سریزه:
کرامیه فرقه د اسلامي امت په تاریخ کې له هغو فرقو څخه ګڼل کېږي چې ډېر نفوذ یې درلود. یاده فرقه تر ډېره په خراسان کې فعاله وه او نیشاپور ښار په هغه زمانه کې د کرامیه په څېر د مذهبي فرقو له مهمو مرکزونو څخه بلل کېده.
د دې فرقې مشران او عالمان د ځانګړو طریقو او ځانګړو عقیدتي او رفتاري ځانګړتیاوو لکه د زهد او د ایمان په اړه د دوی د ځانګړي تفسیر له لارې وتوانېدل چې ګڼ شمېر عام وګړي، آن د وخت ځیني حکام هم ځان ته راجذب کړي.
دوی له همدې لارې وتوانېدل چې د خراسان، په ځانګړي ډول د نیشاپور په فرهنګي او ټولنیزو بدلونونو ژور او محسوس اغېز پرېږدي.
کرامیه فرقې د څلورمې هجري پېړۍ پر مهال په خراسان کې د خپلو زاهدانه تعلیماتو له امله لوړ مقام درلود او ګڼ شمېر پلویان یې پیدا کړل. کله چې غزنویان په خراسان کې واک ته ورسیدل او د خپلې واکمنۍ بنسټونه یې ټينګ کړل، نو د دې فرقې له مشرانو سره یې اړیکې جوړې کړې؛ ځکه چې غزنوي ترکان د کرامیه فرقې له لارې له اسلام سره آشنا شوې وو. غزنویانو په خراسان کې له کرامیه فرقې څخه ملاتړ وکړ. کرامیه فرقه د دوی تر ملاتړ لاندې، د ځينو خاصو تکتیکونو په وسیله وتوانېده چې د ډېرو خلکو زړونو ته لاره ومومي او ځان ته یې مایل کړي. که څه هم د دوی تبليغات ریاکارانه او پر دروغو ولاړ وو، خو له دې امله چې عام خلک بېسواد او له علم څخه بېبرخې وو، ډېر ژر د دوی په ظاهري زهد او پارسایي وغولېدل او د دوی باورونه یې ومنل.
د دې فرقې د عقایدو او حالاتو د څېړلو له لارې څرګندیږي چې دا فرقه هم د ځینو نورو فرقو په څېر منحرفه او ګمراه فرقه ده، له قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره فاصله لري.
د دې فرقې د ظهور او پراختیا بنسټ پر دروغو، جعل او فریب ولاړ و.
د دا ډول کسانو او فرقو څېړنه له دې پلوه ډېره مهمه او حیاتي ده چې راتلونکي نسلونه د دا ډول شُبهاتو ښکار نه شي او د دوی پر غولوونکي عقایدو دوکه نه شي.
نن سبا چې په هره برخه کې تبلیغات پراخ شوي، دا څېړنه په همدې موخه ترسره شوې چې د دې فرقې له پټې، مبهمې او غولوونکي څېرې پرده پورته کړي.