لیکوال: نعمان سعید

د مدینې منورې اړوند د بدر سیمه

د بدر سیمه د مدينې منورې يو هغه سیمو څخه ده، چې په خورا ډېرو تاریخي اثارو، شواهدو، ارزښتونو، کرنيزو او سياحتي سيمو باندې بډايه ده.
د اسلام او کفر ترمنځ لومړۍ تاریخي او پرېکنده جګړه، چې د بدر په نوم یادیږي، په همدې خاوره تر سره شوې ده.
د بدر کفر ځپونکي دا جګړه د رمضان المبارک د میاشتې په ۱۷ نیټه، چې د ۶۲۴ میلادي کال د مارچ میاشتې له ۱۷ نیټې سره سمون خوري او مسلمانانو په کې ستره او پرېکنده فتحه ترلاسه کړه په همدې مبارکه سیمه کې وه.
د په همدغه سیمه کې د یادې جګړې د شهیدانو د قبرونو لپاره یوه سیمه ځانګړې شوې ده او د بدر د شهیدانو په هدیره باندې نومول ​​شوې ده.
دا سیمه اصلا بدر بن يخلد بن النضر بن كنانة بن خزيمة بن مدركة بن إلياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان ته منسوبه ده، ځکه دا سړی په دې ځای کې اوسېده؛ نو د هغه ته منسوبه شوه او د هغه ​​نوم يې پرې کېښود.
داسې هم ویل کيږي چې بدر په دغه ځای کې یو کلی و، چې کوچنی او کم نفوسه کلی و او دا نوم د بدر بن قریش په حواله راغلی، چې هغه په دې ځای کې یوه څاه کیندلې وه، نو د هغه په وجه دا ​​څاه د ده په نوم ونومول شوه او بیا د دې سیمې نوم په بدر باندې مشهور شو، البته هغه سړی چې دا څاه یې کیندلې وه، هغه د قریشو د بني حارث بن یخلد زوی و او هغه د قریشو لارښود او د دې ځمکې مالک و.
د علامه یاقوت الحموي په لغت کې د بدر په اړه راغلي، چې بدر د مکې مکرمې او مدینې منورې ترمنځ د صفرا کندې په څنډه کې د هغه مشهورو اوبو نوم دی، چې د دې اوبو او د سمندر د ساحل ترمنځ د یوې شپې فاصله ده او بدر له اسلام نه مخکې مشهور و.
حموي وړاندې لیکي: لکه څنګه چې په تاریخونو کې راغلي دي، چې بدر د هغه کاروانونو د تیریدو مخه وه چې یا به شام ته تلل، یا به مکې مکرمې ته بیرته راستنیدل؛ نو دا کاروانونه به په بدر ښار باندې تیریدل.
همدا شان بدر د عربو له مشهورو بازارونو څخه هم یو و، چې د مهم جغرافیایي موقعیت له امله به دوی ته مرستندوی تمامیده او د کنانه قبیلې اړوند وه.
د بدر تاریخي سیمه اوس مهال د مدینې منورې لویدیځ ته د ۱۵۰ کیلومتره په واټن لرې پروت یو ښارګوټی دی، چې شمال ته یې ینبوع، ختیځ ته یې مرکزي مقر، جنوب ته یې مکه او لویدیځ ته یې بحر احمر دي، دا سیمه په 30-38، 30-39 ختیځ او 10-23، 30-24 شمالي عرض البلدونو ترمنځ موقعیت لري، چې د منطقي مرکزي مقر ته د نږدېوالي له پلوه دوهمه هغه ګڼل کیږي.
Leave A Reply

Exit mobile version