لیکوال: شکران "احمدي"

د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (لسمه برخه)

د بدعت ډولونه
بدعت په څو کټګوریو ویشل شوی دی:
  1. 1. حقیقي او اضافي بدعت: دا چې نه له قرآن، نه له سنت‌و او نه له نورو معتبرو شرعي منابعو څخه ثابت وي، نه په اجمالي توګه او نه په تفصیل سره؛ له همدې امله دې ته بدعت ویل کیږي، ځکه چې اختراع په دین کې بې ساري ګڼل کیږي. د بېلګې په توګه: په غرونو کې په رهبانیت او عزلت سره خدای ته نږدې کېدل، د خلکو له مجلسونو څخه لرې کېدل او د عبادت په نیت د دنيا او د هغې لذتونو پرېښودل. هغه څوک چې دا کار کوي په حقیقت کې د ځان څخه یې عبادت جوړ کړی او ځان یې په هغه باندې ملزم کړی دی.
اضافي بدعت دوې خواوې لري:
الف. دلیل ولري او له همدې امله د بدعت په توګه نه ګڼل کیږي.
ب. د حقیقي بدعت په څیر چې دلیل ونه لري، پدې معنی چې له یوې خوا سنت دی ځکه چې دلیل لري او په بلې خوا بدعت دی ځکه چې هیڅ دلیل نلري؛ ځکه چې په هغه کې شبهې ته استناد شوی دی نه دلیل ته؛ یعني په حقیقت کې چې دلیل لري، مګر داسې دلیل نه دی چې د هغه کیفیت، حالت او تفصیلات بیان کړي. د بېلګې په توګه: د شعبان د مياشتې پنځلسمه روژه نيول او د هغې د شپې قيام کول بدعت دی او اضافي بدعت ګڼل کېږي، ځکه د لمانځه او روژې اصل روا دي، خو په شريعت کې د هغه لپاره کوم خاص وخت نه دی ټاکل شوی.
  1. 2. اوسنی بدعت: دا د بدعت په تعریف کې شامل دی، او دا د ځان څخه جوړ شوې طریقه ده چې د شرعي طریقې سره ورته ده، چې هدف یې تعبد دی. د بېلګې په توګه: هغ شی په دین کې زیات کړي چې په د دين کې نه وي، لکه: په لمانځه کې د رکعتونو زياتول.
د اوسني بدعت په تعریف کې تَرکي بدعت هم شامل دی، ځکه چې دا په دین کې اختراع شوې طریقه ده. د بېلګې په توګه: په قصدي او عمدي توګه د هغه څه پرېښودل چې په شريعت کې روا دي.
  1. قولي اعتقادي بدعت: لکه د جهمیه، معتزله، روافض او نورو ګمراه شویو فرقو او د هغوی د عقایدو په څیر دی. په دې بدعت کې نوي ګمراه ډلې هم شاملې دي؛ لکه: قادیانیان، بهائیان، باطنیه، اسماعیلیه، نصیریه، دروز، روافض او نور.
  2. عملي بدعت: چې په څو ډوله ویشل شوي دي:
الف) په دین کې بدعت پیدا کول: په دین کې داسې عبادت اضافه کول چې په دین کې شتون نلري؛
ب) په عبادت کې زیاتوالی: لکه د لمانځه په رکعت کې یو رکعت زیاتول؛
ج) د عبادت په طریقه کې بدعت کول: هر عبادت خپله ځانګړې طریقه لري، خو څوک یې په بل ډول ترسره کوي.
د) د مشروع عبادت لپاره د ځانګړي وخت ټاکل چې شریعت ورته وخت نه دی ټاکلی؛ د شعبان د مياشتې په پنځلسمې روژه نیول، چې شریعت د روژې او لمانځه اصل روا ګرځولي دي خو د هغو لپاره يې کوم خاص وخت نه دى ټاکلى او د وخت ټاکل يو دليل غواړي.
هـ) د شرعي او دیني طریقې عبادت په داسې ډول چې په حقیقت کې د دیني طریقې خلاف وي؛ لکه په عبادت کې شدت او حدت کول.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version