لیکوال: م. فراهي توجګي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

دوهمه برخه

د کمونیزم د لومړنیو بنسټونو او اصولو رامنځته کېدل؛
دا چې د یادښتونو دا لړۍ تر ټولو لومړی د کمونېزم د تګلارې په اړه ده، نو لومړی به یې د نظریې په هغه برخه تمرکز وکړو، چې د نړۍ په اړه د واکمنو کمونیستانو د نظریې غوره درک راکولای شي، دا چې هغوی څنګه چلند کاوه او څرنګه یې کوښښ کاوه چې خپلې کړنې توجیه کړي.
د کمونیزم مانېفسټ ( د کمونېزم مرام نامه/ دریځ لیک)
مانیفسټ هغه لیکنو ته وايي، چې په هغو کې یوه ډله یا ګوند خپل سیاسي، ټولنیز، مذهبي، فلسفي او یا ادبي نظریات وړاندې کوي، چې په بل تعبیر کې ورته (مرام نامه یا دریځ لیک) هم ویل کیږي[1].
نوې کمونیستي تفکر د فرانسې د پاڅون/ انقلاب پر مهال رشد وکړ او اصلي مقاله یې؛ د کمونېزم مانفیسټ د کارل مارکس او فرېدرېش انګلز له لوري په ۱۸۴۸ کې نشر شوه چې عنوان یې ( د بشر د تاریخ او راتلونکي مسیر علمي تحلیل) و.
د کمونیسټ ګوند دریځ لیک د فرانسې انقلاب د یو ستر تاریخي پړاو (د عطف نقطه) وباله؛ هغه مهال چې بورژوازي (یعنې د سوداګرو هغه طبقه چې د تولید وسایلو پر کنټرول یې لاس ټینګاوه)، د فیوډالي نظام واکمن جوړښت نسکور کړ او یو نوی دور یې پیل کړ.
د پانګوالۍ د زمانې انقلاب د منځنیو پېړيو د هغې  طبقاتي مبارزې ځای ونیو، چې په هغې کې اشراف (پانګه وال) د بزګرانو او رعیت پر وړاندې ولاړ وو.
خو په نوي خوځښت کې، بورژوا  طبقې پانګه د پرولتاریا (یعنې کارګري طبقه چې خپله کاري ځواک د مزد په بدل کې پلوري) پر وړاندې مخکې کړه.
د کمونېزم په دریځ لیک/مانفیسټ او له دې وروسته په نورو اثارو کې مارکس، انګلز او پیروانو یې د پرولتاریايي نړۍوالو خوځښتونو څخه ملاتړ وکړ او دا وړاندوېینه یې کوله، چې د تاریخي مجبوریت له امله به لومړی د سوسیالېزم او بیا ورپسې د کمونېزم عصر پیلوي. دا د انساني ودې وروستۍ مرحله به د طبقاتي مبارزې پای او د تاریخ مسیر به څرګند کړي، چې ټول خلک به پکې په ټولنیزه برابرتیا، له طبقاتي توپیر او کورنيو جوړښتونو او له مذهب او مالکیت پرته ژوند کوي او دولت به هم له منځه لاړ شي.
په همدې ډول د مارکسېزم یو شعار” له هر چا څخه یې د ځواک په کچه  او هر چا ته د اړتیا په کچه”  هم دی، چې اقتصاد به پرعمل کوي.
د مارکسېزم فکري جریان په لاندې دریو بنسټونو کې را خلاصه کیږي؛
  1. د بشر د تاریخ په اړه یو عمومي لیدلوری ګڼل کیږي – د مارکسېزم فلسفه
  2. دا عمومي لیدلوری به د پانګه واله سیستم په اړه یو ځانګړی استعمال لري. – د مارکسېزم اقتصاد
  3. د ټولنیزو حتمي پېښېدونکو بدلونونو د اټکل پر اساس به دا نظام پر تضادونو د تکیې له مخې به مخته روان وي – د مارکس انقلاب[2]
نو په همدې اساس د مارکسېزم نچوړ په دې دریو اصلونو کې را غونډېدای شي؛
  • هغه منطقي نظریه، چې د دوی فکر بڼه یې جوړوله او پر بحثونو بنا وو.
  • د اقتصاد پر اساس د تاریخ شنل یا تفسیر؛ دوی اقتصاد بنسټ باله او اقتصاد یې د ټولو نورو حالتونو او وضعیت معین کوونکی فاکټور ګاڼه، دا هماغه تاریخي ماټریالېزم ( مادیت پالنه) ده. – د مارکس فلسفه.
  • په دوی کې د سوسیالېزم او اشتراکیت څخه مالامال اقتصادي نظریه مروجه ده. – د مارکس اقتصاد
ماټریالېزم یې د څلورم اصل په حیث ذکر کېدای شي، خو د مارکسېزم له اصلې اډانې څخه نه ده، نن ورځ د مارکسېزم لپاره ماټریالېزم اړین نه بلل کیږي، ځکه په اروپا کې ډېری داسې کسان را پیدا شول، چې مارکسیستان وو، خو ماټریالیسټان (د خدای او دین ضد) نه وو.
مارکسېزم؛
کوم څه چې د کلاسیک مارکسېزم په نامه یادیږي، په اصل کې تر ډېره د مارکس او د ده د همکار انګلز په نظریاتو بنا دي، خو په دې شراکت کې مارکس ډېر لاس لري، نو په همدې اساس موږ هم د مروج عرف تقلید کوو او آن د دوی ګډ اثار هم مارکسیستي بولو.
دلته به تر ډېره د مارکس په شخصیت باندې تم شو، ځکه د بل هر پوه غوندې اړینه ده، چې مارکس د زمانې او ځای په اډانه کې ووینو او د شخصیت ژورو ته یې ورسیږو. هغه په داسې وخت کې وزېږېد چې په غربي اروپا کې له له مخکې د صنعتي انقلاب او د پانګه والي د پراختیا حالت روان وو او نوموړی په اوسني المان کې البته چې د ځوانۍ ډېر وخت یې په اروپا کې تېر کړی. په همدې وخت کې د فرانسې د ۱۷۸۹م. کال د خوځښت پایلې لا هم په ټوله اروپا کې احساسېدلې او په ورته وخت کې د نوموړي په ژوند کې څو نورې انقلابې مرحلې هم تېرې شوې وي، په ځانګړي ډول د ۱۸۳۰، ۱۸۴۹، ۱۸۴۸ او ۱۸۷۱ کال انقلابي څپو مارکس مینوال کړی وو او باور یې درلود چې له لارې د تاریخي پراختیا الګوې تشخیص کولای شي.
دا الګوګانې د پېښو په عکس العمل کې رامنځته کیږي او کله چې یو عمل ترسره کیږي نو په خپل لړ کې نور عکس العملونه را پیدا کوي او د تاثیر او تأثر حالت زېږي، نو په همدې اساس د تاریخ په اړه د مارکس کړنلاره ډیالکټیکي (مباحثوي) بولې او په دې معنی چې هغه تاریخ د عمل او عکس العمل ترمنځ د ټکرونو په اساس ګوري او په عین حال کې د د تاریخ د پرمختګ لپاره د پېژندل کېدونکو قوانینو په شتون باور لري او همدا لامل شوی چې ډېری د نوموړي کړنلاره تاریخي ماټریالېزم وبولي، البته دا اصطلاح وضاحت ته اړتیا لري.
د واقعیت د ماهیت موندلو لپاره د فلاسفرانو هڅې تقریبا په دوو برخو وېشل کیږي؛ ایډیالیستیکې او ماټریالستیکې.
د لومړي وېش اساس (ایډیا) ده، په دې کړنلاره کې نړۍ د مفاهیمو او افکارو (ایډیاوو) تجلا بلل کیږي، په دې معنی چې دا ایډیاوې دي چې واقعیت ته بڼه ورکوي، نه د نړۍ ظاهري بڼه، له دې ډلې تر ټولو مشهور کس المانۍ فلاسفر ګیورک ویلهلم فرېدرېش هګل دی.
که څه هم مارکس له هګل څخه ډېر زیات متأثره و، خو بیا یې هم د هګل متضاده کړنلاره تعقیب کړه او د ده له نظره د نړۍ واقعیت زموږ لپاره مادي، فزیکي او یا هم ماټریالسټیک دی او دا له واقعیتونو سره زموږ د تعامل بڼه چې زموږ ایډیا او درک جوړوي.
دا چې موږ څنګه نړۍ وینو یا په بل عبارت له واقعیتونو څخه زموږ درک، دېته په پام سره چې موږ څوک یو، چېرته او کله ژوند کوو، یو له بل سره توپیر کوي.
مثلا: په یوویشتمه پېړۍ کې د نیویارک د یوه وګړي درک چې لوړې ودانۍ ویني، لوی لارې او له شوره ډکې مټروګانې لري او د جاز کلبونو شور یې اورېدلی و، له ښار څخه د هغه کس له مفهوم سره یې اخذ متفاوت دی، چې په پنځلسمه پېړۍ کې په فلورانس او یا د لرغوني یونان په اتن کې اوسېده. په دې دریو دورو کې د یادو ښارونو ماهیت ډېره سره متفاوته دی، چې هر یو یې په خپل ځای کې د ښار د مفهوم په درک اثر لري.
خو مارکس باور درلود، چې له زماني او جغرافیايي اړخونو ورهاخوا نور موارد هم شته، چې پرې متفاوت ادراکونه شرحه شي. نوموړي استدلال کاوه، چې له دې یاد شوو مواردو سربېره په ټولنه کې د یوه فرد موقف هم د درک په تفاوت اثر لري. مثلا: د یوې فابریکې مالک د یادې فابریکې له کارمند سره په درک کې تفاوت لري، د لومړي کس لپاره کېدای شي، فابریکه یوه شخصي لاسته راوړنه، اعتبار او ښه ګټه لاسته راوړل وي، خو د دوهم لپاره بیا له ځان پردیتوب، سخت او ډېر لږ ګټه وشمېرل شي[3].
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

[1] د عمید فرهنګ/ ویي پانګه

[2] اندرې پي یتر، مارکس او مارکسېزم ، مخ ۱۶

[3] کمونېزم، لنډه کتنه، لزې هولمز، مخ ۷ .

Leave A Reply

Exit mobile version