
لیکوال : قاري عبدالستار«سعید»
د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۸)
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
حکومت ته ځان سپارل
د غرمې په دوولس بجې دوی خپلې وسلې حاجي نوروز خان او د هغه ملګرو ته ورکړې او بیا پنځه واړه ( قاضي صاحب، حضرت صاحب، سنا معصوم مجددي، ملا عبدالحنان او ملا سلطان جان) پیاده د ځاځیو د عسکري غونډ پر خوا روان شول. په دې عسکري مرکز کې تر دوه نیم زرو مسلح عسکر اوسیدل چې مشري یې د برګېډ عبدالغني خان په غاړه وه. کله چې د عسکري مرکز دروازې ته ورسېدل، د دروازې پیرده دار دوی وپيژندل او په احترام یې هرکلی وکړ. د کوم عسکر په واسطه یې برګېډ عبدالغني ته حال ورکړ، هغه چې راغی ډېر انديښمن شو او په وارخطا حالت کې یې د دوی سره روغبړ وکړ. ځکه ده فکر کاوه چې په عسکري مرکز کې د ښورښ جوړولو لپاره به دوی راغلي وي.
عبدالغني خان عسکرو ته وويل چې مېلمنو ته ډوډۍ راوړي، دغه راز یې ځینې عسکر مامور کړل چې په شاوخوا باندې امنیتي تدابیر ونیسي. وروسته یې پوښتنه وکړه چې دلته ځاځیو ته او بیا عسکري مرکز ته څرنګه راغلئ؟ قاضي صاحب ورته خپل هدف په تفصیل سره داسې تشریح کړ: موږ د خپلې عقيدې او فکر سره سم غوښتل د افغانستان لپاره خدمت وکړو او د سولې او اصلاح له لارې حکومت له هغه ناسمې لارې چې اوس یې اختیار کړې ده راوګرځوو. څرنګه چې دغه کار د ولسونو له اتحاد پرته امکان نه لري، په همدې خاطر مو له تاسو او ډېرو نورو هغو کسانو سره چې تاسو یې پیژنئ مشوره وکړه، هغوی راسره وعده او د همکارۍ تړون وکړ. موږ هم خپل اهل و عیال او هر څه پرېښودل او دې خوا ته راغلو. اما کله چې لوګر او پکتیا ته راغلو او له هغو خلکو سره مو ولیدل، راته معلومه شوه چې هغو وعدو د غڼې د تار حیثیت هم نه درلود. د وروڼو دغه عهدماتولو موږ هم ډېر مایوسه کړو او بیا مو اراده وکړه چې ځانونه حکومت ته تسلیم کړو او هغه څه چې په زړه کې یې لرو، په ژبه یې امان الله خان ته ووایو. موږ پوهیږو چې زموږ سزا له قتل او اعدام پرته بل څه نه ده، مګر موږ همدا سزا غوره ګڼو او نه غواړو په دې حالاتو کې په پردي ملک کې آرام ژوند ولرو. نو دا دی پرته له کوم قید او شرطه مو ځانونه تاسو ته، چې د دې سیمې عسکري مسؤل یاست، تسلیم کړل. تاسو کولای شئ همدا اوس د ټیلفون له لارې ګردیز ته حال ورکړئ، تر څو امان الله خان خبر کړي چې د تمیز د محکمې رئیس قاضي عبدالرحمن او د شوربازار حضرت محمد صادق مجددي له خپلو ملګرو سره ځانونه حکومت ته تسلیم کړل.
د ډوډۍ له خوړلو وروسته برګېډ عبدالغني دوی ته یو رسمي حکومتي مکتوب ورښکاره کړ چې له ګردیزه ده ته راغلی او په کې لیکلي و( د مرکز کابل او حربیه وزرات له حکم سره سم، تاسو ته خبر درکول کیږي چې د شور بازار حضرت محمد صادق مجددي او د تمیز د محکمې رئیس قاضي عبدالرحمن له څو تنو ملګرو سره سمت جنوبي ته تللي دي او اراده لري چې د حکومت خلاف ښورښ وکړي. بناء تاسو ته امر کوو چې سرحدات کلک ونیسئ. کوم ځای کې چې د عبور او مرور امکان وي، هلته عسکر ځای په ځای کړئ او کوښښ وکړئ چې یاد کسان ونیول شي) د مکتوب په پای کې د سمت جنوبي ( لويې پکتیا) حاکم اعلی عبدالحکيم خان چې د وزیر حرب عبدالعزیز خان ورور و، او د ګرديز د عسکري قواوو فرقه مشر محمد صدیق خان لاسلیکونه وو.
برګېډ عبدالغني بیا بیا وویل چې ستاسو په نیولو ډېر خپه او غمجن یم. ځکه د افغانستان خلک د شوربازار د حضرات کرامو او قاضي القضات صاحب په اړه ډېره د محبت او اخلاص عقیده لري، که خلک خبر شي چې تاسو زما لخوا نیول شوي یاست نو پر ما به لعنت وايي. له همدې امله نه پوهیږم څنګه وکړم.
د عبدالغني د دې خبرو په ځواب کې حضرت صاحب وویل: برګېډ صاحب زما په ګمان په دې وخت کې ستا اضطراب هیڅ معنی نه لري. ځکه تا پخوا له موږ سره د همکارۍ وعده کړې وه، خو موږ چې د عیسی خان په واسطه تاسو ته پیغام ولیږه، په ځواب کې تاسو صراحتا له موږ سره له همکاري انکار وکړ او موږ مجبور شوو چې ځان حکومت ته تسلیم کړو او پر ژوند مرګ ته ترجیح ورکړو. نو اوس څه ضرور ده چې بې ځایه تأسف کوئ. خو عبدالغني بیا هم په هماغه خبره کوله او تأسف یې ښکاره کاوه، تر دې چې حضرت صاحب جدي شو او ورته ويې ویل:
برګېډ صاحب که رښتیا له خپلې بدنامۍ ویریږئ نو اوس هم ممکنه ده چې دغه بدنامي جبیره کړئ او مخه يې ونیسئ. داسې وکړه چې نن مازدیګر د لمانځه په وخت د دې عسکري مرکز ټول عسکر راټول کړه، زه او قاضي صاحب به د حکومت د غیر شرعي اقداماتو او د هغه د خطرونو په اړه ورته بیان وکړو او عسکر به په دې قانع کړو چې له موږ سره ملګري شي تر څو په ګډه د امان الله خان په حکومت فشار راوړو. که چیرې داسې وشول تاسو به د بدنامۍ په ځای نیکنامي وګټئ او په دنیا او آخرت کې به د ښه نوم خاوند شئ. آیا داسې کولای شئ؟
برګېډ عبدالغني په عصبانیت وویل: اوس داسې نه شم کولای، ځکه که داسې وکړم سمدستي د بغاوت تور راباندې لګیږي. حضرت صاحب ورغبرګه کړه نو چې نه شې کولای خاموش کېنه. هسې په دروغو له موږ سره خواخوږي مه ښکاره کوه او مه مو تر احسان لاندې بوله. موږ ستړي یو لږ استراحت به وکړو او ته لاړ شه مرکز ته حال واستاوه چې خلک مې نيولي دي او هدایت ترې وغواړه.
دوی څه استراحت وکړ او یو ساعت وروسته برګېډ عبدالغني راغی دوی ته يې وویل چې ګردیز ته يې حال استولی او له هغه ځایه حکم راغلی چې سبا قاضي عبدالرحمن او ملګري یې تحت الحفظ ګردیز ته واستوي. په دې ځای کې یو ځل بیا د برګېډ او حضرت صاحب تر منځ خبرې تبادله شوې. که به برګېډ له دوی سره د خواخوږي خبره کوله، په حضرت صاحب ښه نه لګېده. هغه یې د وعدې په ماتولو تورناوه او ورته ويل به یې چې اوس د دې خبرو ضرورت نشته، موږ مرګ ته آماده یو او غواړو هر څومره ژر د دنيوي ژوند له پيټي اوږې سپکې کړو. دوی له برګېډ نه یوه غوښتنه دا وکړه چې مولانا عبدالقادر چې له دوی نه بېل نیول شوی و او همدلته بندي و، هم له دوی سره یوځای کړي تر څو یو ځای مرکز ته انتقال شي. برګېډ عبدالغني مولانا عبدالقادر هم راوست او په دې سره دوی ټول شپږ نفره شول. برګېډ وویل چې مخ په ګرديز حرکت به د شپې په دوولس بجې وي.
دوام لري…
۱ څرگندون
Pingback: د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷) - کلمات پښتو