لیکواله: ام عایشه علیزۍ
لنډيز
د اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلې فرقې را منځته شوي، چې هره یوه یې عجیبه او کله ناکله ګمراه کوونکې او انحرافي عقیدې لري. یو له هغو څخه قادیاني فرقه (احمدیه) ده.
نولسمه پېړۍ د هند د مسلمانانو لپاره له ګډوډۍ او فتنې ډکه زمانه وه. په دې موده کې دوی له سیاسي زوال او شاتګ سره مخ شول. انګریزي استعمار په مسلمانانو باندې د حملې لپاره له هر ډول وسیلو کار واخیست او د مسلمانانو د عقایدو او افکارو د کمزوري کولو لپاره یې د اسلام په اساسي اصولو حمله وکړه او مسلمان علماء یې مناظرې ته راوبلل او له بلې خوا یې د قادیانیت نوې فرقه جوړه کړه، چې د دې څېړنې اصلي هدف او بنسټيزه موضوع د دې فرقې د مشر پېژندنه ده، څو د نبوت د دعوې او د هغه د پيروانو د نورو عقايدو عوامل او انګيزې څرګندې شي.
د هرې ټولنې او ملت فکري او معنوي برخه د هغه له افکارو او عقایدو څخه جوړیږي. تر څو چې افکار او عقیدې یې سمې او له انحرافاتو پاکې وي، اخلاق یې د قناعت وړ او خوښ وي؛ خو کله چې د ټولنې افکار د بهرنیانو او بيګانګان د نفوذ له امله تحریف شي، نو ټولنه د ګډوډۍ او فکري او عقيدتې ټکرونو سره مخ کیږي. د اسلام دښمنان په دې هڅه کې دي چې د مسلمانو ځوانانو ذهنونه ګډوډ کړي کلکه ملايې تړلې تر څو له پاکو اسلامي عقايدو څخه يې واړوي او داسې بې مقصده او سست خلک وګرځوي چې د دوی د غوښتنو مطابق حرکت وکړي. نو مسلمانو علماوو او پوهانو ته لازمه ده چې د انحرافاتو او غیر اسلامي افکارو د خپرېدو په مخنیوي کې هڅه وکړي او د بهرنیانو د ناپاکو لاسونو ته اجازه ورنکړي چې زموږ ځوانان ګمراه کړي.
په نننۍ نړۍ کې، د اسلام له پیل راهیسې، ډیری فرقې راڅرګندې شوې، چې دغه فرقې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفاته وروسته رامنځ ته شوې، چې اصل یې د هغه صل الله عليه وسلم په ځاي ناستي(خلیفه) کې اختلاف وو. دغو کسانو د خپلو سياسي او شيطاني موخو لپاره يې امت په نورو فرقو وويشل او د دې موخې لپاره يې هغه کسان ته پام وکړ، چې هم عالمان وو او هم د نفس پالنې او دنيا پالنې خاوندان وو.
کله چې اسلام د هند په نوم د مختلفو مذهبونو ځمکې ته راورسېد او له دې امله چې په دې خاوره کې ډیری فرقې شتون درلود؛ نوو مسلمانانو د خپل فکري پرمختګ د نشتوالي له امله په دین کې بدعتونه راپیدا کړل، حتی ځینې یې د خپلو مادي موخو لپاره د اسلام د دښمنانو شول.
“قادیانیت” یوه له هغو فرقو څخه ده چې د حق د لارې پر خلاف تللې او له دې لارې څخه په بشپړه توګه ګمراه شوې دی. دا فرقه که څه هم ظاهراً په اسلامي نامه پیل شوې ده. خو اصلي بنسټ ایښودونکي یې د دین دښمنان او د حضرت خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم دښمنان وو.
په دې لیکنه کې غواړو چې دغه فرقه او ډله درته معرفي کړو، او د هغې د بنسټ ایښودونکو، او اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړو، لومړی باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او د اسلام د پیغمبر د خاتمیت مسلې ته لنډه کتنه وکړو، د نبوت د درواغجنو مدعیانو تاریخ او د دې ډول ادعاوو انګیزه په ځانګړې توګه د «غلام احمد قادیاني» انګیزه باندې بحث وکړو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاتمیت نعمت
د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسالت په یقیني توګه د نړۍ لپاره تر ټولو ستر معنوي نعمت دی او دغه الهي نعمت چې د غوره صفاتو او ځانګړنو په درلودلو د خاتم پيغمبر رسالت او بعثت د ټولو انبياؤ عليهم السلام له نبوت او رسالت څخه لوړ مقام ورکړی. د پیغمبر د رسالت یو له ارزښتناکو ځانګړنو څخه “خاتمیت” دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خاتمیت، که څه هم د امت د غړو مسؤلیت په ځانګړې توګه د علماوو د طبقې مسئولیت سخت کوي، ځکه چې هغوی ته یې د خلکو د دعوت او لارښوونې دنده د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول، د ټولنې اصلاح کول او داسې نور یې دوی ته سپارلی دی. او همدا لامل دی چې دغه امت د تېرو امتونو په پرتله لوړوالی موندلی دی، الله تعالی فرمایي: «كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ» (تاسو ترټولو غوره امت یاست چې د خلکو لپاره پیدا شوی یاست، تاسو په حقه امر کوئ او له بدیو څخه منع کوئ)
خو دا باید ومنو چې « خاتمیت » د ټولو فکري اندېښنو، فلسفي بحثونو او شیطاني تمایلاتو پر وړاندې یو قوي دلیل او یو لوی سد دی که هر مسلمان د «ختم نبوت» په بشپړه توګه درک کړي، له دې بلنې وروسته او د هر هغه چا خبرې چې د نبوت دعوه کوي به پرې اغېز ونه کړي. که یو دجال او دوکه باز په دروغو د پیغمبرۍ دعوه وکړي نو دا د “خاتمیت” عقیده ده چې په اخلاقي او دیني لحاظ یو مسلمان ته اجازه نه ورکوي چې د هغه په ادعا باور وکړي او حتی له هغه څخه د معجزې او دلیل غوښتنه وکړي.
د یو متعهد مسلمان لپاره د داسې شخص خبرو ته غوږ نیول بې ګټې او بې ځایه ده. بلکې له فلسفي او منطقي بحثونو څخه ځان لري کوي او په ساده ځواب سره هغه ته شا کوي او وايي: زه باور لرم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته به هیڅ پیغمبر او رسول نه راځي.
په لنډه توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاتم الانبیاء عقیده د اعتقاد، شرعي او اجماع موضوع ده او اسلامي پوهانو یې دلایل په علمي او تحقیقي مآخذونو او منابعو کې په تفصیل سره بیان کړي دي او یوازې د قضیې د اصل روښانه کولو لپاره، موږ به په لنډه توګه ځینې دلایلو ته اشاره وکړو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت پای په سورة الاحزاب کې په واضح ډول بیان شوی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي: «مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا»؛ (محمد صلى الله عليه وسلم ستاسو له نارينه وو څخه د هیچا پلار نه دى، بلكې هغه د خداى رسول او خاتم النبيين دى، او خداى په هر څه پوه دى.)
همدارنګه په نبوي احادیثو کې هم دغه اصل په صریح الفاظو او کلمو سره بیان شوی دی: «أنا خاتم النبیین لا نبي بعدي»؛ (زه وروستی پبغمبر یم او له ما وروسته به هیڅ پیغمبر نه راځي.)
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو احادیثو کې ویلي دي چې په امت کې به درواغجنان راشي او د نبوت دعوه به وکړي: عن ثوبان رضیاللهعنه قال: قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: «… وأنه سیکون في أمتي کذابون ثلاثون کلهم یزعم أنه نبي، وأنا خاتم النیین لا نبي بعدي» د ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما په امت کې دېرش درواغجنان راځي، چې هر یو دا ګمان کوي چې هغه پیغمبر دی، په داسې حال کې چې زه وروستی پیغمبر یم او له ما وروسته به هیڅ پیغمبر نه راځي.
وعن جابر رضیاللهعنه قال: قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: «مثلي و مثل الأنبیاء کمثل رجل ابتنی داراً فأکملها وأحسنها إلا موضع اللبنة، فکان من دخلها و نظر إلیها، قال: ما أحسنها إلا موضع اللبنة فأنا موضع اللبنة فختم بي الأنبیاء»؛ ( له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما مثال د هغو پیغمبرانو سره چې مخکې له ما څخه راغلي، لکه هغه چا دی چې یو کور جوړ کړي او پاي ته يې رسولې وي، مګر د یوې خښتې له ځای څخه پرته یې ډېر ښکلی جوړ کړی وي، نو څوک چې دې کور ته ننوځي او ورته وګوري؛ نو وايي: دا کور څومره ښکلی دی، مګر د هغې خښتې ځای. زه د دې دین د پوره کولو لپاره د هماغه خښتې په څیر یم چې خدای زما په وسیله د پیغمبرانو سلسله ختمه کړه.)
وقال النبي صلیاللهعلیهوسلم لعلي رضیاللهعنه: «أما ترضی أن تکون مني بمنزلة هارون من موسی إلا أنه لا نبوة بعدي» (رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته خطاب وکړ او ويې فرمايل: ايا ته دا نه خوښوې چې ستا مقام ته د هارون مقام وي موسی ته ؟ په دغه توپیر چې له ما وروسته به هیڅ پیغمبر نه راځي.)
عن أبي أمامة الباهلي قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: «وان الله لم یبعث نبیاً إلا حذر أمته الدجال، وأنا أخر الأنبیاء وأنتم أخر الأمم»؛ (خدای جل جلاله هیڅ پیغمبر او نبي نه دی رالیږلی پرته لدې چې دوی خپل قوم د دجال څخه وېرولي، او زه وروستی پیغمبر یم او تاسو وروستی امت یاست.)
” عن أبي قبیلة أن رسول الله صلیاللهعلیهوسلم قام الناس في حجة الوداع فقال: «أیها الناس، إنه لا نبي بعدي و لا أمة بعدکم»؛ (اې خلکو پوه شئ چې له ما نه وروسته بل نبي او پېغمبر نشته او له تاسو وروسته هېڅ امت نشته.)
قال رسول الله صلیالله علیه و سلم: «و أنا العاقب الذي لیس بعده النبي»؛ (زه وروستی پیغمبر یم او له ما وروسته به بل پیغمبر نه راځي.)
دلته مخکې له دې چې د “مرزا احمد قادیاني” او د هغه د پیروانو د افکارو او باورونو څرګندونه وکړو، باید د رښتیني پیغمبر د ژوند په اړه هم لنډه وینا وکړو او د هغه له ژوند څخه لږ څه خبر شو. تر څو پوه شو چې میرزا د کوم نسب څخه دی، هغه ولې پیغمبرۍ دعوه وکړه او کوم صفتونه په هغه کې پیدا شول چې داسې کار يې وکړي!
د رسول الله صلی الله علیه و سلم سیرت
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت د تیرو پیغمبرانو او لویو نېکانو په مینځ کې تر ټولو قوي او ثابت سیرت دی چې موږ ته په خورا درست علمي میتودونو سره رسیدلی دی چې په دې کې هیڅ شک نشته. د بېلګې په توګه د حضرت موسى (ع) سيرت د هغه د پيروانو له خوا له داسې شيانو سره ګډ شوى دى چې د هغه ټوله سيرت تحريف کوي او هيڅ باور پرې نه پرېږدي او دا ممکنه نه ده چې د هغه د سم ژوندليک څخه چې نن ورځ شتون لري پوه شو؛ لکه څنګه چې ډیری غربي منتقدین په ځینو سپیڅلو کتابونو باندې ګوته نيسي او شک کوي چې ایا دا د حضرت موسی علیهالسلام په وخت کې وو او که نه؟ او ځینې بيا وايې چې د دې سپیڅلي کتاب یوه برخه د هغه په ژوند کې شتون نلري. بلکه، دا د هغه د مړینې ډیر وخت وروسته لیکل شوي. حتی د هغې لیکوالان ندي پیژندل شوي. دا ټول په دې دلالت کوي چې د حضرت موسی علیه السلام ژوندلیک له معتبرو سرچینو څخه نه دی چمتو شوی او هغه څه چې په تورات کې راغلي دي شک سره دي. له همدې امله، د ده په سيرت باندې باور نه شي کيداي، پرته له هغه څه چې په قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحیح سنت کې دي.
همدارنګه که د حضرت عیسی علیه السلام سیرت ته لنډه کتنه وکړو نو په ښکاره به معلومه شي چې د هغه ژوندلیک هم تحریف شوی دی. هغه انجیلونه چې نن ورځ د عیسویانو په مینځ کې خپریږي او د کلیساګانو لخوا تصویب شوي، د عیسی مسیح علیهالسلام څخه سل کاله وروسته لیکل شوي. لکه څنګه چې عیسوي پوهان په دې اړه وايي: دا د سلګونو انجیلونو په مینځ کې غوره شوي او د دوی پر لیکوالانو هیڅ باور نشته چې ایا دوی دا لیکنې په متصل اسنادو سره روایت کړي او که نه؟
نو کله چې د تېرو پېغمبرانو ژوند همداسې وي، نو له حضرت عیسی علیه السلام او موسی علیه السلام نه وروسته د دینونو د بنسټ ایښودونکو لکه قادیاني، کنفوسیوس او نورو فیلسوفانو ژوندليک به څنګه وي؟ په داسې حال کې چې د دوی پیروان په سلګونو کسانو ته رسیږي او هغه څه چې د دوی پیروان د دوی د ژوند په اړه نقل کوي، نن ورځ هیڅ علمي ارزښت نلري. ځکه چې دا له خرافاتو او افسانو پرته بل څه نه دي. هغه خرافات چې د دوی کاهنان خپاره کړل او هره ډله چې راغلي د پخوانۍ ډلې په خرافاتو کې اضافه کول هغه افسانې چې هیڅ هوښیار سړی یې نه مني؛ پرته له ځینو متعصبو خلکو.
له همدې امله د سند او تواترو له مخې تر ټولو صحیح او قوي سیرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت دی. ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند ټول پړاوونه، د هغه له پیدایښت څخه مخکې، د پلار عبدالله او مور آمنې له واده او یا له پیدایښت څخه وروسته (ماشومتوب، ځواني، د سوداګرۍ ځای، او له بعثت څخه مخکې او وروسته سفرونه) او تر مرګ پورې د لمر په څیر روښانه دي. همدارنګه د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم سیرت د یوه کامل انسان سیرت ته اشاره کوي چې د انسان د ژوند ټول اړخونه پکې شامل دي او لامل یې دا دی چې مخکې له دې چې خدای جل جلاله په خپل رسالت باندې مبعوث کړي. هغه په ځوانۍ کې یو امانت دار او صادق سړی و او کله چې پیغمبر شو نو د اسلام د بلنې په برخه کې یې پوره هڅې وکړې او د ټولنې د اصلاح لپاره به یې تر ټولو غوره لاره وکاروله. لنډه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند د انساني او ټولنیز ژوند ټول اړخونه پکې شامل دي چې هغه یې د ټولو دعوتګرانو، قومندانانو، پلرونو او میرمنو، سیاستوالو، د دولت د ټولو مشرانو لپاره نمونه ګرځولی دی. له همدې امله، دا د تیرو پیغمبرانو او د دینونو بنسټ ایښودونکو او د تیرو او راتلونکي فیلسوفانو په ژوند کې نه موندل کیږي.
د نبوت د دعوې عوامل او انګیزې
د خاتمیت د عقیدې په اړه د کافي پوهاوي نشتوالی او په هغه کې غفلت
د تاریخي پیښو له څیړلو څخه څرګندیږي چې د دغه ډول جنایاتو تر ټولو لوی لامل د خاتمیت په عقیده کې د پوهاوي نشتوالی او غفلت دی. کېدای شي چې دعوه کوونکی پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاتمیت عقیدې په برخه کې کافي پوهه ونه لري او په خپل ځان جوړ شوي او ناوړه تعبیرونو سره خلک ګمراه کړي.
د اسلام د دښمنانو لاسپوڅي
د اکثرو درواغجنو مدعیانو په ژوند او تاریخ کې موږ وینو چې هغوی د اسلام د دښمنانو خدمتګاران او لاسپوڅي وو او د مذهبي اختلافاتو په غوړولو سره یې د مذهب او فرقه پالنې په رامنځته کولو او په عمومي ډول د خلکو له دیني او معنوي احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوله. دا د نړۍ د استعماري قدرتونو یو له لرغونو میتودونو څخه دی، کوم چې نمونې یې لاهم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لیدل کېږي.
توکمیز تعصب او ناسیونالیستی احساس
دا احساس د دې لامل ګرځي چې دا ډول خلک په ټولنه کې مقام ترلاسه کړي، او د نا لوستو او ناپوهو خلکو ډله او حتی ځینې لوستي خلک؛ تعصب او قوم پرستۍ له امله د دوی خبرې اوریدلې او باور یې پرې کاوه او د دې لوی لامل دا دی چې نوی پیغمبر د دوی له نسل څخه دی او د دوی په ژبه خبرې کوي.
د قوم پرستۍ احساس کولاى شي خلک له حق او حقيقت څخه لرې وساتي او د هر ډول ګمراهۍ لامل وګرځي، دغه عمل هم د قاديانيت په ترويج کې اغېزمن و، ځکه چې قاديانيت يو هندي مذهب و ، او اغیزمن ثابت شوی او داعي او مشر يې پخپله د هند څخه وو او مرکز يې قاديان وو. نو دا کار د دې لامل شو چې ځينې مسلمان ولس او لوستي ملت پال د “مرزا غلام احمد” په دروغو باور وکړي او له هغه څخه دفاع وکړي. همدارنګه ځینو هندي مشرانو او د نظر خاوندانو هم د قادیانیت دفاع وکړه؛ ځکه چې د هند په نیمه وچه کې د هندو مذهب مشرانو او سیاسي فعالانو تل د مسلمانانو په اړه شکایت کاوه چې دوی د هندي وطن پالنې او ملت پالنې احساس نه لري، دوی تل دا اعتراض کاوه چې مسلمانان په هند کې ژوند کوي. خو د دوی سترګې د عربي ټاپووزمې (مکه او مدینې) ته نیولې دي او د هندوانو دغې ډلې له هنده بهر د مسلمانانو دغه فکري او احساساتي تړاو تر پوښتنې لاندې راوستی او دوی دا د هند د یووالي او بشپړتیا او د هند د ملي هویت د ساتنې لپاره د اندیښنې وړ وګڼله. له همدې امله دوی په دې ډول وضاحت سره د “قادیانیت” څخه د هندي رسم او مذهب په توګه ملاتړ وکړ او په ښکاره یې وویل چې قادیانیت یوه اسلامي فرقه نه ده؛ بلکه، دا یو خپلواک مذهب دی چې د هندي کلتور پر بنسټ یوه نوې ټولنه جوړوي.
د قادیان مذهب
میرزا هادي بیګ د «بیاس»سیند ته نږدي میشت شو او د «اسلام پور» په نوم یې یو کلی آباد کړ او د دې له امله چې هغه سواد درلود نو د ډیلي حکومت لخوا د دې سیمې قاضي وټاکل شو. له هغه وخته دغه کلي د اسلام پور قاضي په نوم ونوماوه او ورو ورو د “قاضي” په نوم مشهور شو. ځکه چې په پنجابي ژبه کې د «ض» توري «د» ویل کېږی، نو دا نوم د قاضي پر ځای قادی شو او «قادیان» ته منسوب شو.
د قادیانیت تعریف
احمدیه یا قادیانیت په اسلامي عقایدو او احکامو کې یوه اصلاحي فرقه ده چې غلام احمد قادیاني ته منسوبه ده او قادیان د هند په پنجاب ایالت کې د یوه کلي نوم دی او په وروستیو پیړیو کې د نبوت له درواغجنو څخه یو یې میرزا غلام احمد قادیاني نومیږي، چې په همدې کلي کې پیدا شو او نن ورځ د خپلو پیروانو د فعالیت مرکز ګڼل کیږي، ډېر شهرت یې ترلاسه کړی او د مرزا غلام پیروان په «قادیاني» مشهور دي او هغه دین چې هغه یې بللی، د قادیانیت په نوم یادیږي.
قادیانیت هغه تحریک دی چې په ۱۹۰۰ کال کې د هند په نیمه وچه کې د انګریزي استعمار د پلان له مخې رامنځ ته شو او موخه یې دا وه چې مسلمانان له خپل دین او په ځانګړې توګه د جهاد له فرضیت څخه لرې کړي، تر څو د استعمار پر وړاندې د اسلام په نامه راپورته نه شي. د دغه غورځنګ د «الأدیان» مجله وه چې په انګريزي ژبه خپرېدل.
ادامه لري…