لیکوال: مهاجر عزیزي

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه

لومړۍ برخه

لنډیز:
سیکیزم د نړۍ له نویو دینونو څخه شمېرل کېږي، چې د پنځلسمې میلادي پېړۍ په اوږدو کې د هند نیمه‌وچه کې د ګورو نانک له‌خوا رامنځته شوی دی. دا دین د اسلام او هندویزم د تعلیماتو تر اغېز لاندې رامنځته شوی، خو د دې دین پیروان د خپل دین پر خپلواکۍ او ځانګړتیا ټینګار کوي.
ګورو نانک د یووالي، یکتاپالنې، او د مذهبي او طبقاتي توپیرونو د ردولو په پیغام سره د دې دین بنسټ کېښود.
د سیک دین مهمې ځانګړتیاوې په فردي او ټولنیزو اخلاقو ټینګار، د سر وېښتانو نه لنډول، د نشه‌يي توکو له کارولو او دروغ ویلو څخه ډډه کول، او د صداقت او عدالت پر بنسټ د یوې سالمې ټولنې د جوړولو هڅې دي.
سیکیزم په خپلو اصولو کې د اسلام له عرفاني مفکورو او د هندویزم له مفاهیمو لکه “کرمه” او “تناسخ” څخه استفاده کړې، خو خپلو ځانګړو بڼو او تعلیماتو ته یې وده ورکړې ده.
د “سیک” کلیمه له “شاګرد” یا “مرید” څخه اخیستل شوې، او د ګورو نانک او د هغه د ځای‌ناستو د لارښوونو پیروانو ته اشاره کوي.
سیک دین د انسانانو د لارښوونې لپاره یوه نوې لار ده، چې په معاصرو دینونو کې ځانګړی مقام لري. سره له دې چې د نورو دینونو تر اغېز لاندې راغلی، خو خپل مستقل هویت یې ساتلی دی.
آر ویونه: سیک دین، ګورو نانک، نوي دینونه، تطبیقي دینپوهنه، هند کې عرفان.
سریزه:
سیک دین د نړۍ له نویو دینونو څخه شمېرل کېږي، چې نږدې پنځه پېړۍ مخکې د هند نیمه‌وچه کې د ټولنیز، کلتوري او مذهبي چاپېریال په بستر کې راڅرګند شو.
دا دین د پنځلسمې میلادي پېړۍ په اوږدو کې د ګورو نانک له‌خوا تاسیس شو، او ورو ورو یې د یوه خپلواک عقیدوي، اخلاقي او ټولنیز نظام بڼه خپله کړه.
سیکیزم له بېلابېلو اړخونو د سیمې د پخوانیو دینونو، په ځانګړې توګه د اسلام او هندویزم تر اغېز لاندې راغلی؛ تر دې چې د دې دین ډېری تعلیمات، مناسک او جوړښتونه د دغو دواړو دینونو بوی لري.
خو د سیک دین پیروان د خپل دین پر بشپړې خپلواکۍ ټینګار کوي او باور لري، چې د دوی د دین اصول او تعلیمات په مستقیم ډول د الله تعالی له‌خوا د ګورو نانک پر زړه الهام شوي دي؛ نه دا چې له پخوانیو دینونو څخه اخیستل شوي وي.
د غیرو سیک وګړو له نظره، سیکیزم ډېر ځله د اسلام او هندویزم یو ترکیب ګڼل کېږي، یا د ځینو په وینا د هندویزم یوه څانګه بلل کېږي؛ خو سیکان دا برداشت ردوي.
دوی خپل دین د انسان د لارښوونې او نجات یوه نوې او بې‌سارې لار بولي، چې د ځانګړو اخلاقي، عرفاني او معنوي تعلیماتو له امله په معاصرو دینونو کې ځانګړی ځای لري.
د سیک دین د مهمو ځانګړنو له جملې یوه دا ده، چې فردي او ټولنیزو اخلاقو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په دې دین کې ځینې کړنې لکه د وېښتانو لنډول، د نشه‌يي توکو کارول، دروغ ویل، غیبت کول، او له دیني دودونو بې‌فکره تقلید په جدي ډول منع شوي دي.
دغه اصول د یو سخت‌گیر، خو انسان‌محوره اخلاقي نظام په توګه ځان څرګندوي، چې موخه یې د نفس تزکیه او د یوې داسې ټولنې جوړول دي، چې پر صداقت، پاکۍ او عدالت ولاړه وي.
په دې مقاله کې به د کتابتوني سرچینو او نورو معتبرو منابعو په مرسته هڅه وکړو، چې د سیک دین تاریخي، عقیدوي، ټولنیز او کلتوري اړخونه وڅېړو، او د دې نسبتاً نوي دین یو بشپړ انځور وړاندې کړو.
د “سیک” د کلیمې رېښه
د “سیک” (Sikh) کلمه د “شاګرد” یا “مرید” مانا لري، چې د پنجابي ژبې د “سِکْهْنا” (sikhna) له مشتقاتو څخه ده (Chander Dotra، ۱۹۹۷، ص ۴۳۶).
دغه کلمه د دې دین په مقدس کتاب ګورو ګرنته صاحب (Guru Granth Sahib) کې هم راغلې ده. په دې کتاب کې د “سیکه” او “سیکهیا” کلیمې د “ګورو د تعلیماتو” په مانا ذکر شوي، او همداراز “ګور سیکه” او “ستګور سیکه” د “ګورو د پیرو” په مانا کارول شوي دي:
ستګور ساچي سیکه سنائي (یوازې ریښتینی ګورو د حق تعلیمات بیانوي)
سیکهیا دیکهیا بهوجن بهاوو (د الهي عشق زده کړه او وعظ زما خواړه دي)
ستګور سیکه کي کړي پرتپال (ریښتینی ګورو په خپلو پیروانو لورینه کوي) (S.G.G. Gaori Goareri، Mahla، ص ۲۲۱)
په اصطلاح کې، “سیک” هغو کسانو ته ویل کېږي، چې د دې دین د بنسټ‌ايښودونکي ګورو نانک او د هغه د ځای‌ناستو پیروان وي، او د هغوی تعلیمات او اصول یې د خپل ژوند د لارې په توګه منلي وي. نو له “سیک” موخه د دې دین پیروان، مریدان او لارویان دي.
دوام لري…
| وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version