حج له خپلو مناسکو، رکنونو او اعمالو سره یو تمرین او د مطلق اطاعت څرګندول، الهي اوامرو ته غاړه کېښودل او غوښتنې یې پوره کول دي. پر دې اساس حاجي د مکې، منیٰ، عرفات او مزدلفې ترمنځ تګ راتګ کوي، کله استوګن کېږي او کله بیا کډه کېږي، کله ځنډیږي او کله روانیږي، کله خېمه دروي او کله یې بېرته راټولوي، فرمان ته غوږ او اشارې ته په تمه وي؛ خپله اراده، اختیار او آزادي نه لري، په منیٰ کې ښکته کېږي او پرته له دې چې په مزدلفه کې ودرېږي، بې له ځنډه عرفات ته لېږل کېږي او په عرفات کې دریږي، ټوله ورځ په دعا او عبات بوختېږي او له ځانه سره وايي چې تر ماښام وروسته هم همدلته پاتې شي او دمه وکړي؛ خو هلته د پاتې کېدو اجازه نه ورکول کېږي او د مزدلفې پر لور د تلو امر ورته کېږي. د ژوند په اوږدو کې یې لمونځونه په خپلو وختونو ادا کړي دي؛ خو په عرفات کې ورته د ماښام د لمانځه په نه کولو امر کېږي؛ ځکه هغه د خپل رب بنده دی او د لمانځه او عبادت بنده یې نه دی او هغه په مزدلفه کې د ماخستن له لمانځه سره یوځای ادا کوي. په مزدلفه کې پاتې کېدل یې خوښېېږي او تصمیم نیسي چې تر یوې مودې هملته پاتې شي؛ خو هغه ته اجازه نه ورکول کېږي او منیٰ ته د تلو امر ورته کېږي. د حضرت ابراهیم علیه السلام، د نورو انبیاوو، مینانو او عاشقو مؤمنانو ژوند داسې و، ښکته کېدل او بیا روانېدل، پاتې کېدل بیا لېږل، تړل او پرانیستل، ماتول او کلک تړل، وصال او بېلتون. هغوی د هیڅ عادت او رسم پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی، هیڅ شهوت ته یې ځواب نه دی ورکړی او د خواهشاتو یې نه ده منلې.
د وخت او ځای غورهوالی او د مینې او مهربانۍ موسم
غوره وه چې دا کار په داسې ځای کې ترسره شي، چې د مینانو مشر او د مخلصانو رهبر هلته و؛ هغه څوک چې تر هر چا زیات یې له الله تعالی سره مینه وه، په خپل وخت کې د الله تعالی په نزد تر ټولو ډېر محبوب و. کوچنۍ، پاکې او مبارکې کورنۍ یې په مینه، دوستۍ، اخلاص، ژمنتیا، ځان تېرېدنه او سرښندنه کې رول لوبولی دی او د خالصې مینې، پاکې ملګرتیا او اعجاز لرونکي اخلاص په تاریخ کې یې حیرانوونکې او ښکلې کیسه اجرا کړه او تر هغه وروسته انبیاوو، پېغمبرانو، د توحید پالونکو، مخلصانو او سرښندونکو مینانو په بېلابېلو دورو کې دا مناسک ادا کړي، د هغه ځای ته حاضر شوي دي، د هغوی پیروي یې کړې ده، د هغه په پلونو تللي دي، دا کیسه یې تکرار کړې ده، له کعبې یې طوافونه او د صفا او مروه ترمنځ ځغاستنه کړې په عرفات کې درېدلې، په مزدلفه کې یې شپه کړې، رمي جمرات یې کړي او په منیٰ کې په نورو عبادتو بوخت شوی دی. په دې وخت او ځای او د دې کیسې په فصلونو کې چې دوی یې تکراروي او اعمال یې ترسره کوي، د مینې نسیم بویوي، له ایمان او مهربانۍ ډکه فضا چې په هغه کې ژوند کوي او د امت بېلابېل قشرونه چې له هغو سره یې اړیکه پیدا کړې، یوه موده ورسره ژوند کوي او په دې دیني او روحي لیدنه کې چې په ټوله ځمکه کې ساری نه لري او په دې زارۍ، فریاد، دعا، ذکر، لبیک ویلو او استغفارونو کې حقیقت نغښتی دی، چې مړو زړونو ته ژوند وربښي، لټ همتونه لمسوي، ویده نفسونه راویښوي او د مینې او لوړلید ستوری چې تت شوی دی او یا تیاره کېدو ته نږدې دی، روښانوي او الهي رحمت جذبوي. عارفو علماوو هم د مسلمانانو د سترو راټولېدنو پرېمانه اغېز او د الهي رحمت په زیاتولو، د سختو زړونو په تحریکولو او د هیلې او لېوالتا په راپارولو کې د همتونو اجتماع، دعاګانو او رښتینو زړونو ته اشاره کړې ده.
حجت الاسلام امام محمد غزالي رحمهالله وایي: «همتونه چې سره راټول شي او زړونه د فریاد او زارۍ لپاره خالص شي، لاسونه د الله تعالی پر لور اوږده شي، غاړې د هغه پر خوا کږې شې، سترګې اسمان ته ځیر شي او ټول په یوه اراده د رحمت غوښتونکي شي، مه ګڼه چې هیله یې بېځوابه پاتې کېږي او هڅه یې بېګټې کېږي او هغه رحمت چې په ټولو کېږي له دوی به سپمول کېږي».[۱] شيخ الاسلام احمد بن عبد الرحیم دهلوي رحمهالله هم وايي: «پوه شه چې حج په یوه وخت کې د غوره کسانو د لویې ډلې راټولېدل دي، چې د هغو انبیاوو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو یادوونکي دي چې الله تعالی ورباندې انعام کړی دی او دا راټولېدنه په هغه ځای کې ده چې په هغه کې واضح دلایل شته او د دین مخکښو ډلو د الهي شعایرو د درناوي، فریاد، زارۍ کولو، د الله تعالی لخوا د خیر او نېکۍ ته هیله لرلو او د ګناهونو د بښل کېدو په خاطر هغه ته مخه کړې ده؛ ځکه که همتونه او ارادې په دې کیفیت راټولیږي، نو پر هغوی به د رحمت او مغفرت نزول نه ځنډېږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مقصد همدا دی چې فرمایلي یې دي: «ما رؤيَ الشيطانُ يوما هو فيه أصْغَرُ، ولا أدْحَرُ ولا أحْقَرُ، ولا أغْيَظُ منه في يوم عرفة».[۲] «شیطان د عرفې له ورځې په بله هیڅ ورځ ډېر سپک، شړل شوی، ذلیل او په غوسه نه دی لیدل شوی».[۳]
او فرمایلي یې دي: «روحي پاکوالی او طهارت دا هم دی چې په هغه ځای کې ودریږي چې صالحانو یې تل درناوی کړی او هلته دریږي او د الله تعالی په یاد آبادوي؛ ځکه دا چاره د ځمکنیو پرښتو د اړیکې سبب کېږي او د نېکانو لپاره د آسماني پرښتو په عامه دعا کې هم شاملېږي او کله چې هلته ورځي، نو پر نفس یې طبیعت برلاسه کېږي».[۴]
د حنیف ملت د سرلاري، حضرت ابراهیم علیه السلام سره د ژمنې تازه کول د حج له لویو مقاصدو څخه دی
د حج له اصلي اهدافو څخه د حنیفی ملت د سرلاري او بنسټګر ابراهیم خلیل الله علیه السلام سره د اړیکې تازه کول، له روح څخه یې اشباع کېدل، د هغه د میراث ساتل، خپل نننی ژوند د هغه له ژوند سره پرتله کول، د مسلمانانو د اوسنیو شرایطو ارزول، د فساد، تېروتنو یا هغه تحریفونو سمول چې په ژوند کېې مو پېښ شوی دی او خپل اصل او منبع ته د دې ټولو راګرځول دي. پر دې اساس حج د مسلمانانو لپاره کلنی نمایش دي، چې کړنې او ژوند مو کنټرولوي او له دغه لارې مو د هغو ملتونو او ټولنو له نفوذ او اغېز څخه خلاصوي چې په هغو کې ژوند کوو.
شيخ الاسلام احمد بن عبدالرحیم دهلوي رحمهالله وايي: «د حج له مقاصدو څخه یو مقصد دا دی، چې له هغه میراث سره ورتوالی او همغږي وشي، چې خلکو ته د حضرت ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام څخه په میراث پاتې دی؛ ځکه هغه دواړه د ابراهیمي دین سرلاري او د عربو لپاره یې بنسټګر دي، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم د همدې لپاره مبعوث شوی، چې ابراهیمي دین یو ځل بیا راڅرګند شي او په دې توګه یې مقام لوړ شي او همدا د «مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ».[۵] آیت معنا ده.
له همدې امله، باید پر هغو مواردو پابندي وشي چې د هغه له سرلاري څخه مشهور شوي دي، لکه د حج سنتونه او مناسک.[۶]
حج؛ د ابراهیم علیه السلام د داستان تکرارول او نندارې ته وړاندې کول
د حج او د هغې پر ټولو افعالو او مناسکو د حاکمې روحیې یوه ځانګړنه دا ده، چې په هغې کې مینه او مینتوب، سرښندنه او زړورتوب او همداراز، زړه او عاطفې ته د بدن او فکر د مهار سپارل او د عاشقانو او مینه پالو، د سرلاري او رهبر ابراهیم خلیل الله علیه السلام پیروي ده. همدا وجه ده، چې مسلمانان کله له بیت الله الحرام سره مینه، لېوالتیا او سرښندنه څرګندوي او کله حجر الاسود ښکلوي او لمسوي. کله د مهربانه مور په پیروۍ د دوو غرونو، یعنې صفا او مروې ترمنځ منډه وهي، هغه که په ارامتیا او وقار وي او که په منډه او بیړه وي. بیا د ترویه په ټاکلې ورځ منیٰ ته ځي، له هغه ځایه عرفات ته مخه کوي، په میدان او سیمه کې یې درېږي او په دعا او مناجاتو بوختېږي. بیا په مزدلفه کې شپه تېروي او بیاځلي منیٰ ته ستنېږي، سرونه خرېیي او د ابراهیم علیه السلام او محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو په پیروۍ مالونه ذبحه کوي.
[۱]. الغزالی، محمدبن محمد، احياء علوم الدین، ۱ټوک، ۲۴۳مخ، اخلاق، ربع یکم: ربع عبادات، ترجمه: خوارزمی، مؤیدالدین محمد، اتم چاپ، تهران ۱۳۹۲ش، انتشارات علمی و فرهنگی.
[۲]. الجزري، مجدالدين أبو السعادات، جامع الأصول في أحاديث الرسول، یوم عرفة، رقم الحدیث: ۶۸۶۶، الطبعة: الأولى، الناشر: مكتبة الحلواني – مطبعة الملاح – مكتبة دار البيان.
[۳]. الدهلوی، احمد بن عبدالرحیم، حجةالله البالغة، ۱ټوک، ۵۹ټوک، باب ۵۳، ژباړه: شیخ الحدیث مولانا سید محمدیوسف حسینپور رحمهالله، انتشارات شیخ الإسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، فردوسی مشهد.
[۴]. الدهلوی، احمد بن عبدالرحیم، حجةالله البالغة، ۱، ټوک، ۵۹مخ، باب ۵۳، ترجمه: شیخ الحدیث مولانا سید محمدیوسف حسینپور رحمهالله، انتشارات شیخ الإسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، فردوسی مشهد.
[۵]. حج: ۷۸.
[۶]. الدهلوي، احمد بن عبدالرحیم، حجةالله البالغة، ۲ ټوک، ۴۲مخ، باب ۷۱، ژباړه: شیخ الحدیث مولانا سید محمدیوسف حسینپور رحمهالله، انتشارات شیخ الإسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، فردوسی مشهد.