Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
  • د احادیثو پوهنغونډ
  • د نامتو علماوو د ویناوو پوهنغونډ
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
  • د احادیثو پوهنغونډ
  • د نامتو علماوو د ویناوو پوهنغونډ
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳)
د امت مشران چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله
مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳)
د امام ابوحنيفه رحمه الله حديثي اثار
د امام ابوحنیفه رحمه الله حديثي مسندونه(دوام لري)
دريم: ددې مسندونو علمي ارزښت
د محدثينو اصولو سره سم د دې مسندونو علمي نقد (کره کتنه)
هر عالم چې کوم مسند روايت کوي يا کوم حديث روايت کوي، نو نقد سره مخامخ کيږي، دا نقد به يې يا سند ته راجع وي او يا متن ته . البته کله چې سند صحيح شي، بيا متن ته نه متوجه کيږي، خو که سند ضعيف شي بيا متن نه قبليږي مګر په دوه حالتونو کې: يو دا چې متن به د قران کريم او يا نبوي سنتو (فضائلو) کې وي او د کتاب الله او صحيح سنتو سره به مخالف نوي ([1]).
کله چې مونږ د ابوحنیفه رحمه الله مسندونو يا نورو مسندونو ته نظر کوو، پر مونږ لازم دي چې لومړی هغو رجالو ته نظر وکړو کوم چې ضعيف دي او ده ورڅخه په مسند کې روايت کړی وي. وړاندې تير شول چې امام ابوحنیفه رحمه الله له کومو ضعيف راويانو څخه روايت کړی هغه ټول مقبول دي، يواځې دوه تنه وو چې چا يې توثيق نه و کړی، هغه دوه تنه عبدالملک القرظي او طريف بن شهاب وو.
همدارنګه ځينې مسندونه وو چې په هغو کې مجهول راويان وو، په دې اساس د ابوحنیفه رحمه الله مسندونو ته نقد له دوه اړخونو متوجه دی:
لومړی: له هغو راویانو څخه روايت کول چې اتفاقي ضعيف دي.
دويم: د ځينو شيوخو نوم نه اخيستل، او يا د هغو مشايخو څخه چې ځينې يې مشايخ نه بولي روايت قبلول.
لومړی هغه شيخ چې د هغه په ضعف باندې اتفاق دی: ابوحنیفه رحمه الله له طريف بن شهاب هغه له ابو نضرة څخه حديث نقل کړی چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي: (الوضوء مفتاح الصلاة) يعنې اودس د لمانځه لپاره کيلي ده. په همدې الفاظو سره دار قطني ([2]) او بيهقي ([3]) روايت کړی دی. خو د دې حديث متن ضعيف نه بلکې صحيح دی، د سنتو کتابونو او مشهور امامانو او حافظانو روايت کړی دی. ابن ابی شيبه ([4]) عبدالرزاق ([5]) احمد ([6]) ابو داود ([7]) ترمذي ([8]) ابن ماجه ([9]) حاکم ([10]) روايت کړي حاکم په مستدرک کې صحيح بللی او ذهبي ورسره موافقه ښوولې ده.
همدارنګه الهيمثي مجمع الزوائد ([11]) کې صحيح کړی او طبراني ([12]) ته يې نسبت کړی دی.
لنډه دا چې په واقعيت کې دا حديث صحيح دی، په دې اساس د طريف له لارې څخه يې کوم روايت راغلی هغه د دې حديث شان ته کوم زيان نه رسوي ځکه چې حديث مشهور او له ډيرو طروقو څخه راغلی دی.
همدارنګه له عبدالملک القرظي څخه حديث نقلوي: (عُرِضْنَا عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَوْمَ قُرَيْظَةَ، فَكَانَ مَنْ أَنْبَتَ قُتِلَ، وَمَنْ لَمْ يُنْبِتْ خَلَّى سَبِيلَهُ .)([13])
ژباړه: د قريظة غزا په ورځ نبي صلی الله عليه وسلم امر وکړ چې د قريظة نيول شويو بنديانو هر هلک چې د نامه څخه لاندې ويښتان شته وي ودې وژل شي او که نه وي نو پرې دې ښودل شي. له حماد او القاسم بن معين څخه يې هم روايت کړی دی ([14]).
دا حديث هم مشهور او صحيح دی د فقهاؤ، محدثينو او سيرت پوهانو په وړاندې معلوم دی. ترمذي، ابو داود او احمد هم روايت کړی دی ([15]).
همدارنګه دوه ځايه کې د ابن الشهاب له طريقه يې په لمانځه کې د بسم الله په زوره ويلو حديث له طريف څخه هغه له ابو نضرة هغه له يزيد بن عبدالله المفضل هغه له خپل پلار څخه روايت کړی دی چې: عبدالله بن المفضل په امام پسې لمونځ وکړ، امام بسم الله په جهر سره وويله، کله چې لمونځ پوره شو ورته يې وويل: ای ابو عبدالله! دا اواز دې نور بند کړه،(صَلَّيْتُ خَلْفَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَأَبِي بَكْرٍ، وَعُمَرَ فَمَا سَمِعْتُ أَحَدًا مِنْهُمْ يَقْرَأُ بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ) ([16])
ژباړه: ما په رسول الله، ابوبکر، عمر او عثمان پسې لمونځ کړی ما له هغو څخه بسم الله په جهر سره نه ده اوريدلې، دې حديث ته هم د طريف روايت کوم زيان نه رسوي، ځکه ابوحنیفه رحمه الله له صحيح لارې هم روايت کړی او هم امام مسلم، ترمذي او نورو روايت کړی دی ([17]).
دوام لري…
مخکینی برخه  |  راتلونکې برخه

سرچینې:
[1] ـ قواعد فی علوم الحديث للتهانوي ۹۲.
[2] ـ سنن دار قطني ۱/ ۳۶۶.
[3] ـ سنن البيهقي ۲/ ۳۸۰.
[4] ـ مصنف ابن ابی شيبه ۱/ ۲۲۹.
[5] ـ مصنف عبدالرزاق ۲۵۳۹ شميره.
[6] ـ مسند احمد ۱/ ۱۲۳.
[7] ـ سنن ابی داود ۶۱ شمیره.
[8] ـ . سنن ترمذي ۴۶۳- ۲۳۹.
[9] ـ سنن ابن ماجه ۲۷۵ شماره.
[10] ـ المستدرک ۱/ ۱۳۲.
[11] ـ مجمع الزوائد ۲/ ۱۰۴.
[12] ـ المعجم الکبير ۱۱/ ۱۶۷.
[13] – سنن الترمذي ۴ / ۱۴۵.
[14] ـ مسند ابی احنيفه برواية الحصکفی ۳۲۱ شمیره.
[15] ـ سنن ترمذي ۴/ ۱۲۳، ۵۸۴ شمیره، سنن ابی داود ۴/ ۵۶۱، ۵۸۴ شمیره.
[16] ـ جامع مسانيد ابی حنيفه ۱/ ۳۱۸.
[17] ـ صحيح مسلم ۱/ ۲۹۹، سنن الترمذي ۲/ ۱۲.
امام اعظم ابوحنیفه (رح) عالم علم حدیث محدث مسانید نقد
Previous Articleد حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸)

اړوند منځپانګې

د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD
نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD1 Views

ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳) د…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD4 Views

لیکوال : قاري عبدالستار«سعید» د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸) (د شهيد قاضي…

نور یی ولوله
د امت مشران

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD4 Views

ليکوال: پوهندوی حافظ روح الله مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۲) د…

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷)

سه شنبه _24 _نوومبر _2026AH 24-11-2026AD14 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷) (د شهيد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۴۳)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸)

چهارشنبه _25 _نوومبر _2026AH 25-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.