لیکوال: ابو عائشه

په اسلام کې د امنیت ارزښت (شپاړسمه برخه)

پر ټولنیز امنیت باندې اغېزمن لاملونه
۲. د ټولنیز امنیت او سیاسي امنیت ترمنځ اړیکه:
ټولنیز امنیت یوه پېچلې او څو اړخیزه کټګوري ده او د امنیت له نورو اړخونو لکه سیاسي او اقتصادي امنیت څخه جلا نه ده. نشو ویلای چې په ټولنیز امنیت او سیاسي امنیت کې کوم یو غوره دی. په بل عبارت، د دغو مفاهیمو په اړه د خلکو باور مرسته کوي چې خلک له حکومت سره ملګرتیا، خواخوږي او همغږي ولري. که حکومت د خلکو د ګډون له کمښت سره مخ شي، نو بې له شکه ټولنیز امنیت به له خطر سره مخ شي.
سیاسي امنیت هغه حالت ته ویل کېږي چې په هغه کې په ټولنه کې سیاسي نظم، ځواکمنتیا او ثبات ساتل کېږي او د افرادو او ټولنو لپاره د سیاسي امنیت احساس تأمینوي. په سیاسي امنیت کې د اتباعو د حقونو او آزادیو ساتل، د عامه نظم ساتل، د عدالت رامنځته کول، او د مختلفو داخلي او بهرنیو عواملو له خوا د ګواښونو مخنیوی شامل دی.
۳. پولیس، د ټولنیز امنیت مسئول:
په ټولنه کې غالب نظر دا دی چې د ټولنیز امنیت مسئولیت د پولیسو په غاړه دی. مګر ټولنیز امنیت د خلکو لپاره او د خلکو لخوا دی او دولت باید د هغه لپاره مدیریت او پلان ولري. حتی ویلای شو چې پولیس د امنیت په تأمین کې دوهم عامل دی او اصلي عامل یې پخپله خلک دي. پولیس په حقیقت کې د ټولنیز امنیت په رامنځته کولو کې د خلکو شتون او ګډون بشپړوي.
۴. د خلکو د مشارکت جلبول:
د امنیت په تأمین کې یو له اغېزمنو لاملونو څخه د خلکو ونډه ده. د ټولنیز امنیت مسله د یوې مهمې ټولنیزې مسلې په توګه په بشپړه توګه د خلکو په ګډون پورې اړه لري. حکومت باید د ټولنیز امنیت د پراختیا مدیریت پر غاړه واخلي او نشي کولای ټولنیز امنیت یوازې پر مخ بوځي.
د ټولنیز امنیت د ښه کولو لپاره، په ټولنه کې د ټولنیز ګډون په ارتقاء سره دغه هدف ترلاسه کېدای شي. له هغو ستونزو څخه چې باید په دې لاره کې له منځه یوړل شي، کلتوري، تعلیمي او رواني ستونزو ته اشاره کولای شو.
د ټولنیز امنیت د رامنځته کولو یوه له مهمو لارو څخه د نظم او امنیت په رامنځته کولو کې د ټولنې د غړو ونډه او له دولت سره همکاري ده. کله چې ملت او دولت په ریښتیني توګه یو ځای وي او په ټولو برخو کې له یو بل سره همکاري او مرسته وکړي او همغږي او اتحاد وساتي، نو هغه ټولنه به ډېر ژر یوه مثالي او نمونه ټولنه شي. نه یوازې په امنیتي سکتور کې، بلکې په ټولو اړخونو کې؛ ځکه اتفاق او اتحاد د ټولنې د امنیت او سولې لامل دی او د ټولنې د ودې، پرمختګ، سرلوړۍ او ترقۍ لامل ګرځي. خدای تعالی د یووالي په اړه څومره ښکلی فرمایي:
«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا».
«او ټول د خدای تعالی رسۍ ټینګه ونیسئ، او مه سره جلا کېږئ.»
دا د حکیم الله سبحانه و تعالی حکم دی او د حکیم خدای تعالی حکم هېڅکله له حکمت څخه خالي نه دی.
نو معلومه شوه چې د ټولنې د هر غړي رول او د فردي او ټولنیز امنیت په رامنځته کولو کې د هغوی ونډه خورا مهمه ده. حکومتونه باید هڅه وکړي چې د خلکو د ګډون له کمښت سره مخ نه شي او خلکو ته مناسب کاري ساحې او ښه مسلکونه برابر کړي. خلک باید په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي. هغه حکومتونه چې امنیت او بقا غواړي باید له ولس څخه په هر اړخیزه توګه کار واخلي او د هغوی د حقونو له ضایع کولو څخه ډډه وکړي. ځکه که ولس تر ظلم او جبر لاندې وي او حکومت د زور او جبر له لارې امنیت ټینګول غواړي، هېڅکله به خپل هدف ته ونه رسېږي او په دې لاره کې به ډېر لګښتونه وکړي، خو بې فائدې.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version