لیکوال: ابو عائشه

د جهمیې فرقه (نولسمه برخه)

د اهل سنت او جماعت دلایل
اهل سنت او جماعت د اعمالو د وزن کولو او د قیامت په ورځ د ترازو د نصبولو لپاره له قرآن، سنت او د علماو له اقوالو څخه استدلال کړی دی. په لاندې برخه کې د هرې برخې دلایل په تفصیل سره ذکر شوي دي:
الف) قرآني آیتونه
الله سبحانه و تعالی فرمایي:
«وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُم بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَظْلِمُونَ»؛
«په هغه ورځ به د اعمالو وزن په حقه وشي. هغه کسان چې د نېکۍ وزن یې دروند وي، بریالي به شي، او هغه کسان چې عملونه يې سپک وي، زموږ د آیتونو د انکار له امله ځان ته زیان رسوي.»
په بل ځای کې فرمایي:
«وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَىٰ بِنَا حَاسِبِينَ»؛
«او د قیامت په ورځ به موږ د عدل ترازو کېږدو، هیڅوک به ظلم ونه ویني، که څه هم د یو خردل د دانې په اندازه وي، موږ به هغه هم راوړو، او حساب به یې بشپړ کړو.»
هغه دا هم فرمایي:
«فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ»؛
«هغه کسان چې د نېکیو وزنونه یې درانه شول، بریالي به شي، او هغه څوک چې د عمل وزنونه یې سپک شول، ځان ته یې زیان رسولی، او د تل لپاره به په جهنم کې وي.»
دا آیتونه د قیامت په ورځ د میزان د موجودیت او د انسان د بریا او ناکامۍ سره د هغې تړاو په څرګند ډول دلالت کوي.
ب) نبوي احادیث
په صحیح البخاري کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«دوې کلمې دي چې په ژبه سپکې، د الله تعالی په نزد محبوبې، او په میزان کې درنې دي: سبحان الله و بحمده، سبحان الله العظیم
په صحیح مسلم کې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«نظافت نیم ایمان دی، او الحمدلله ویل میزان ډکوي
حضرت ابو درداء رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې:
«په میزان کې له ښو اخلاقو څخه هیڅ شی دروند نه دی
دا احادیث په ښکاره ډول د میزان شتون او د نېکو اعمالو اهمیت څرګندوي. ترازو د قیامت په ورځ د انسانانو د مقام د ښودلو وسیله ده، په تېره بیا د اعمالو او اخلاقو پر بنسټ.
ج) د علماو اقوال
د قیامت په ورځ د اعمالو د وزن او میزان په اړه د علماو نظر د قرآن، سنت او د امت د اجماع پر بنسټ څرګند او منل شوی دی. د دوی ځینې نظریات په لاندې ډول دي:
  • امام ابوحنیفه رحمه الله (وفات ۱۵۰ هـ) فرمایي:
    «د قیامت په ورځ د اعمالو وزن حق دی هغه د «وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ» آیت ته اشاره کوي او وایي چې پر میزان باندې ایمان د قطعي اعتقاداتو څخه دی.
  • امام احمد بن حنبل رحمه الله (وفات ۲۴۱ هـ) په خپلو آثارو کې لیکي:
    «موږ په پل صراط، میزان، جنت، دوزخ او حساب باندې ایمان لرو. موږ دا مسایل نه ردوو، او نه هم د هغوی په اړه شک کوو
  • ابواسحاق زجاج رحمه الله (وفات ۳۱۱ هـ) فرمایي:
    «اهل سنت د قیامت په ورځ د بندګانو د اعمالو پر وزن کولو باندې ایمان لري، او دا چې د بندګانو اعمال تول کېږي
  • علامه سفاریني رحمه الله (وفات ۱۱۸۸ هـ):
    په دې ټینګار کوي: «په میزان باندې ایمان لکه د صحیفو په اخیستلو ایمان، په کتاب، سنت او اجماع سره ثابت دی
علامه قرطبي رحمه الله د حساب او عمل د وزن په اړه لیکي:
«د حساب له ختمېدو وروسته د اعمالو وزن پیل کېږي. د عمل وزن د جزا لپاره دی او محاسبه د اعمالو د تثبیت لپاره. وزن د اعمالو د اندازه ښودلو لپاره ترسره کېږي، چې د هغه پر بنسټ سزا ورکړل شي
هغه همدارنګه دې ته اشاره کوي چې ممکن بېلابېل ترازوګانې شتون ولري چې بېلابېل عملونه پرې اندازه شي.
علامه تفتازاني رحمه الله په «شرح العقائد» کې وايي:
«میزان هغه وسیله ده چې د هغه په واسطه د اعمالو ارزښت معلومېږي، خو کیفیت یې د عقل له ساحې بهر دی
د جهم بن صفوان د دلایلو ځواب
جهمیه د ځینو تفسیرونو په حواله، میزان په عدالت تعبیروي او ادعا کوي چې میزان په آخرت کې حقیقي ترازو نه دی. دا استدلال د آیتونو په اړه د دوی د ناسمې پوهې له امله دی، لکه هغه آیت چې فرمایي:
«والسماء رفعها ووضع المیزان»؛
«او آسمان یې پورته کړ او میزان یې کېښود.»
دا باید په پام کې ونیول شي چې هغه موضوع چې موږ پرې بحث کوو، د قیامت د ورځې میزان دی، چې له آیتونو او متواترو احادیثو څخه ثابتیږي.
په قرآن کریم کې د “میزان” کلمه او د هغې مشتقات په ۲۳ آیتونو کې راغلي دي:
  • ۱۵ آیتونه د دنیا په ترازو کې د عدالت د اقامې، په معاملاتو کې له خیانت او کم پلورلو څخه د ډډې په اړه دي.
  • ۸ آیتونه د قیامت په ورځ د اعمالو وزن ته اشاره کوي، چې زموږ د بحث اصلي موضوع ده.
دا توپیر د قرآن په رڼا کې د اندازه کولو د دوو ډولونو (دنیا او آخرت) ترمنځ څرګند دی. دا استنادونه د اعمالو وزن او د میزان موجودیت په آخرت کې د اسلامي عقیدې له اساساتو څخه ثابتوي.
جهم بن صفوان او د هغه پیروانو د قیامت په ورځ د ترازو او وزن کولو له حکمت څخه غفلت کړی دی. خدای تعالی د حکیم او عادل ذات په توګه، د حکمت او مصلحت پرته هیڅ کار نه کوي. په قیامت کې د ترازو نصب هم له حکمت څخه ډک دی چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
  1. د بندګانو عملونه ور په یادول:
    د عمل د وزن له حکمتونو څخه یو د بندګانو د عمل یادول دي. په دې سره بندګان پوهېږي چې کوم ښه او بد کارونه یې کړي، او په ابدي ژوند کې د هغه اعمالو اغېز ښکاري. د اعمالو وزن د هغو خلکو لپاره حجت دی چې د خپلو اعمالو څخه پوره خبرداری نه لري.
  2. د الهي عدالت ښکارېدل:
    د اعمالو وزن د خدای تعالی بشپړ عدالت څرګندوي. خدای تعالی غواړي خپلو بندګانو ته وښيي چې د دوی په وړاندې هیڅ ډول ظلم نه کېږي او سزا یې د دوی د اعمالو سره سمه ده. خدای تعالی فرمایي:
    «وإن کان مثقال حبة من خردل أتینا بها وکفی بنا حاسبین»؛
    «او که [د هر چا ښه او بد عمل] د خردل د دانې په اندازه وي، نو موږ به یې [منځ ته] راوړو، او موږ به یې حساب بشپړوو.»
  3. د پټو حکمتونو روښانه کول:
    علامه ابن ابي العز حنفي رحمه الله لیکي:
    «که د اعمالو په وزن کې د الله تعالی له بندګانو سره د عدالت څرګندولو پرته بل کوم حکمت نه وای، بیا هم دا کار د منلو وړ و؛ خو د دې وزن کولو تر شا ډېر حکمتونه دي چې موږ پرې نه پوهېږو
  4. د عامل، اعمالو او صحیفو د مسؤلیت ثبوت:
    په احادیثو کې راغلي دي چې: عملونه (لکه لمونځ، روژه او صدقه)، عامل (انسان)، او د اعمالو صحیفې ټول وزن کېږي. دا د الهي عدالت جامعیت ښيي، چې د انسان د ښه او بد عمل هیڅ اړخ له پامه نه غورځول کېږي.
د العقیده الطحاویة شارح علامه ابن ابي العز رحمه الله د آیتونو، احادیثو او د علماو د اقوالو له څېړلو وروسته دې نتیجې ته رسېږي:
«د اعمالو، عامل او صحیفو وزن په یوه ترازو چې دوې پلې لري ترسره کېږي. د دې ترازو دقیق کیفیت باندې یوازې خدای خبر دی. نو موږ باید په دې مسئله کې پرته له کوم اضافې یا کموالي ایمان راوړو، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته خبر راکړی
یادونه:
غیبي مسایل لکه د ترازو نصبول او د اعمالو وزن، د انسان له عقل او درک څخه بهر دي. په دې حالتونو کې د مسلمان دنده دا ده چې وحې ته غاړه کېږدي او هغه څه د شک پرته ومني چې په قرآن او سنت کې راغلي دي؛ ځکه چې د انسان عقل محدود دی او د ټولو الهي حکمتونو د درک کولو توان نه لري.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version