لیکوال: ابوعایشه

نشنلیزم

دېرشمه برخه

تعصب، د اسلام له نظره؛
ملتپالنه او نېشنلېزم د اسلامي اخوت او یووالي سره نه جوړېدونکي مصطلحات دي، ځکه  اسلام دیني تړاو ته،  د وینې په تړاو، کورنیو او هېوادنیو اړیکو په پرتله ترجیح ورکړې او د لوړتیا معیار یې تقوا او فضلیت ګرځولی.
په اسلامي لارښوونو کې هېڅوک هم د قوم، قبیلې، ژبې، نژاد او یا وطن پر اساس لوړ نه دي ګڼل شوي او دا ځانګړې یوازې د انسانانو ترمنځ د متقابل پېژند لپاره اېښودل شوې دي، قرانکریم دا موضوع په ډېر ښه ډول بیان کړې ده او د ډلو، ژبو او نورو انساني توپیرونو شتون یې واضح کړی دی.
اسلام په ډېر صراحت سره تعصب باطل اعلان کړی او هر ډول ژبنی، قومي او قبیلوي تعصب یې منعه کړی دی، په اسلام کې د خدای تعالی پر وړاندې لوړتیا یوازې په تقوا ده، د دې بحث په دوام کې ځینو ایاتونو او احادیثو ته اشاره کوو، چې تعصب یې منعه کړی دی؛

الف: قراني ایتونه                                                                                                                                  

  1. خدای تعالی فرمايي: يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقۡنَٰكُم مِّن ذَكَرٖ وَأُنثَىٰ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ شُعُوبٗا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْۚ إِنَّ أَكۡرَمَكُمۡ عِندَ ٱللَّهِ أَتۡقَىٰكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٞ [1]– اې خلكو! موږ تاسو له يوه نارينه او يوې ښځې څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسو قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو چې تاسو يو او بل سره وپيژنئ. په حقيقت کې د الله په وړاندې ستاسو څخه تر ټولو زيات عزتمن هغه څوك دى چې په تاسو کې تر ټولو زيات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونكى او باخبره دى.
  2. قال الله تعالی: قُلۡ إِن كَانَ ءَابَآؤُكُمۡ وَأَبۡنَآؤُكُمۡ وَإِخۡوَٰنُكُمۡ وَأَزۡوَٰجُكُمۡ وَعَشِيرَتُكُمۡ وَأَمۡوَٰلٌ ٱقۡتَرَفۡتُمُوهَا وَتِجَٰرَةٞ تَخۡشَوۡنَ كَسَادَهَا وَمَسَٰكِنُ تَرۡضَوۡنَهَآ أَحَبَّ إِلَيۡكُم مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَجِهَادٖ فِي سَبِيلِهِۦ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّىٰ يَأۡتِيَ ٱللَّهُ بِأَمۡرِهِۦۗ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡفَٰسِقِينَ [2]– [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: «كه ستاسو پلرونه، ستاسو زامن، ستاسو وروڼه، ستاسو ميرمنې، ستاسو خپل خپلوان، ستاسو هغه مالونه چې ګټلي مو دي، ستاسو هغه تجارت چې د هغه په ورانېدو اندېښمن کېږئ او ستاسو د خوښې كورونه؛ تاسو ته له الله او د هغه له پېغمبر او د هغه په لار کې له جهاد څخه ګران وي، نو انتظار وباسئ تر دې پورې چې الله خپله فېصله ستاسو مخي ته راولي او الله فاسقانو ته لارښوونه نه كوي.»
دا ایت په څرګند ډول هغه قومي او قبیلوي اړیکې چې له ایمان او عقیدې لوړې وي، منعه کوي.
  1. بیا خدای تعالی فرمايي: وَٱعۡتَصِمُواْ بِحَبۡلِ ٱللَّهِ جَمِيعٗا وَلَا تَفَرَّقُواْۚ [3]– ټول يو ځاى شئ، د الله رسۍ كلكه ونيسئ او تيت و پرك کېږئ مه!
دا ایت بنده ګان یووالي او له تفرقې څخه ځان ساتنې ته را بولي، ځکه پاشلتیا د اسلامي امت د ضعف او ماتې سبب ګرځي.
  1. إِنَّ هَٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ وَأَنَا۠ رَبُّكُمۡ فَٱعۡبُدُونِ [4] -دغه ستاسو اُمت په حقيقت کې ايكي يو اُمت دى او زه ستاسو رب يم، نو تاسو زما عبادت وکړئ؛
واحد امت له مسلمانانو څخه غواړي، چې تل د یووالي د ساتلو لپاره هڅه وکړي او له هغو لاملونو څخه لیرې شي، چې د تفرقې سبب ګرځي.
ب: نبوي احادیث
  1. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: «یَا أَیُّهَا النَّاسُ، أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِیٍّ عَلَىٰ عَجَمِیٍّ، وَلَا لِعَجَمِیٍّ عَلَىٰ عَرَبِیٍّ، وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَىٰ أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَىٰ أَحْمَرَ، إِلَّا بِالتَّقْوَىٰ.»[5] – اې خلکو پوه شئ! ستاسو رب یو دی او ستاسو پلار (حضرت ادم علیه والسلام) هم یو دی. هېڅ عرب په غیر عرب او هېڅ غیر عرب په عرب او هېڅ سور پوستی په تور پوستي او هېڅ تور پوست په سور پوستي لوړتیا نه لري، خو یوازې په تقوا)
  2. په بل حدیث کې چې امام مسلم رحمه الله روایت کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«وَمَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَایَةٍ عِمِیَّةٍ یَغْضَبُ لِعَصَبَةٍ، أَوْ یَدْعُو إِلَىٰ عَصَبَةٍ، أَوْ یَنْصُرُ عَصَبَةً فَقُتِلَ، فَقَتْلَةٌ جَاهِلِیَّةٌ.»[6] څوک چې تر داسې یوې جنډۍ لاندې وجنګیږي، چې د تعصب په خاطر پورته شوی وي یا هم د تعصب لور ته دعوت وکړي او بیا په همدې حالت کې ومري نو د جاهلیت پر مرګ مړ دی.
  1. رسول الله صلی الله علیه وسلم همداشان فرمايي: «لَیْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَىٰ عَصَبِیَّةٍ، وَلَیْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَىٰ عَصَبِیَّةٍ، وَلَیْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَىٰ عَصَبِیَّةٍ.»[7]
هغه څوک زموږ څخه نه دی، چې تعصب لور ته دعوت کوي، د تعصب پر اساس جګړه کوي او یا هم په همدې تعصب حالت کې مړ شي.
په بل حدیث کې چې ابوداود روایت کړی؛ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د تعصب په اړه پوښتنه وشوه، نو ده یې په ځواب کې وویل: «أَنْ تُعِینَ قَوْمَكَ عَلَىٰ الظُّلْمِ.»[8] – دېته وايي، چې په ظلم کې د خپل قوم مرسته وکړې.)
دا ایتونه او احادیث ښيې چې، اسلام له هر ډول تعصب، قوم پرستۍ او ملتپالنې څخه منعه کړې او یادې کړنې یې رد کړې دي.
دوام لري…

[1] سورة الحجرات، آیۀ 13.

[2] سورۀ توبه، آیۀ 24.

[3] سورۀ آل عمران، آیه: 103.

[4] سورۀ انبیاء، آیه: 92.

[5]. مسند الإمام أحمد بن حنبل، تحقیق شعیب الأرنؤوط- عادل مرشد و آخرون، باب حدیث رجل من أصحاب النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم، ج 38، ص 447، شمارۀ حدیث: 23489.

[6]. صحیح مسلم، باب الأمر بلزوم الجماعة عند ظهور…، ج 3، ص 1476، شمارۀ حدیث 53.

[7]. سنن أبی داود، باب فی العصبیة، ج 4، ص 494، شمارۀ حدیث: 5123.

[8]. سنن أبی داود، باب فی العصبیة، ج 4، ص 433، شمارۀ حدیث: 5121.

Leave A Reply

Exit mobile version