لیکوال: ابو ریان عزیزی

فمینیزم (دریمه برخه)

د بحث په لومړۍ برخه کې د دې یادونه وشوه چې په بېلابېلو غیر اسلامي ټولنو کې د ښځو لومړني او اساسي حقوق څه ډول تر پښو لاندې کیدل، او د ښځو په حق کي به یې له هیڅ راز ظلم او زیاتي څخه ډډه نه کوله؛ همدغه کړنې او غبرګونونه سبب شول چې د وخت په تیریدو سره، ښځو د خپلو لومړنیو حقونو د غوښتلو او تأمین په پار، تشکیلونه جوړ کړي او غونډې په لار واچوې او سوکه سوکه یې منظمې کړي؛ ځیني لیکوالان، ادیبان او شاعران د دوی سره همغږي او یوځای شول؛ د دغو فعالیتونو اوازه په غربي هیوادونو کې په ډیرې ګرمۍ سره خپره شوه او ډیر پلویان یې په ځان را ټول کړل او ډیرې ښځې له دغو خوځښتونو سره یوځای شوې چې بلآخره د «فمینیزم» خوځښت رامنځته شو.
ځیني څیړونکي په دې اند دي چې د فمینیزم نظریه په دریو پړاوونو کې څرګنده شوه او په هر پړاو کې یې وده کوله؛ چې دادې موږ دغه درې پړاوونه په لنډه توګه ذکر کوو:
لومړی پړاو
د دغو ناخوالو او نابرابریو په ترڅ کې د فمینیزم ونې په لومړي ځل په انګلستان کې د ځمکې څخه سر راپورته کړ او د « مری ولستون ګرافت» د ۳۰۰ مخیزې بیانیې په خپریدو سره دغې نظریې د عمل جامه واغوستله. لومړی پړاو له ۱۸۳۰ زیږدیز څخه تر ۱۹۲۰ زیږدیز کال پورې دوام وکړ، په دغه پړاو کې د ښځو د حقونو مدعیان د هغو کسانو پر وړاندې راپورته شول چې ښځه یې انسان نه، بلکه خوار او ذلیل موجود بلله چې د اشرف مخلوقات یعنې نارینه په چوپړ کې ده.
د دې پړاو مظاهر د «لیبرالي کلاسیک» په حقوقو کې لیدل کیږي‎ چې ټولیزه طرحه یې ښځو ته د رأی ورکولو حق او د هغوی د مدني، سیاسي او طبیعي حقونو د پراختیا څخه عبارت دې.
دوهم پړاو
دغه پړاو له ۱۹۶۰ زیږدیز کال څخه تر ۱۹۹۰ زیږدیز کال پورې دوام درلود. دغه پړاو د مساواتو غوښتونکی و؛ یاد پړاو له هغې وروسته چې ښځو په ټولنه کې ځای وموند، پیل شو؛ اصلي ادعا یې د ښځو د حقونو احقاق و په داسې توګه چې د نارینه و سره مساوي او برابرې وي او د هغو ایډیولوژيو سره مقابله کول کوم چې د ښځې او نر په عدم مساوات باندې معتقد ول او نارینه یې تر ښځې لوړ او غوره ګڼل.
دریم پړاو
دغه پړاو د ۱۹۹۰ زیږدیز کال له لومړیو څخه را پدې خوا پیل کیږي. د فیمینیستي خوځښت دغه څپه د برترۍ او غوره والي غوښتونکې ده؛ د دې څپې د لیدلوري مطابق، دوه نورې څپې (لومړۍ او دوهمه) له دې وجې چې د نارینه او ښځینه د پرتله کولو په لټه کې دي، په باطن کې د نارینه و په لومړیتوب او غوره والي باندې عقیده لري، په داسې ډول چې ویلی شو په خپله دغه خوځښتونه پر دې باوري و چې نارینه تر ښځې لوړ دې او باید دغه واټن له منځه لاړ شي او دواړه سره یو شان شي؛ فلهذا هڅه کوي چې له ښځې څخه، بل نارینه جوړ کړي او د فمینیزم مفهوم پکې نه لیدل کیږي. د ښځې خپلواکي او د ژوند په ټولو برخو کې د نارینه په نسبت د هغې غوره والی چې په مشخص ډول د قدرت په لوبه کې څرګندیږي، د فمینیزم د دریم پړاو موخه او غوښتنه ده او مدرن فمینیزم هم ورته ویل کیږي.
د ښځو حقونو د ضایع کیدلو د ګډوډ بازار څخه په ګټې اخیستنې، ډیری سیاسي مکتبونه د ښځو په ملاتړ راپورته شول او هغوی چې له دغه وضعیت څخه بشپړه ګټه پورته کړه تر څو خپله خبره پلې کړي او د ښځو د حقونو لپاره یې د درواغو اوښکې تویولې؛ د دوی موخه دا نه وه چې د ښځو حقه حقوق دې ورکړل شي؛ بلکه اصلي موخه یې د دین تخریب او له منځه وړل دي او غواړي چې په لومړي پړاو کې د حیا او عفت صفتونه د ښځو څخه واخیستل شي او د ښځو د بې حجابۍ له لارې، ټولنه د ننګونو سره مخ کړي، او هغه ناخوالې او تاوتریخوالی چې ښځو ته متوجه دي، دوی ته د اهمیت وړ ندي او پرې نه خوابدي کیږي، په داسې توګه چې ټول موارد یې په غربي هیوادونو کې تجربه شوي دي.
له دین سره د فمینیزم دښمني
دغه خوځښت په نولسمې زیږدیزې پیړۍ کې د څرګندیدو له پیل څخه د ټولنیز خوځښت په توګه د ښځو د رأی ورکولو د حق ملاتړ په موخه، خپله مبارزه پیل کړه، په پیل کې د دوی تمرکز یوازې د ښځو پر حقونو باندې و او ادعا یې کوله چې غواړو ښځې خپل اصلي ځای او مقام ته ورسوو؛ اما ورو ورو د دوی مسیر او تګلاره بدله شوه او د دین، اسلام او دیانت پر ضد شول، هغه ظلمونه چې نورو تر هر عنوان لاندې پر ښځو باندې کړي و، هغه ټول یې په اسلام وتپل او په دې ډول یې ځانته اجازه ورکړه چې د اسلام سپیڅلي دین پر حریم ننوځي، په لومړي څپه کې سنتي دیانت یې تر هدف لاندې ونیو او هغه یې د ښځو د تسلیمۍ منبع او لامل وبوله؛ څرنګه چې د فمینیزم لومړنیو متفکرینو اعتقاد درلود چې دیني بنسټونه یوازې د ښځو حقونو په نه ورکولو کې تورن ندي، بلکه د عمل په ډګر کې د ښځو پر خلاف د کړنو او باورونو اساسي منبع ده.
(سوزان برانل آنتونی) د ښځو حقونو د خوځښت ډلې یوې غړې په توګه وایي چې د ښځو تر ټولو بد دښمان پر منبرونو باندې ولاړ دي. آغلې آنتوني په غالب ګومان تقلیدی (سنتي) دین تر خپلو نیوکو لاندې راوستلی او د هغو کسانو لخوا چې نوموړې یې پیژندله، د بې دینې په توګه یاده شوه، هغې په خپلې وینا کې وویل: « زه نشم کولای د نړۍ لپاره داسې خدای تصور کړم چې زما په دوه پښو کښینستل او په لوی نوم یادول یې خوښیږي».
د لومړنۍ څپې یوه فیمینیسته ښځه د (هلن ګاردنر) په نوم د ښځو په وړاندې د مسیحیت او مقدس کتاب ظلمونه او جنایتونه داسې انخوروي: « دین او مقدس کتاب هر څه یې له ښځو څخه اخیستي او هیڅ شی هغوی ته نه ورکوي او له بله اړخه د هغوی څخه د ملاتړ او پیروۍ غوښتنه کوي او په وړاندې یې په ظلم او تحقیر سره چلند کوي، هر ظلم او زیاتی چې د مسیحیت په سیمه کې پر ښځو ترسره کیږي، مقدس کتاب د هغه اجازه ورکړې ده او چا چې د دغه ظلم پر دوام اجازه ورکړې، هغه کسان دي چې پر منبر ولاړ دي».
د «هلن ګاردنر» لخوا دین ته سپکاوی، یوازې د مسیحیت دین پورې نه محدودیږي؛ څرنګه چې په خپل کتاب(سړي، ښځې او خدای) کې وایي: « د دې سره سره چې دوی ادعا کوي چې د دین سرچینه له طبیعت او بشري عقل څخه لوړه ده؛ اما د بشري منطق لخوا دې ارزونه او ازموینه وشي.» همدارنګه نوموړې زیاتوي: « په هر دین کې ښه او د خوښې شی، یوازې اخلاق دي او د ایمان او اخلاقو ترمنځ هیڅ راز اړیکه شتون نلري، اخلاق د ښو کارونو په واسطه په دې نړۍ کې مشخص کیږي، په داسې حال کې چې ایمان په ناپیژندو معیارونو سره په هغې دنیا کې مشخص کیږي؛ اخلاق زموږ د زمانې اړتیا ده او ایمان هغه هیله او ارمان دې چې دایمي کیدو خواته یې سترګې نیولي دي، اخلاق په تکویني تکامل باندې اتکا کړې او ایمان په ځانګړې وحیې پورې تړاو لري او هیڅ ښځه نشي کولای هیڅ وحی ومني چې له دې وروسته دې نړۍ ته وړاندې شوې وي».
د فمینیزم دغه فعاله میرمن په دې بسنه نه کوي بلکه د کینې، حسادت، او دښمنۍ څخه ډک زړه داسې تشوي او وایي: « موسی او کنفسیوس یا محمد یا پولس یا ابراهیم یا بیګم یانګ په دې ټینګار کوي چې د دوی عقیده په مستقیمه توګه د الله له لوري راغلې ده او الله له دوی سره شخصي اړیکه درلوده، دا هغه حقیقت دې چې هیڅ قدرت دې پر موږ نه مني مګر داچې د هغوی لارښوونی او سپارښتنې د ژوند په اړه، زموږ د لوړو فکرونو، شریفو موخو او سپیڅلو مفاهیمو سره همغږي ولري»؛ همدارنګه د دین پر وړاندې د دوی دښمني د دوی د مشهورو فعالینو له لیکنو او ویناوو څخه څرګندیږي؛ له دې جملې څخه یوه ( الیزابت کادی استنتون) وه چې د تخریب او سپکاوي په هدف یې د ښځو مقدس کتاب ولیکه او داسې یې وویل: « که د ننې ورځې فیمینیسټې ښځې «ښځینه قرآن» ولیکي د سل کاله وړاندې فیمینسټي ښځو سره وصل کیږي چې د لومړۍ څپې یوه برخه وه».
له دین سره د فیمینستانو دښمني، په دې حد کې پای ته نه رسیږي او نه ختمیږي، که دوهمې څپې ته سر ورښکاره کړو د دوی به له دین سره په ډیرو او کلکو دښمنیو خبر شو او کولای شو چې په ښه او زیاته کچه د دوی پر اصلیت ځان پوه کړو؛ څرنګه چې فرانسوۍ فیلسوفه ( سیمون دوبوار) له دین سره خپل مخالفت په داسې ډول څرګند کړی: « نارینه له ډیرو امتیازاتو څخه برخمن دي؛ ځکه خدای د دوی ملاتړی دې او د هغو کړنې تائیدوي او سړی پر ښځې ولکه او واک لري او دا د هغه په ښه بخت دلالت کوي چې دغه واک د لوړ قدرت لخوا هغه ته ورکړل شوی ده، یهودان، محمدیان، مسیحیان او نور عقیده لري چې نارینه د خدای له لوري ريښتینی مشر او سالار دې؛ له همدې وجې او د خدای له وېرې د ښځو د سرغړونې او سرکشۍ څخه مخنیوی کوي او په نطفه کې یې خنثی کوي».
میرمن (ګلوریا استانیم) د فمینیزم د دوهمې څپې مشهوره فیمینیسته د دین په چارو کې داسې وایي: « که سم فکر وکړۍ نو په دې به پوه شۍ چې تر مرګ وروسته په کوم شي ایمان لرل، حیرانوونکې دوکه او فریب دې؛ ځکه، حتی شرکتونه چې د بدلې ورکونې قوانین هم لري، هڅه نکوي هغه وروسته له مرګ څخه اجراء کړي»؛ په یوې مرکې کې د میرمن استانیم څخه پوښتنه وشوه: « ستاسو په آند هغه لویه ستونزه چی نن سبا ښځې ورسره لاس او ګریوان دي، څه دې؟ هغې ځواب ورکړ: هغه څه چې ډیر په اړه یې نه غږیږو، هغه دین دې؛ معنویت یو څه او دین بل شی دې؛ دین یوازې اسماني سیاست دې، په دې باوري یم چې پر موږ واجب ده چې په اړه یې خبرې وکړو؛ ځکه هغه خپل ځواک زموږ له چوپتیا څخه اخلي». (سوزان شاو) د نوع پیژندنې او جنس پیژندنې استاذه وه، نوموړې داسې وایي: « د دیني-سنتي موسساتو لکه کلیسا، جومات او نور عبادت ځایونو په رڼا کې، نارینه سالار او پلار سالاره نظام په ټولې نړۍ کې برلاسی دې».
میرمن (ماری دالی) فیمینیسټه فیلسوفه او همجنس پاله په دې باور وه چی دین په خپل ذات کې د ښځو لپاره ځپونکی ده او څرنګه چې تور پوستکی سړی په لوی کولکس کې د برابرۍ غوښتنه نشي کولای، همدا شان ښځه هم په کلیسا کې د برابرۍ غوښتنه نشي کولای».
په دریمې څپې کې له دین سره پلان شوې او سازمان شوې دښمني زور اخلي او دغه دښمني په بېلابېلو شکلونو پالل کیږي، له هغې جملې څخه، ځان په اور او اوبو وهل، «ځای ناستی او بدیل دین» او « غیر مذهبي معنویت» دې.
غربي هیوادونه په سر کې یې امریکا چې د فمینیزم کلک ملاتړي ول له ۱۹۵۰ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۰۰ زیږدیز کال پورې یې ډیرې غونډې د ښځو حقونو تر عنوان لاندې په بېلابېلو هیوادونو کی په لار واچولې او دغه غونډې د فیمینیسټی موخو د پلې کولو او د اسلام ضد موخې یې درلودې چې تر ټولو اړینې موخې یې په لاندې ټکو کې بیانوو:
– د دین، ارزښتونو او اخلاقي مبانۍ سره په ښکاره او څرګنده مخالفت کولو ته، د خلکو بلنه او هڅونه او همدارنګه واده ته د پام نه کولو او اهمیت نه ورکولو له لارې د بې حیایۍ او بۍ عفتۍ خپرول.
– د سیمه ییزو دودونو او رسمونو لغو کولو په پار، د خلکو رابلل او هڅول؛ او نړیوال او اروپایي فرهنګ خواته د خلکو رابلل.
نن ورځ هم وینو چې د اسلام ضد هیوادونه د نړیوالو رسنیو له لارې، خپل غږ او پیغام د اسلامي هیوادونو په مخاطب کیدو سره، پورته کوي او ځانونه د ښځو د حقونو مدعیان بولي؛ په داسې حال کې چې د فشار وسيلې او دوکې څخه پرته، بل څه نه دي؛ او که ګټې یې د خطر سره مخ شي د ښځو په حق کې له هیڅ راز سپکاوي او بې حرمتۍ څخه ډډه نکوي او خپله اصلي څیره ښکاره کوي.
Leave A Reply

Exit mobile version