ډاکټر فضل احمد "احمدي"

مارکس او مارکسیزم (دوهمه برخه)

۱- د مارکس ژوند ته یوه کتنه
مارکسیزم یوازینی سیاسي نظریه ده چې د یو شخص په نوم نومول کیږي، چې هغه مارکس دی. که څه هم وروسته د لنینیزم، مائوئیزم، تروتسکیزم، استالینیزم او حتی د تیتوئیزم، خروشچفیزم یا گورباچفیزم سره مخلوط شو. خو بیا هم د مارکس ونډه لاهم مهمه او مرکزي رول لري. له همدې امله، غوره دا ده چې د دغه نظریې مطالعه د مارکس د پېژندلو سره پیل شي.
کارل مارکس د ۱۸۱۸ کال د می په پنځمه د پروس په تریر ښار کې زیږیدلی و. د هغه پلار یو یهودي وکیل و چې په 1824 کې یې خپل دین، مسیحي پروتستان ته بدل کړ. د کارل مارکس پلار د تریر په ښار کې یو له معتبرو وکیلانو څخه و او د خپلې دندې له لاسه ورکولو د وېرې له امله یې د پروتستان مذهب منلو ته غاړه کېښوده. د هغه مور د یهودي رهبانیت څخه خورا اغیزمنه وه. مارکس د منځني طبقې په چاپیریال کې د لیبرالي پالنې سره لوی شوی. له پیدایښت څخه درې کاله وړاندې تریر د فرانسویانو په لاس کې و، او د دې سیمې خلک د پروس له فیوډالي حکومت سره په ستونزو کې وو. ځکه چې له یوې خوا دغه سیمه د پروس تر ټولو صنعتي سیمه وه او له بلې خوا جمهوریتپاله، نوښتګره او روښانفکره افکار او حتی افراطي سیاسي عقیدې هم پکې موجودې وې.
په 1841 کې، مارکس د اپیکور د فلسفه په اړه یې خپل پایلیک ولیکه او فارغ شو. هغه د پوهنتون د زده کړو له پای ته رسولو وروسته د پوهنتون د استادۍ په نیت «بن» ته ولاړ، خو د جرمني د حکومت ارتجاعي سیاستونه ځوان مارکس دې ته اړ کړ چې علمي کار پرېږدي. په ۱۸۴۲ کال کې د راین ورځپاڼې په نامه یوې ورځپاڼې مارکس ته د همکارۍ بلنه ورکړه. مارکس د ورځپاڼې مديريت ومنلو او له «بن» څخه «کلن» ته راغى. ورځپاڼې د مارکس د مدیریت په وخت کې لا انقلابي لوري ته مخه کړه. حکومت دغه ورځپاڼه تر سانسور لاندې راوسته او بيا يې د ۱۸۴۳ د جنورۍ له لومړۍ څخه د بندولو پرېکړه وکړه. مارکس د دې لپاره چې د ورځپاڼې د تړلو مخه ونیسي، د مدیریت څخه یې استعفا ورکړه، خو د مارکس استعفا هم ورځپاڼه ونه ژغورله.
په 1843 کې، مارکس د خپل ماشومتوب ملګرې «جیني فن ویسټفالین» سره واده وکړ. جیني د پروس د یوې اعیاني او ارتجاعي کورنۍ سره تړاو درلود، مګر هغې خپلې طبقې او کورنۍ ته شا کړه او د خپل ژوند تر پایه پورې د کارل مارکس وفاداره ملګرې پاتې شوه. د 1843 په مني کې، مارکس پاریس ته لاړ تر څو یوه رادیکال او انقلابي مجله خپره کړي. په هغه مقالو کې چې ده په ​​دې مجلې کې لیکلي وه، د خلکو او پرولتاریا سره یې خبرې کولې. په دې مقالو کې مارکس د شته وضعیت په اړه خپله بې سارې نیوکې څرګنده کړې.
د ۱۸۴۴ په سپټمبر  کې «انګلس» د څو ورځو لپاره پاریس ته راغی او له مارکس سره تر لیدو وروسته د ژوند تر پایه د مارکس نږدې ملګری پاتې شو. دوی په ګډه، د خپل ژوند په اوږدو کې، د وړې بورژوازي او بورژوازي نظریاتو په وړاندې چې کارګر طبقه یې له خپلو مبارزو څخه منحرفه کړه په کلکه مبارزه وکړه.
په ۱۸۴۵ کال کې مارکس د خپلو انقلابي افکارو له امله له پاریس څخه جلاوطن شو او بروکسل ته ولاړ. د ۱۸۴۷ کال په پسرلي کې مارکس او انګلس د «کمونیسټانو له اتحاد» سره یو ځای شول چې یوه پټه ډله وه او د دې ډلې له خوا مارکس او انګلس ته د ورکړل شوي ماموریت له مخې د «کمونیست ګوند مانیفست» په نوم خپل اثر ولیکه. په دې اثر کې د نړۍ نوی لید، یعني ډیلیکټیک ماتریالیزم، د تکامل په اړه تر ټولو هراړخیز او ژورې زده کړې، د طبقاتي مبارزې تیوري او د پرولتاریا تاریخي او نړیوال انقلابي رول په خورا ښه شان سره انځور شوی دی.
مارکس د بلجیم، فرانسې او جرمني څخه د پرله پسې جلاوطنۍ وروسته، په 1849 کې لندن ته لاړ او د خپل پاتې ژوند لپاره هلته پاتې شو. د ۱۸۸۱ د دسمبر په دوهمه جیني فن ویسټفالن مړه شوه او د ۱۸۸۳ په مارچ  کې مارکس په خاموشۍ سره په خپله څوکۍ کې ابدي ویده شو. هغه د لندن په های ګیټ قبرستان کې د خپلې میرمنې تر څنګ ښخ شوی دی.
که موږ ونه غواړو چې کارل مارکس (۱۸۸۳-۱۸۱۸) د دویمې زریزې تر ټولو ستر مفکر، په ۲۰۰۵ کال کې د بي بي سي راډیو له خوا د ترسره شوې نظرپوښتنې پر بنسټ وګڼو، هغه بې له شکه د دې زریزې یو له ډېرو اغېزناکو مفکرینو څخه حساب کېدای شي، چې د البرټ انشټاین، اسحاق نیوټن، کانټ، هیګل، نیچه او نورو په شان بللی شو.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version