له دې آيت څخه د استدلال طريقه دا ده: خداى پاک جل جلاله ټول ګناهونه بخښي، نو دا بخښنه عمومي ده او ټول ګناهونه پکې شامل دي او هېڅ ګناه له هغه نه مستثنیٰ نه ده مګر دا چې په اجماع سره ثابته وی.
دا آيت د بخښنې پر جواز دلالت کوي چې خدای تعالی جل جلاله د ظلم په حالت کې بخښنه ثابته کړې ده او دا هم څرګنده ده چې دا بخښنه د کفارو لپاره نه ده نو له دې څخه لاندې ثابت شو او د «علی» کلمه پر همدې دلالت کوي؛ ځکه چې دا کلمه په حال باندې دلالت کوي، نو بخښنه د ظُلم په حالت کې ده نه د کُفر په حالت کې. نو دا آيت پر ټولو عام دی، پرته له کافر نو د لويې ګناه مرتکب هم په دې حُکم کې شامل دى.
د بندګانو لپاره د الله تعالی جل جلاله بخښنه او مغفرت، چې قرآن ورته اشاره کړې او امت پرې متفق دی، یوازې د هغو کسانو لپاره دی چې له توبې مخکې لوی ګناهونه کوي؛ ځکه چې واړه ګناهونه په بشپړه توګه بخښل کېږي او لوی ګناهونه له توبې وروسته، لکه څنګه چې الله تعالی جل جلاله پخپله فرمایلي دي: «إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبائِرَ ما تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئاتِكُمْ وَ نُدْخِلْكُمْ مُدْخَلاً كَريماً»، که تاسو له هغو لویو شیانو څخه ځان وساتئ چې تاسو ترې منع شوي یاست، موږ به له ستاسو څخه [صغیرۀ]ګناهونه لرې کړو او تاسو به یو وړ [او عزت] ځای ته ورسوو.) په بل ځای کې فرمایي: «وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَى النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ»؛ (او د ورځې په دواړو خواوو کې او د شپې په وخت کې لمونځ وکړئ. هو! نیک عملونه بد عملونه له منځه وړي. دا د هغو کسانو لپاره درس دی چې پند اخلي.)
امت په دې متفق دی چې الله تعالی جل جلاله خپلو بندګانو ته بخښنه کوي او قرآن هم دا مسئله بیان کړې ده. بې له شکه په مطلق ډول د کوچنیو ګناهونو د مرتکبینو لپاره د جزا او سزا ختمول او د لویو ګناهونو مرتکبین له توبې وروسته واجب دي، نو د دغو دوو عذابونو په ليرې کولو سره بخښنه نشته، نو لازمه ده چې سزا او د لویو ګناهونو د مرتکبینو سزا د توبې څخه مخکې لیرې شي