د مکې ښار حرمت او فضائل خدای تعالی جل جلاله د اسمانونو او ځمکې د پیدایښت له پیل راهیسې د ځمکې دا نقطه غوره کړې او عزت یې ورکړی دی؛ لکه څنګه چې فرمايي: «إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبّ هَذِهِ الْبَلْدَة الَّذِى حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ»؛ ژباړه: [ای پیغمبره! ووایه:] ما ته امر شوی دی دا چې د دې ځمکې (مکه) یوازینی رب جل جلاله چې دا یې عزتمند کړی دی او زه باید د هغه عبادت وکړم [ هغه رب چې] هرڅه د هغه دي او ما ته امر شوی چې د هغه د تابعینو څخه شم.
ابراهیم خلیل هم د مکې حرمت او وقار بیان کړی دی؛ کعبه یې جوړه کړه، پاکه یې کړه او خلکو ته یې د حج اعلان وکړ.
بخاري له عبدالله بن زید بن عاصم رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ابراهیم علیه السلام د مکې حرمت وکړ او د هغې لپاره یې دعا وکړه، لکه څنګه چې ابراهیم علیه السلام مکه پاکه کړه، ما هم مدینه پاکه کړه او د هغې د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره مې دعا وکړه.)
د حج او عمرې فضیلت: له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«منْ حجَّ فَلَم يرْفُثْ، وَلَم يفْسُقْ، رجَع كَيَومِ ولَدتْهُ أُمُّهُ»؛ څوک چې د خدای جل جلاله لپاره حج وکړي او جنسي نیږدیوالی او د هغه مقدمات ترسره نکړي او د ګناه مرتکب و نه ګرځي، له حجه به راګرځي لکه د هغې ورځې په څېر چې له مور څخه زېږېدلی وي(بې ګناه راستنېږي).
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «العُمرةُ إلى العُمرةِ كفَّارةُ ما بَيْنَهما والحجُّ المبرورُ ليس له جزاءٌ إلَّا الجنَّةُ» ؛ یوه عمره تر بلې عمرې د هغه څه کفاره ده چې د دوی په منځ کې ترسره شوي دي او حج له جنت پرته بل ثواب نلري. له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الغازي في سبيلِ اللهِ عزَّ وجلَّ ، والحاجُّ ، والمعتمِرُ ، وفْدُ اللهِ دعاهم فأجابوهٌ ، وسألُوهُ فأعطاهم.»؛ د خدای جل جلاله په لاره کې مجاهد او څوک چې حج او عمرې ته ځي، وفد او دوی د خدای استازي دي؛ خدای دوی د خپل عبادت لپاره راوبلل او دوی ځواب ورکړ او له خدای تعالی جل جلاله څخه یې خپلې اړتیاوې وغوښتلې او خدای جل جلاله دوی ته ورکړي.
د حج د فرضیت فلسفه: هر مسلمان باید په دې باور وي چې خدای تعالی جل جلاله هیڅ عمل او حکم د انسانانو له ګټې پرته نه دی ټاکلی؛ ځکه چې خدای پاک جل جلاله د حکمت څښتن دی او د هغه له خوا هیڅ حکم بې حکمت او ګټې نه دی؛ په دې ډول چې انسان ښیي د دې په حکمت پوه شي یا پوه نشي او ممکن د ځینو قواعدو په حکمت هیڅ پوه نشي؛ له همدې امله، د یوه حکم بې ګټې کیدل اړین ندي؛ د بېلګې په توګه: پېړۍ وړاندې ډاکټران د انسان په بدن کې د دوو پښتورګو د پیدا کولو له حکمت څخه ناخبره وو او فکر یې کاوه چې یو پښتورګی کافي دی او بل پښتورګی بې کاره او بې ګټې دی؛ خو نن سبا د ساينس او څېړنو د پرمختګ له امله پوهېږو چې دوه پښتورګي شته او هر يو يې د انسان په روغتيا کې مهم رول لري. همدا ډول حج هم ډېرې ګټې لري او ځينې ګټې به يې په لاندې برخو کې ذکر کړو. نور بیا…