لیکوال: "محمدالافغاني"

د جنازې لمونځ؛ روزنيز او ټولنيز ټکي يې (شپږمه او وروستۍبرخه)

۴- اخلاقو او ارزښتونو ته پاملرنه
د اسلامي احکامو په هر حکم کې ډېر حکمتونه پټ دي، چې په عملي کولو سره يې مسلمان ترې ګټه اخلي. د اسلام له ټولنيزو حکمونو څخه يو دا دی چې د جنازې لمونځ په ډله‌ييزه توګه ادا کړي، د دې حکم په کولو سره بايد يو مسلمان هغه ارزښتونه په ياد ولري چې په ټولنه کې تر يوه حده هېر شوي دي.
کله ناکله خلک د اسلام له اخلاقي احکامو لرې پاتې کېږي او ځينې ارزښتونه يې تر پښو لاندې کوي، خو د جنازې په لمانځه کې له ګډون سره د هغو بداخلاقيو غم وخوري، چې تر دې دمه يې تر سره کړي، او دا شېبې د هغه د ژوند د بدلون لپاره مهمې شېبې دي.
۵- د خپلوانو نه هېرول
د مادي وظيفو تورې سيوري کله کله د مسلمان انسان پر ژوند داسې سيوري اچوي چې خپل ډېر عزيزان هېروي او ټول غم يې د دنيايي مالونو ټولول وي. کله کله ځینې خلک په دې مادي شیانو کې دومره ډوب شي چې حتی خپل ځان او خپل راتلونکی هېروي. دا ځينې هېريږي چې هغه خپلوان او عزيزان لري چې باید د هغو لېدنه وکړي او صله‌رحمي پر ځای کړي.
په حقیقت کې د جنازې لمونځ انسان له خوبه راوېښوي او دا يې په ذهن کې اچوي چې بايد ژوندي یاد کړي مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي او خپلو خپلوانو او عزیزانو ته مراجعه وکړي، ځکه چې کله يو چا ته د مرګ پرښته راغلل، نو وروسته د هغه پر جنازې باندې تلل هيڅ درد نه دوا کوي.
څوک چې خپل مخ کې جنازه وويني د زرګونو افسوسونه او د هغه د لیدلو ارمانونه د انسان په زړه کې راګرځي، مګر افسوس چې ډېر ناوخته دی او د هغه د ليدلو لنډه شېبه په ملیونونو پېسو نه اخیستل کيږي. خو که یو څوک په خپل ژوند کې خپلو عزیزانو ته پام وکړي، هغه به وکولی شي د دوی سره لېدنه وکړي او د دوی د وضعیت په اړه پوښتنه وکړي.
انسان چې هر څومره خپل عزیزان هېر کړي وي، کله چې د خپل دوست او عزیز د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي، نو ذهن ته به یې دا خیال راځي چې د دغه دوست او عزیز له جنازې څخه د فراغت وروسته بايد د نورو خپلوانو او عزيزانو ليدنې ته لاړ شي.
پای
Leave A Reply

Exit mobile version