ژباړه: «د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې.» (سوره حج، آیت ۶۷)
لرغونو اثارو او ځمکلاندې کیندنو همدا دیني مناسک او سپېڅلي زیارتځایونه د لهمنځه تللو تمدنونو او خاورې شوو ښارونو لاندې کشف کړي دي. تاریخ د دغو مناسکو او د هغوی د حالاتو یوه برخه بیان کړې ده، خو د هغوی حقیقي بڼې، تاریخي مخینې، احکامو او اړوندو آدابو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی. څېړونکي ډېری وخت پرته له یو څو مقایسو، ګډوډو او بېسنده روایتونو پرته بل څه نه مومي چې په مرسته یې روښانه او بشپړ انځور وړاندې شي.
یهودیت او ورپسې د مسیحیت دین اسلام ته تر ټولو نږدې ادیانو ګڼل کېږي. دا دواړه دینونه اوږد تاریخي شالید، دیني مېراث او فکري بنسټونه لري، چې مؤرخانږ او لیکوالانو ځانګړې پاملرنه ورته کړې ده. همدارنګه دواړه دینونه لا هم د دوو لویو او فعالو ملتونو دینونه ګڼل کېږي چې د فرهنګ، لیکنو او سیاست په ډګرونو کې ونډه لري. بیت المقدس او د شاوخوا سیمو تاریخي آثار د دغو دواړو دینونو روحاني مرکز او د ملاقات ځای وو، په دواړو دینونو کې حج او زیارت یو لرغونی دیني دود وو. خو بیا هم دا ستر دیني رکن د مبهموالي، ګډوډۍ، پټوالي او د دقیقو معلوماتو له کمښت سره مل دی. [که ددوی حج له اسلامي حج سره پرتله کړو، هغه حج چې په مناسکو، احکامو او تفصیلاتو یې د یوه کتابتون په اندازه کتابونه لیکل شوي او په داسې بڼه تدوین شوي دي چې اسلامي حج یې په پوره ډول تشریح کړی او څېړونکي د اسلامي حج په اړه په پوهیدو کې د هیڅ ډول تکلیف احساس نه کوي].
دلته د هغې مطلب لنډیز ذکر کوو چې د یهودیت د دایره المعارف په دویم جلد کې خپور شوی دی: «د بیت المقدس حج چې د (ریعیاه – REYIAH) په نوم یادېږي، د یهودي تقویم له درې عیدونو سره یوځای ترسره کېږي: د شاووعوت (د حاصل عید)، د فصح (پسح) عید، او د سوکوت عید. دا حج له هغو ماشومانو پرته چې سني تکلیف ته نه دي رسېدلي پر ټولو اشخاصو ښځو، ړندو، فلج شوو کسانو، کمزوريو، او هغو کسانو چې جسمي یا رواني ناروغۍ لري فرض دی. د موسوي شریعت له مخې هر حاجي یا زائر باید د الله لپاره له ځان سره یو ډول نذر یا ډالۍ ولري، خو دې دین د نذر مقدار نه دی ټاکلی. سره له دې چې پر ښځو او ماشومانو حج نه دی فرض کړل شوی خو زیات شمېر ښځې له خپلو میړونو او پلرونو سره یوځای ورته راځي او په عامو بازارونو کې حاضریږي. هغه روایتونه چې په بېلابېلو دورو کې د حاجیانو شمېر ښيي، له مبالغې خالي نه دي. د یهودیت په دین کې د حج په ورځو کې ډېر زیات پسونه حلالېدل. د دغو قربانیانو پوستکي هغو مسافرخانو ته ورکول کېدل چې د حاجیانو د خدمت، استوګنې او میلمهپالنې لپاره به یې په وړیا ډول خدمات چمتو کول.» (جویش انسایکلوبیدیا (Jewish Encyclopaedia – Vol 2, p. 765)، محل چاپ: فلسطین اشغالی، بیت المقدس، کال ۱۳۸۹هـ).
د اورشلیم معبد له ویجاړیدو وروسته هم د یهودانو د حج او زیارت دود ختم نشو. کله چې مسلمانانو د صلاحالدین ایوبي رحمهالله په مشرۍ په ۱۱۸۷ میلادي کال کې بیت المقدس فتح کړ، نو هغو یهودیانو ته چې د شرقي سیمې اوسېدونکي وو اجازه ورکړل شوه چې بیت المقدس او نورو سیمو؛ لکه دمشق، بابل او مصر ته د زیارت لپاره ورشي.
په څوارلسمه میلادي پېړۍ کې، د ختیځ یهودانو، په ځانګړي ډول د بابل او کردستان خلکو عادت درلود چې په کال کې لږ تر لږه یو ځل د حج فریضه ادا کړي، او زیات شمېر یهودانو به پلي پخې د حج سفر ترسره کاوه.
صلیبي جګړو د اروپايي یهودانو د حج او زیارت مینه لا پسې راوپاروله، او په ۱۴۹۲ میلادي کال کې هغه وخت کله چې یهودان له هسپانیې وشړل شول او ډېر شمېر یې اسلامي سیمو ته کډه شول، د یهودي زائرینو شمېر څو چنده زیات شو. ډېری کله به دا خلک د پیغمبر «ساموئیل» پر مزار را ټولېدل چې د فلسطین په «رامه» کلي کې موقعیت لري، او هلته به یې د کلني اختر میلې او مذهبي مراسم ترسره کول. د یهود دین پلویانو به هغه یهودان چې په نورو ښارونو کې مېشت وو او د حج او زیارت اراده یې کمزورې شوې وه یا یې دلچسپي له لاسه ورکړې وه، ملامتول. په داسې حال کې چې مسیحیانو دا فرصت یو غنیمت ګاڼه او د سپېڅلې خاورې د زیارت هڅه به یې کوله.
حج ځانګړي ورځې لري، او د ختیځ او شمالي افریقا سیمو یهودان دغو ورځو ته د “زیارت ورځې” نوم ورکوي. په دې ورځو کې د خپلو مشهورو شخصیتونو د مزارونو زیارت ډېر رواج لري؛ دا شخصیتونه یا پاچاهان وي، یا پېغمبران، یا نیک اشخاص، او یا هم مشهور اولیا.
په دې ورځو کې د عامو اخترونو په څېر د دعاګانو په ویلو او د خوښۍ او خوشحالۍ په څرګندولو سره اخترونه لمانځي. له ۱۷م «تموز» څخه تر ۷م «آب» پورې، چې ټولټال ۲۳ ورځې کېږي، دوی د سلیمان معبد د لوېدیځ دېوال مخې ته را ټولېږي. دا عبادت د «آب» په نهمه شپه، له نیمې شپې څخه پیلېږي. همداراز، داسې زیارتځایونه، مقبرې او سیمهیز مقدس اماکن هک شته چې د هر ښار یا سیمې خلک د زیارت لپاره ورته ورځي.
د مسیحیانو له نظره د حج تعریف د «دانشنامۀ ادیان و اخلاق» د لنډیز له مخې وړاندې کوو: «حج د هغه سفر نوم دی چې مسیحیان یې د سپېڅلو ځایونو د زیارت لپاره ترسره کوي، د فلسطین هغه ځایونه چې حضرت مسیح علیهالسلام پکې دنیاوي ژوند کړی و، یا په روم کې د مذهبي مشرانو سپېڅلي مرکزونه، او یا هغه اماکن چې زاهدانو او مقرب شهیدانو ته منسوب دي. د مسیحیانو لومړۍ نسل د حضرت عیسی علیهالسلام اړوندو ځایونو د زیارت او تبرک ارزښت ته ډېر نه و متوجه، خو وروسته نسلونو دې موضوع ته زیات اهمیت ورکړ. زیارت کول په دریمه میلادي پېړۍ کې پراخ شول، او ډېرو مسیحیانو د عیسی علیهالسلام له آثار او اماکنو سره مینه پیدا کړه او له هغوی څخه د تبرک اخیستلو په لټه کې شول، آن تر دې چې دې کار ته یې د حضرت عیسی د ښوونو او وصیتونو له پلټنې زیات اهمیت ورکاوه.
په دیارلسمه میلادي پېړۍ کې که څه هم د سپېڅلې خاورې زیارت په بشپړ ډول بند نه شو خږود «روم» د سپېڅلو اماکنو زیارت د «سپېڅلې خاورې» (فلسطین) د زیارت ځای ناستی شو. «روم» له بیتالمقدس وروسته دوهم مهم ښار و، او ډلې ډلې خلک به ورتلل.
هماغعه اسباب چې پاپان یې تر لوړ مقامه ورسول، د «روم» ښار یې د زیارت مرکز هم وګرځاوه؛ په ځانګړي ډول د کشیش «پطرس» او کشیش «پولس» مقبرې د دې ښار عظمت ته وده ورکړه، تر دې چې دا ښار د ټولې نړۍ د کاتولیک مسیحیانو د راټولېدو په یوه روحاني مرکز بدل شو.
د تسلسل له مخې په هېڅ تاریخي دوره کې زائرینو د «روم» زیارت نه دی پرېښی، او کلیساوو، سپېڅلو آثارو او تاریخي ودانیو په هره زمانه کې دا ښار د خلکو د پام وړ ګرځولی دی.
لوستونکي د ډېرو هغو قبرونو، مزارونو، او عامو مقدسو ځایونو د نومونو په اوریدو حیرانیږي چې په فلسطین او یا هم په هغو سیمو، ښارونو او کلیو کې واقع دي چې یهودان او مسیحیان پکې له پخوا مېشت دي. «د یهودیت په دایره المعارف» کې د «حج او زیارت» د مقالې لیکوال او همداراز «د ادیانو او اخلاقو دایره المعارف» کې د اروپا او آسیا د بېلابېلو سیمو د مقدسو مزارونو، ځایونو او نیکو کسانو نومونه یاد کړې، او هغه ورځې او میاشتې یې هم ذکر کړي چې همدا زیارتونه پکې ترسره کېږي.
که چیرې لوستونکی دې ټکي ته متوجه شي چې یهودان او مسیحیان د دغو ځایونو پر وړاندې څومره ډېر اهتمام لري، څومره درناوی یې کوي، او دې ځایونو ته د ورتګ په موخه یې څومره ستونزې، اوږده سفرونه او مشقتونه زغملي دي، او دا چې دې کار څنګه د دوی پر احساساتو غلبه پیدا کړې او د دوی فکرونه او عواطف له ځان سره بوخت ساتلي، او دا درناوی څه ډول د افراط حد او آن شرک ته نږدې شوی او د غیرالله عبادت ته یې لار هواره کړې؛ نو په دې راز به پوه به شي چې ولې رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم له دې پدیدې څخه متنفره ؤ، او وېرېده چې مبادا دا کار د مسلمانانو (چې د توحید بیرغوال او د وروستي امت استازي دي) ترمنځ هم خپور شي. همداراز به پوه شي چې ولې رسول صلیاللهعلیهوسلم هڅه کوله چې قبر یې له هر ډول شرک، عبادت او مبالغې څخه لرې واوسي.
دې موضوع د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د وروستۍ ناروغۍ پر مهال هم د هغه ذهن بوخت کړی و. امام بخاري رحمهالله له حضرت عایشې او عبدالله بن عباس رضیاللهعنهما نه روایت کوي چې ویې فرمایل: “أخبرني عبيدالله بن عبدالله بن عتبة أن عائشة وعبدالله بن عباس قالا لما نزل برسول الله صلیاللهعلیهوسلم طفق يطرح خميصة له على وجهه فإذا اغتم بها كشفها عن وجهه فقال وهو كذلك لعنة الله على اليهود والنصارى اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد يحذر ما صنعوا”. ژباړه: «کله چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ناروغ شو، نو یوه ټوټه به یې پر مخ اچوله، او کله به یې چې ناروغي زیاته شوه نو له مخ څخه به یې لیرې کړه، او وبه یې فرمایل: د الله تعالی لعنت دې وي پر یهودو او نصاراو! هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو عبادتځایونه جوړ کړي دي؛ (نبي کریم صلیاللهعلیهوسلم) د هغوی له کړنو څخه خبرداری ورکاوه.» [صحیح البخاري، ج1، ص95، حدیث 437].
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم همداراز فرمایلي دي: “عن عطاء بن يسار أن رسول الله صلیاللهعلیهوسلم قال: اللهم لا تجعل قبري وثنا يعبد، اشتد غضب الله على قوم اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد”. ژباړه: «ای الله! زما قبر داسې معبود مه ګرځوه چې عبادت یې وشي. الله تعالی پر هغه قوم ډېر سخت غضب کړی چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې په جوماتونو او د عبادت په ځایونه بدل کړې دي.» [موطأ امام مالک، ج2، ص241، حدیث 437].
په هندويي دینونو، لکه بودیزم، چینایي دین او برهمايي آیین کې، ګڼ مقدس زیارتونه، معابد او دیني ځایونه شته چې له هر لوري د زیارت لپاره خلک ورته راځي. دا هغه ځایونه دي چې د ځانګړې درناوي وړ او د روحاني پاکوالي لرونکي ګڼل کېږي، د یادو دینونو پیروان او خلک باور لري چې د هغوی له مشهورو شخصیتونو سره په همدې ځایونو کې مهمې پېښې شوي، لکه تقرب، خبرې اترې یا شناخت. هغوی دا معابد او زیارتونه له برکته ډک ګڼي، ځکه باور لري چې یا خو پیاوړو شخصیتونو هلته مهم روحاني حالتونه تجربه کړي، او یا یې د خپلو خدایانو ظهور او نزدېوالی پکې لیدلی. له همدې امله، په دغو ځایونو کې د دیني جشنونو، عبادتونو، او دیني میلو پراخ مراسم ترسره کېږي.
تر ټولو مشهور دیني ځایونه یې د ګنګا مقدس سیند پر غاړه واقع دي. دغې سیند ته د دیني سپېڅلتیا ځانګړی مقام ورکړل شوی، او خلک له لرې او نېږدې ځایونو په دې موخه ورته راځي چې د دې سیند پر اوبو د غسل له لارې خپل ګناهونه ووینځي او روحاً پاک شي. د غسل دغه مراسم ډیری وخت په ډلییز ډول ترسره کېږي.
هندوان، بودایان، او نورې دیني ډلې کله ناکله په کال کې څو ځلې په مقدسو ځایونو کې په ډلهییز ډول سره راټولیږي، او کله هم دا راټولیدنه د څو کلونو تر وقفې وروسته ترسره کیږي. د دې ډول مراسمو تر ټولو مشهور مثال «کومب مېلا» (KUMBH MELA) دی، چې هر دولس کاله وروسته د «ګنګا» او «جمنا» سیندونو د یو ځای کېدو په نقطه «پریاګ» (PRAYAG) کې ترسره کېږي. د هغو مشهورو ښارونو له ډلې څخه چې دا مراسم پکې ترسره کېږي د «بنارس» (Vārāṇasī) ښار دی چې د «ګنګا» سیند په شمالي غاړه کې موقعیت لري. په دې ښار کې غسل کول د ګناهونو کفاره ګڼل کېږي، او خلک باور لري چې دا یو له سترو نیکیو او تقرباتو څخه دی. خلک غوره ګڼي چې په دې ښار کې ومري، ځکه په دې ښار کې مرګ د خلاصون نښه ګڼل کېږي. له همدې امله دې ښار ته د هندوستان له لرې پرتو سیمو څخه د مړو جسدونه انتقالېږي څو هلته وسوځول شي یا یې خاورې «ګنګا» ته وسپارل شي.
همدارنګه د اجودهیا (Ayodhya)د «رام چندر» (Ram Chander) ټاټوبی، هاریدوار (Haridwar)، متهورا (Mathura) چې د «کرشنا» (Krishna) له تاریخ سره تړاو لري، له مقدسو ښارونو څخه شمېرل کیږي. یادې ټولې سیمې ددې هیواد په شماللویدیځو ایالتونو کې موقعیت لري. په دغو سیمو کې لسګونه معبدونه، مقدس ځایونه، او ساحلونه موجود دي چې زیارت ته ځانګړې شوې دي. د هندوانو دیني مراسم، دودونه، او مناسک د هرې سیمې، فرقې، او فرهنګي دود له مخې توپیر لري.
د بودایانو تر ټولو مشهور زیارتځای «ګایا» (Gaya) دی، چې د «بیهار» په ایالت کې موقعیت لري. دا ځای له دې امله مقدس ګڼل کېږي چې د بودیزم بنسټاېښودونکی «ګوتاما بودا» (Gotama Buddha) هلته ډېر وخت تېر کړی او همدلته په روحاني معرفت او بصیرت مشرف شوی چې دې حالت د نیروانا (Nirvana) حالت ویل کیږي.
همدارنګه هغه جشنونه او میلې چې په دې مقدسو ځایونو او د سیندونو په غاړو کې ترسره کېږي، داسې تیاترونه، نندارې او نمایشونه شامل دي چې دا مراسم د زایرینو د شمېر د. زیاوتوالي له امله ډیری وخت له بینظمۍ او ناپاکۍ سره مل وي، په ځانګړي ډول د هغو جشنونو او میلو پر مهال چې له کلونو وروسته ترسره کېږي د خلکو شمېر وخت تر میلیونونو کسانو پورې رسېږي. دولت هڅه کوي چې نظم تأمین، حفظالصحه قواعدو پلې، او د ناروغیو مخنیوی تأمین کړي، خو سره له دې هم د زایرینو بېساری ازدحام او د مراسمو لپاره ځانګړې شوې عقیدوي بڼه د داسې شرایطو سبب ګرځي چې له دیني اصولو سره ټکر لري. دغه دیني تجمعات ډېر وخت د جاهليت دورې له رسوماتو، شرکي عملونو، او د نارینهوو او ښځینهوو معبودانو له پخوانیو افسانو سره ګډ وي. قرآنکریم د خپل اعجاز له مخې کله چې د کعبې د حج یادونه کوي، هغه کور چې حضرت ابراهیم علیهالسلام جوړ کړی او خلکو ته یې د حج لپاره بلنه ورکړې ده، له دې سره سم د نورو ملتونو او دینونو د حج او زیارت هغه ناسم عقاید، اعمال او احکام هم ردوي چې له شرک، بتپرستۍ او دروغو څخه ډک دي، او فرمایي: ذَٰلِكَ ۖ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ ٱللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّهُۥ عِندَ رَبِّهِۦ ۗ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ ٱلْأَنْعَـٰمُ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ ۖ فَٱجْتَنِبُوا۟ ٱلرِّجْسَ مِنَ ٱلْأَوْثَـٰنِ وَٱجْتَنِبُوا۟ قَوْلَ ٱلزُّورِ ٣٠ حُنَفَآءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِۦ… ژباړه: «دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى او تاسو لپاره څاروي حلال ګرځول شوي دي غیر له هغو نه چې په تاسو (يې حرمت) لوستل كېږي، نو تاسو ځان وساتئ له پلیتۍ نه چې بتان دي او تاسو د دروغو له وینا څخه ځان وساتئ په داسې حال كې چې الله ته په اخلاص سره غاړه ایښودونكي یئ، له ده سره شریك جوړونكي نه یئ، او هر څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو ګویاكې هغه له اسمان نه راوغورځېده، نو مرغان يې وتښتوي، یا يې هوا (باد) له اوچت ځاى نه لرې په ژور ځاى كې وغورځوي» (سورۀ حج، آیت ۳۰–۳۱).
د نړۍ د سترو ادیانو له منځه د حج، زیارت او دیني سفرونو د ډولونو او مراسمو په اړه دا یوه لنډه او تحلیلي څېړنه وه، هغه ادیاني چې لا هم میلیونونه پیروان لري.
شیخ الاسلام، احمد دهلوي رحمهالله په خپل ستر اثر «حجة الله البالغه» کې د حج اصل ته اشاره کوي او د انساني فطرت یو مهم اړخ روښانه کوي. نوموړی لیکي: «د حج اصل په هر امت کې موجود و، او دا طبیعي وه چې هغوی به داسې ځای ته اړتیا درلوده چې د برکت ځای وګڼل شي؛ ځکه هغوی به د الله نښې پکې لیدلې، قربانیانې او د پخوانیو نسلونو پاتې آثار به یې پکې موندل، او دې آثارو به هغوی ته د الله تعالی مقرب بندګان او د هغوی حالات ورپه یادول.
خو د حج لپاره تر ټولو غوره او مناسب ځای بیتالله دی، چې ښکاره نښې لري، او د حضرت ابراهیم علیهالسلام په لاس جوړ شوی دی، هغه شخصیت چې ډېریو امتونو د هغه پر مقبولیت شهادت ورکړی. دا کور د الله په حکم، په یوه وچه او نامناسبه سیمه کې جوړ شو، هغه هم په داسې وخت کې چې په نورو ځایونو کې به که حج ترسره کېده، نو حتماً به له شرک یا بېاساسه بدعتونو سره مل و.»
لوستونکی ډېر په اسانۍ سره کولای شي چې یاد مذهبي مراسم او دیني آیینونه له اسلام او اسلامي حج سره پرتله کړي، او له نورو مذاهبو سره د اسلام د څلورم رکن (حج) ژور توپیرونه درک کړي. همداراز دا مبارک آیت ولولي او د الله تعالی نعمتونه ولمانځي: ﴿لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُسْتَقِيمٍ﴾ ژباړه: «د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې.»( د حج سورت، آیه ۶۷).