لیکوال: عبدالحمید "نوروزي"

اسلامي حجاب او ښځه په جاهليت او اسلام کې (درېمه برخه)

ښځه په زاړه جاهلیت کې
د جاهليت په زمانه کې ښځې هيڅ انساني او ټولنيز ارزښت نه درلود. نو د هغې یوازینۍ دنده د سړي خدمت او د مېړه لپاره د زامنو زیږول وه. د دې خلکو په جهالت، ګمراهۍ او وحشت او د ښځې په ذلت او بې وزلۍ کې دومره بس ده چې که یوه ښځه لور زېږولی، نو د دې تر څنګ چې دا د خلکو د کرکې، نفرت او ليروالي واقع کېدل، او د اوږدې مودې لپاره به په انزوا کې ژوند کولو محکوم کېدل، لور به يې هم منفوره کېدل او په ځینو مواردو کې، به دا ماشومه ژوندۍ په خاورو کې ښخېدل، او مور يې حق نه درلود چې د هغې ماشومې دفاع وکړي چې هغه یې د میاشتو مياشتو لپاره يې په رحم کې پاللې وه، او هغې د خپل مېړه په وړاندې د اعتراض او مقاومت کولو جرأت نه درلود.
په جاپان کې نارینه لوی واک درلود او د ښځو د غلامولو یا پلورلو حق یې درلود، او ښځې ټول عمر د خپل پلار یا مېړه یا زوی تر سرپرستۍ لاندې وې، نجونې په میراث کې برخه نه درلوده، او د علم او سواد له زده کړې څخه محرومې وې، او تل د خپلو پلرونو او مړونو لخوا د وهلو او ترټلو په وسيله به سختو کارونو ته اړ کېدلې.
په هند کې ښځه د خپل مېړه مال ګڼل کېده او د مېړه له مرګه وروسته يې د هغې ژوند روا نه ګڼل او د مېړه د مړينې په څلوېښتمه ورځ اور ته غورځول کېدل او تر ټولو غوره ښځې هغه وې چې د خپلو مېړونو له مړینې وروسته یې ځانونه اور ته اچولي وی.
هندۍ ښځې د لوړو طبقو له ښځو پرته له زده کړې او علم ترلاسه کولو څخه بې برخې وې او د غلامانو په څېر یې د ملکیت حق نه درلود او د دوی د کار مزدوري به د خاوندانو او بادارانو جیبونو ته تلل.
په ساساني امپراتورۍ کې ښځه “شخص” نه ګڼل کېده. بلکه هغوی به يې “توکي” ګڼل. په بل عبارت، ښځه هغه شخص نه ګڼل کېده چې حق ولري، هغه څه وه چې د یو چا د ملکیت په توګه بلل کېده.
په ۵۸۹ میلادي کال په فرانسه کې له ډېرو بحثونو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې ښځه هم انسانه ده؛ مګر د نر د خدمت لپاره خلق شوې ده.
ښځې په اوسني جاهلیت کې
له بشري حقونو څخه د ښځو محرومیت او د هغوی مظلومیت یوازې په پخواني جاهلیت پوري منحصر نه و؛ بلکې د علم او ټکنالوژۍ په زمانه کې، ښځې د نارینه وو په پرتله ډېر د ظلم او بې عدالتۍ سره مخ کيږي. په اروپا کې په تېره پېړۍ کې ښځې ټولنیز ډګر ته راوستل، که څه هم د “ښځو د ازادۍ” او “د نارینه او ښځو د برابرۍ” په شعار سره ترسره شو، مګر په حقیقت کې دا د ښځينه وو څخه د ګټو اخيستنو په موخه ترسره شوه. ښځې له خپل خلقت او فطرت څخه لرې شول او د نارینه‌و په لا خدمت يې پیل وکړ. د ښځې بله بدبختي او بدمرغي د هغې جنسي استحصال دی. ځکه چې د نر او ښځې تر منځ محدودې اړيکې د هغه هېواد (اروپا) د ځينو فيلسوفانو لخوا د وروسته پاتې والي نښه او د ازادۍ ضد ده، په داسې حال کې چې ټولنې ته د ښځې ننوتل او له نورو سره يې نامحدودې اړيکې د کورنۍ د انحلال د مور او پلار د علاقې له منځه تلل او د کورنۍ د خراپېدو لامل کيږي، او همدارنګه ماشومان حیران او سرګردانه کيږي او د مور او پلار له مینې څخه بې برخې ګرځي او هر یو یې په فاسده ټولنه کې جلا جلا قطبونو ته جذب کيږي، چې ډیری یې د ژوند تشې ته رسيږي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version