لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي
الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (لسمه برخه)
د استقلال په وختونو کې د اسلامي هېوادونو مشري همدغو له غرب څخه د متأثرو څېرو لاس په اصطلاح روښانفکرانو ته په لاس ورغله او د ژوند له بېلابېلو چارو د اسلام د لیرې کولو او د غربي کلتور د عامولو او د ټولنې د ټولو برخو د بې دینه او سیکولار کولو لپاره یې فوق العاده هڅې وکړې، چې ښکاره نمونې یې؛ په ترکیه کې مصطفي کمال اتاترک، په ایران کې رضا شاه پهلوي، په افغانستان کې امان الله خان او همداشان د پخواني شوري اتحاد له ملاتړ څخه برخمن کمونیستي رهبران او په نږدې تېرو وختونو کې د غرب له ملاتړ څخه برخمن سیکولار حکومتي رهبران، په همدې ډول د مرکزي او جنوبي اسیا، پاکستان او ډېریو عربي او نورو هېوادونو رهبرانو ته اشاره کېدلای شي.
د عثماني امپراتورۍ له منځه تلو وروسته مصطفي کمال اتاترک چې له (1881 – 1938) پورې یې ژوند کاوه، د یوه سیکولار هېواد د جوړولو او له اروپايي ټولنې سره د ترکیې د یو ځای کولو هڅې وکړې، په ترکیه کې یې ټولې مدرسې وتړلې او دا هڅې ان د اسلامي نښانو لکه؛ لنګوټې او نورو تر ممنوعیت پورې ورسېدې.
په ایران کې پاچا رضاشاه چې له 1925 څخه تر 1941 کاله پور یې حکومت وکړ د اتاترک له نوښت څخه اغېزمن شو، په ایران کې یې حجاب منع کړ، ملایان/ اخوندان یې د ږېرو خرېلو ته مجبور کړل او د عاشورا په ورځ یې ساندې بندې کړې. دا هڅې که څه هم یوځلي، قهرجنې او د اسلام مخالفې وې چې له زرو کلونو څخه یې ډېر دوام کړی وو، خو خپل هدف ته ـ چې په ټولنې کې په عمومي ډول د دیني نښانونو مخنیوی او د دې دوو اسلامي ټولنو سیکولار بنسټ جوړول او مذهبي عنصرونو حاشیې ته کول و؛ ورسېدې.
که څه هم سیکولار فکر په سیاست او علم کې د کاټولیک کلیسا د لاسوهنې په وړاندې په اروپا کې ترویج شوی و، خو دا پدېده له اروپا څخه د اغېزمنو سیاستوالو لکه، اتاتُرک، رضاشاه او نور له لوري عمومي او په اسلامۍ نړۍ وتپل شوه.
د دوی له نظره د سیکولارېزم اصول لکه؛ له دولت څخه د دین لیرې کول، نه یوازې چې د کاټولیک هېوادونو لپاره مناسب و، بلکې د ټولو مذهبي ټولنو لپاره هم د تطبیق وړ وه. نو سیکولارېزم یو تاریخي اروپايي ښکارنده نه ده، چې له اسلامي نړۍ سره دې تړاو ونه لري، ځکه په یوې نړۍوالې پدېدې بدله شوې او سیکولار او غیرمذهبي دولت د اسلام د مدرنېته کولو په برخه کې د خپل نقش په لوبولو شروع کړې.
په ایران او ترکیې کې د زور له لارې د سیکولارېزم تپلو ناوړه پایلې درلودې او د دې هڅو د مخالفو خوځښتونو هستې وپنځولې[1].
افغانستان هم ترکیې او ایران ته ورته تجربې درلودې، ځکه امان الله خان له غربي کلتور او مدنیت څخه ډېر متأثره او پرې مین و، د دیني ارزښتونو په کېسه کې نه و او دیني علومو ته یې ارزښت نه ورکاوه. هغه غوښتل چې د غربي کلتور ارزښتونه او نښانونه په ډېرې چټکۍ سره په افغان ټولنه کې پلي کړي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې عاجل، ګواښن او ناسم ګامونه واخېستل، چې د افغانستان د مسلمانانو په ځانګړي ډول د ملایانو له شدید مخالفت سره مخ شو او زیات شمېر علماء او شیخان هجرت او د وطن پرېښودو ته اړ شول، لکه؛ نورالمشائخ فضل عمر مجددي او نور. دا د دې سبب شو، چې د نوموړي په وړاندې خلک پاڅون وکړي، له واک څخه یې ورغورځوي او تښتې ته یې اړ کړي.
خو د خوښۍ ځای دا دی، چې سیکولار او کمونیستي حکومتونو د استعمار او اشغال سره، سره په هغه ډول چې د اسلام دښمنانو پلان او نقشې درلودې خپلو موخو ته ونه رسېدل او په اسلامي ټولنو کې نږدې اکثریت مسلمان خپل دین ته بارومن او معتقد پاته شول او هغه یې د خپل ژوند تر ټولو لویه پانګه او ویاړ یې وباله او د دفاع لپاره یې هر ډول قربانۍ ته تیار دي، که څه هم په اسلامي نړۍ کې حکومتونه له اسلام او حاکمیت سره یې کمه خواخوږي لري.
په هغه کچې چې الحاد په غربي او نااسلامي هېوادونو کې پراخه شو، له ټولو هڅو سره، سره په اسلامي هېوادونو په هغې کچې پراخه نه شو، دې حقیقت ته آن مستشرقین، پوهان او غربي مؤرخین متوجه شول او په اسلامي هېوادونو کې یې د الحاد د سوکه پرمختګ د لاملونو په اړه فکر وکړ، چې په پوهنغونډ ( ویکيپیډیا) کې د دوی له خولې درې اساسي لاملونه یاد شوي او دلته د لنډې یادونې وړ دي او که اړتیا وه وروسته به یې په اړه تحلیل او تبصره هم وشي.
ادامه لري…
[1] ویکي پېډیا ویب پاڼه