په ملګرو ملتونو کې هم د واک تمرکز او د لږکیو واکمني شتون لري. د امنیت شورا چې د ۱۵ دولتونو له استازو جوړه ده، د ملګرو ملتونو د نورو برخو په پرتله ډېر واک او ځواک لري. د امنیت شورا له پنځلسو غړو څخه پنځه یې دایمي دي او د ویټو حق لري؛ په دغو پنځو غړو کې امریکا تر ټولو ځواکمنه ده او اکثره وخت یې غوښتنې منل کېږي او یا په یو ډول نه یو ډول په نورو باندې تپل کیږي.
د دولتي اتحادیو په کچه هم د واک د تمرکز یو ډول لیدل کیږي چې یوه بیلګه یې د فدرالي حکومتونو موضوع ده چې د یو متحد حکومت په لور حرکت کوي. فدرالي دولت له څو ایالتونو څخه جوړ دې چې هر یو یې خپل مشخص پارلمان او حکومت لري؛ پداسې حال کې چې د متحد دولت مرکزیت لوی او ځواک یې متمرکز دې.