یوسف الحوت، 1403 هـ. ق/ /1983 م، ص 115- 116.

[13] الجعیدی، د. شلبی إبراهیم، الکرامیة  في خراسان من القرن الثالث إلی السادس الهجری، مجلة کلیة الآداب، العدد الخمسون- ینایر 2012 م، ص 336.

[14] . الغامدی، د. أحمد بن عطیة، الإیمان بین السلف والمتکلمین، 1423 هـ/ 2002 م، ص 112.

[15] المعجم الکبیر للطبرانی، باب 2، ج 6، ص 150، رقم الحدیث: 6223.

[16] . صحیح البخاری، باب دعاء النبی صلی الله علیه و سلم الناس، ج 4، ص 48، رقم الحدیث: 2946.

[17] نووی، یحیی بن شرف، شرح النووی علی صحیح مسلم (المنهاج شرح صحیح مسلم بن الحجاج)، 1392هـ. ق باب بیان الإیمان والإسلام ووجوب…، ج 1، ص 149.

Leave A Reply

Exit mobile version