لیکوال: ابو عرفان


امر بالمعروف او نهی عن المنکر (لسمه برخه)

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر درجې
هغه څوک چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولیت په غاړه اخلي، په هر ځای او د هر شخص لپاره نه شي کولای فعالیت وکړي، مګر دا چې د سپیڅلي اسلامي شریعت په حدودو کې وي. په لومړي درجه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولیت د حاکمانو او دولتونو پر غاړه دی (د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت). دعوت يو له ديني وظيفو څخه ګڼل كيږي او كه يې پريږدي نو د ناوړه پايلو مسئول به وي. په دې لیکنه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر بحث د ټولنې په کچه او د عامو مسلمانانو په اړه شوی دی. دا کار باید په مناسبو طریقو او د شریعت په حدودو کې تر سره شي، تر څو ټولنه د منکرات له کړکیچ څخه خلاص او پر ځای یې د خدای احکام راشي.
علامه ابن قیم رحمه الله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د حکم په تشریح او په خاصه توګه د منکر څخه د انکار په برخه کې یې څلورې درجې او کچې ذکر کړي دي، چې په هغه باندي کولای شو منکر او نهی رد کړو، چې په لاندې ډول دي:
  1. منکر له منځه یوړل شي او “معروف” د هغه په بدل کې ځای په ځای شي؛
  2. منکرات باید محدود شي، که څه هم په عمومي توګه د ټولنې څخه لیرې نه شي؛
  3. دغه منکر باید له منځه ولاړ شی، خو بل منکر دې پرځای راشی.
  4. منکر ورک شي؛ خو یو بد منکر یې په بدل کې ځای په ځای شي.
اکثره علما د ابن قيم رحمه الله په شمول په دې اند دي، چې لومړۍ دوې ډلي شرعي او دريمه بڼه يې اجتهادي (په ځينو حالاتو کې روا او په ځينو حالاتو کې ناروا)، خو څلورمه برخه خامخا ناروا او حرامه ده.
له دې تفسير څخه دې نتيجې ته رسيږو چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر  څخه موخه د منکر پر ځای د معروفو ځای په ځای کول دي. همدارنګه هغه څوک چې غواړي نور له منکر څخه منع کړي او ځمکه، اسلامي ټولنې او انسانیت له فساد څخه وساتي، باید حلال او مجاز انتخاب وړاندیز کړي. که نه نو، بلنه به یې بې ځایه وي او د ګډوډۍ لامل به شي. خو که معروف د منکر په ځای معرفي کړي او اوریدونکي د موضوع په ژورتیا سره د علم او ​​منطق په مرسته پوه شي، نو هغه به د منکر په ځای د معروف منلو څخه ډډه ونه کړي او په ښکاره توګه به یې ومني.
په دوهم ټکي کې راغلي چې په ځينو ټولنو کې ځينې بدې کړنې دومره عام شوي دي چې له ټولنې څخه يې په يو وخت کې له منځه وړل ډېر ستونزمن کار دی. له همدې امله د رابلونکي(داعي/دعوت کوونکی) موخه دا ده چې که په بشپړه توګه فساد له منځه نه شي وړلای، لږ تر لږه د دې فاسدې ونې ريښه وچه کړي، چې د وخت په تېرېدو سره يې وده ودرېږي او بالاخره له منځه ولاړ شي. له همدې امله، منکر په ورو او تدریجي ډول لرې کوي، نه په یوځل او چټکۍ سره.
د دې برخې په اجتهادي او درېيمه برخه کې دې ته اشاره شوې ده چې کله کله ځينې منکرات که څه هم د ګناه له نظره کوچني وي، خو د پراخوالي له نظره يې ضررونه پراخ او ډېر وي. په داسې حالاتو کې داعي د ټولنې او د هغې د حاکمو شرايطو په اړه د خپل ليدلوري او حکمت پر بنسټ هغه تشخیصوي چې د دې منکر څخه منع کول، ښايي له داسې غبرګونونو سره مخ شي چې ډیري منفي پايلې ولري. خو هغه د خپلي پوهي او حکمت سره لومړی بل منکر د هغه بدیل ګرځوي، چې د هغه اغېزه په ټولنه باندي تر بل منکر په پرتله محدود وي او د وخت په تېرېدو سره هغه منکر د اسلامي ټولنې څخه لیرې کوي.
دا طریقې په قرآن کریم کې د شرابو د حراموالي په موضوع کې په واضح ډول درک کولای شو، چې الله جل جلاله د انسانانو او د مکې ټولنې د شرایطو په پام کې نیولو سره شراب په دریو پړاوونو او وختونو کې حرام کړي دي.
Leave A Reply

Exit mobile version