لیکوال: "ابوعائشه"

معتزله (څلور شپېتمه برخه)

د قبر د عذاب په اړه د اهل سنت نظر
اهل سنت په دې باور دي چې د قبر عذاب، د جنت نعمتونه او د نکير او منکر پوښتنې حق او ثابت دي. امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: «څوک چې ووايي چې زه د قبر په عذاب نه يم خبر، هغه د جهميه له هلاک شوي ډلي څخه دی؛ ځکه چې هغه د الله سبحانه وتعالی له دغه وعدې چې فرمايي: «سنعذبهم مرتین» څخه سترګې پټې کړې، يعني دا چې د قبر له عذابه يې انکار کړی دی.»
امام احمد بن حنبل رحمه الله وايي: «موږ د قبر په عذاب او په نکير او منکر ايمان لرو او باور لرو چې له بنده به په قبر کې پوښتنه کېږي.»
بیهقي د امام شافعي رحمه الله په مناقب کې ذکر کړي دي چې امام شافعي رحمه الله ويلي دي: «… او د قبر عذاب او د نکير او منکر پوښتنه حق ده.»
علامه نسفي رحمه الله د اهل سنت او جماعت د عقیدې په اړه لیکي: «په قبر کې د اطاعت والاو نعمت او نکير او منکر په سمعي دلايلو سره ثابت دي.»
امام طحاوي رحمه الله د اهل سنت او جماعت د عقیدې په اړه وايي: «موږ د قبر عذاب منو د هغه چا په اړه چې د هغه اهليت لري، او د نکير او منکر د پوښتنو، د الله تعالی په اړه، د دين او د هغه پيغمبر، د هغه څه په اساس چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو په روايتونو کې راوړي دي، ايمان لرو. قبر، یا باغ دی له باغونو څخه د جنت، او یا د دوزخ له کندې څخه یوه کنده ده.»
شیخ حافظ ابوبکر رحمه الله د اهل سنت د عقيدې په اړه لیکي: «اهل سنت عقیده لري چې د قبر عذاب حق دی، که خدای وغواړي، هغه کس چې د هغه مستحق دی عذاب ورکوي او که وغواړي، هغه ته به بښنه وکړي.»
د اهل سنت‌و دلایل
د قرآن کریم آیتونه
الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایلي دي: «النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ»؛ “[اوس هر] سهار او ماښام به اور ته وړاندې کيږي، او هغه ورځ چې قيامت کيږي [د ژړا غږ به واورېدل شي چې] فرعونيان په خورا سخت عذاب کې واچوئ.”
د مفسرینو او احادیثو پوهانو په اند دا آیت د دنیا د کفارو او د قبر د عذاب په اړه دی؛ ځکه چې سهار او ماښام د لومړي اور ذکر شوی، بیا د قیامت د ورځې دردناک عذابونه ياد شوي دي چې دوه جلا عذابونه دي. لاندې د دې آيت په اړه د ځينو مفسرينو ويناوې ذکر کوو:
علامه قرطبي رحمه الله وايي: «عام خلک په دې باور دي چې دغه وړاندوينه په برزخ کې ده او دا پخپله د قبر د عذاب د ثابتولو ثبوت دی.»
علامه ابن کثير رحمه الله وايي: «دا آيت په قبرونو کې د کفارو د عذاب په هکله د اهل سنت‌و په استدلال کې ډېر مهم اصل دی.»
الله جل جلاله فرمايي: «وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَلِكَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ»؛ “او په حقیقت کې له دې [عذابونو] پرته به د هغو کسانو لپاره چې ظلم يې کړی وي [بل] عذاب وي، مګر ډیری یې نه پوهیږي.” مفسرینو په دې آیت کې د عذاب معنی د قبر عذاب ګڼلی دی. د قرآن د مفسر حضرت ابن عباس او براء بن عازب رضي الله عنهم هم همدا نظر دی.
الله جل جلاله فرمايي: «مِمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا نَارًا فَلَمْ يَجِدُوا لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْصَارًا»؛ “[تر هغه پورې چې] دوی د خپلو ګناهونو له امله ډوب شول او [له مرګ وروسته] دوی په اور کې واچول شول او د خدای په وړاندې يې د ځان لپاره هیڅ مرسته ونه موندله.”
ابن خطيب رحمه الله وايي: «د الله تعالی دغه قول د قبر د عذاب لپاره ثبوت دی؛ ځکه دغه حالت د ډوبېدو پسې راځي، او دغه حمل د آخرت په عذاب باندې نه کيږي، ځکه د «فا» دلالت په آيت کې باطل کيږي.»
علامه آلوسي هم د دې آيت په تفسير کې ليکي: «دغه اور د قبر اور دی، او د هغه څخه مراد د قبر عذاب دی، او هغه کس چې په اوبو کې غرق شي، يا په اور کې وسوځول شي، او يا يې لاشخوران ټوک ټوک کړي، هغه ته هم هغه عذاب رسيږي چې د قبر خاوند ته رسيږي.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version