شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابوعائشه" معتزله (نهه پنځوسمه برخه) د تاریخ په اوږدو کې ډېر غورځنګونه او فرقې راڅرګندې شوې او د وخت په تېرېدو سره له مینځه تللې او ورکې شوې. د معتزله فرقه چې یوه له پخوانیو فرقو څخه وه او یو وخت یې د ځان لپاره لوړ مقام درلود، که څه هم له منځه تللې؛ خو د دې ډلې کارونه او نښې د ځینو عصري پوهانو او نوي اندپوهانو په افکارو کې پاته دي. په تېره برخه کې مو د معتزلهو له نظره د عقل د مقام په اړه بحث کړی، په دې برخه کې غواړو د دې ډلې، بنسټ ایښودونکو او اهدافو په اړه بحث وکړو. په تېره برخه کي مو ليکلي وو چي د معتزلهو تر ټولو مهم توپير او پېژندنه په دې ده چې دوی عقل په نص مخته کوي؛ ځکه دوی عقل ته ځانګړی ځای ورکړی. نوې معتزله که څه هم اصلي معتزله ډېر پخوا موجود وو، خو نن سبا د امت په منځ کې داسې کسان شته چې همهغه فکر او نظر لري او د معتزلهو له مشرانو او د هغوی له افکارو سره ډېره مینه لري. دا اصول په ځینو معاصرو فکرونو کې څرګند شوي، چې یو یې “عصري مکتب” دی. نوي اندپوهان د معتزلهو له کتابونو سره ډېره علاقه لري او د هغوی طریقه غوره بېلګه ګڼي. دوی تل هڅه کوي چې په هره طریقه د معتزلهو فکر را ژوندی کړي. معتزله د خپل د عقیدې له مخې په ټولو فرقو کې هغه څوک دي چې تر ټولو لوړ عقل او فکر ولري. ډاکټر محمد عماره [یو له هغو کسانو څخه چې د معتزلهو له افکارو متاثره و] لیکي: معتزله چې د اهل عدل او توحید په نامه هم یادیږي، داسې مکتب دی چې تر ټولو یې د عربي او اسلامي شخصیت اصالت ښه څرګند کړ. دوی هغه کسان وو چې پرته له دې چې د یوناني فکر اغېزمن شي په بحث او تحقيق کې يې له عقلي منهج څخه کار واخیست. د دې لپاره چې د دې دوو ډلو تر منځ ورتهوالی په ښه توګه ووينو، پکار ده چې په ځينو اصولو او موخو کې هغه موافقتونه چې د دې دوو ډلو ترمنځ شتون لري بیان کړو: ۱. د دواړو ډلو توافق د عقل په تقديس او په نص باندې د هغه تقديم؛ ۲. د دواړو ډلو توافق د سنت سره په دښمنۍ کې، د هغه د دعوتکوونکو سپکاوی، او د محدثینو مسخره کول؛ ۳. د دوی توافق د اتباع له بهرنیو مذاهبو او فلسفو څخه؛ لکه څنګه چې معتزلهو د هغه فکري جګړې څخه متاثره شوه چې د ژباړې د حرکت له لارې د یونانیانو او هندوانو لخوا په اسلامي نړۍ کې پيل شول، او اوسني معتزله هم غربي تمدن ته تسلیم شوي او د دوی پیروي کوي. [تر هغه حده چې دوی د خپل پرمختګ لپاره دې جعلي تمدن ته بلنه ورکوي.] ۴. په غیبي مسایلو کې د مناظرې او بحثونو روا کول، هغه مسايل چې یوازې خدای تعالی پرې پوهیږي او خبر دی او سرچینه یې یوازې نصوص ( قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث) دي، لکه: د خدای تعالی د ذات او صفاتو، پرښتو، جنياتو او د تقدیر په اړه بحث کول؛ ۵. د فکر او عقیدې د ازادۍ په نوم د ګمراه کوونکو او منحرفو ډلو ستاینه؛ ۶. د دواړو ډلو بلنه د قرآن او سنتو تفسير او تأويل ته د عقل پر بنسټ او د صحيح او شرعي طريقې په پام کې نيولو پرته. ذکر شوي شیان د زاړه معتزله او نوي معتزله (یا معاصرو اندپوهانو) ترمنځ ورته والی لري. د هغه کتابونو په څېړلو سره چې په دې اړه لیکل شوي دي، دا روښانه کیږي چې دغه ورتهوالی ریښتیا دي. والله اعلم ادامه لري…