د امام ابوحنيفه رحمه الله په شمول اکثره محققين په دې اند دي چې ايمان د زړه اقرار دی او اقرار په دنيا کې د احکامو د تطبيق لپاره شرط دی، ځکه زړه پټ دی او د هغه تصدیق نه مالومیږي؛ نو که څوک د زړه له کومي تصدیق وکړي؛ خو ژبه يې اقرار و نه کړي؛ نو هغه کس د الله تعالی په نزد مؤمن دی، خو په دنیایي احکامو مؤمن نه دی او که څوک چې په ژبه اقرار وکړي؛ مګر په زړه کې یې تصدیق ونه کړي، هغه د منافق په څېر دی، او د خلکو په نظر کې مؤمن او د خدای په نزد کافر دی او شیخ ابو منصور هم دا تعریف کړی دی.
علامه صدرالدین دمشقي په خپل کتاب “شرح العقائد الطحاویه” کې د ایمان د مفهوم په اړه لیکي: «د ایمان په مفهوم او معنا کې علماء ډېر اختلاف لري: امام مالک، امام شافعي، امام احمد، امام اوزاعي، اسحاق بن راهویه رحمهم الله او نور اهل احادیث او اهل مدینه او د ظاهریه فرقې او د متکلمینو یوه ډله په دې عقیده دي چې ایمان د زړه تصدیق، د ژبي اقرار او جوارحو عمل دی.»
زموږ ډېری اصحاب د هغه څه پر بنسټ چې امام طحاوي رحمه الله یې یادونه کړې، ایمان د ژبي اقرار او د زړه تصدیق بولي.
ځينې وايي: د ژبي اقرار اضافي رکن دی او د ايمان اصلي رکن نه دی، ابو منصور ماتريدي رحمه الله په دغه قول دی او دا قول له امام ابوحنيفه رحمه الله څخه هم نقل شوی دی.
علامه ابن قيم رحمه الله د شريعت له نظره د ايمان د حقيقت په اړه فرمايي: «ايمان د قول او عمل ترکیب دی، قول هم دوه برخې لري: د زړه قول چې عقیده ده او د ژبې قول چې شهادتین دي. او عمل هم دوه برخې دی: د زړه عمل چې نیت او اخلاص دی او د جوارحو(غړو) عمل. که دا څلور برخې له منځه ولاړ شي، ایمان له منځ ځي. که په انسان کې د زړه تصدیق نه وي، نو نورې برخې هم ګټه نه رسوي. ځکه چې د زړه تصدیق په هغه باندې د اعتقاد لرلو او د هغه د ګټورتوب لپاره شرط دی او که د باطني تصدیق سره سره د زړه عمل له منځه لاړ شي نو دا هغه ځای دی چې د مرجئه و او اهل سنتو تر منځ اختلاف شته. اهل سنت په دې متفق دي چې ایمان په بشپړ ډول له منځه ځي او د زړه عمل هیڅ ګټه نه رسوي، او د زړه له عمل څخه مراد مینه او اطاعت دی. لکه څنګه چې د پېغمبرانو په رښتينولۍ ايمان شيطان، فرعون او د هغه قوم، يهودیانو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې مشرکانو ته کومه ګټه نه ورسول، هغه مشرکانو چې په ښکاره او پټه توګه يې اقرار کاوه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم درواغجن نه دی؛ خو د هغه پیروي یې نه کوله او په هغه ایمان نه راوړی.»
د امام ابوحنيفه رحمه الله او د اهل سنتو د نورو امامانو تر منځ د ايمان د مفهوم او معنا په اړه اختلاف شته، چې هغه اختلاف ظاهري او صوري اختلاف دی. ځکه چې د جوارحو عمل د زړه د ایمان لپاره ضروري دی، او هرڅوک په دې متفق دي چې د لویې ګناه مرتکب د ایمان له دایرې څخه نه وځي. بلکي هغه د الله تعالی په مشیت او اراده کي دی، که یې وغوښتل عذاب ورکوي او یې وغوښتل یخښي یې. دا اختلاف لفظي اختلاف دی، او عقیده په هغه باندي نه فاسده کیږي، لکه: زناکار، غل، شرابخور او نور چې رسول الله صلی الله علیه و سلم ایمان له هغو څخه نفي کړی دی، خو ټول علما په دې اتفاق لري چې په کلي توګه ایمان له هغه نفره څخه نه ځي.
د اهل سنتو تر منځ په دې کې اختلاف نشته چې الله جل جلاله له خپلو بندګانو څخه د قول او عمل غوښتنه کړې ده او د قول معنا دا دی چې انسان په زړه سره تصدیق او په ژبه اقرار وکړي.
د اهل سنت د جمهورو علماوو دلایل
خدای تعالی فرمایي: أولئک کتب في قلوبهم الإیمان»؛ دا ډله هغه کسان دي چې الله تعالی یې په زړونو کې ایمان اچولی دی. «و قلبه مطمئن بالایمان» «د هغه زړه په ایمان کې آرام او ډاډمن وي.» «ولما یدخل الإیمان في قلوبکم»؛ «ایمان لا تر اوسه ستاسو زړونو ته نه دی داخل شوی.”
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «اللهم ثبت قلبي علی دینک»؛ (ای خدایه، زما زړه په خپل دين ثابت وساته.) «قال النبي صلیاللهعلیهوسلم: لأسامة رضیاللهعنه حین قتل من قال: لا إله إلا الله: هلا شققت قلبه؟»؛ (رسول الله صلی الله علیه وسلم اسامه رضي الله عنه ته وفرمایل کله چې هغه یو څوک وواژه چې ویل یې “لا اله الا الله”: ولې دې د هغه زړه نه راښکئ؟ ?).