
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت شهید (برخه : ۱۷)
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
د ربیع الاول په اتلسمه دوی همدلته د ملک عزیز خان کره وه، چې له حاجي نوروز سره د ځاځیو یو بل ملک د دوی ملاقات ته راغی چې نوم یې ملک احمد شاه و. هغه په سیمه کې له مخورو کسانو و، چې د ملک عزیز خان سیال ګڼل کېده. په همدې کې قاضي عبدالودود هم د برګېډ عبدالغني له ملاقات څخه راوګرځېد. برګېډ عبدالغني ورته سل افغانۍ او څه اندازه لباس او اړین وسائل ورکړي وو چې دوی ورباندې ضرورتونه رفع کړل.
قاضي عبدالودود وویل چې ما او برګېډ عبدالغني مجلس وکړ، برګېډ عبدالغني وویل چې په دې حالاتو کې زه له حکومت څخه اړخ نه شم بدلولای او نه په ښکاره ستاسو ملګرتیا کولای شم. دا همکاري درسره کولای شم چې تاسو په شپه کې روان شئ، تر څو له افغانستان څخه ووځئ او له ډیورنډ کرښې د انګریز اړخ ته سالم واوړئ. زموږ سرحدي عسکر به ستاسو ممانعت نه کوي او نه به نیول کیږئ. موږ به څو تنو ته وظیفه ورکړو چې تاسو په امن سره تر سرحد پورې ورسوي. په دې ورځو کې د غرونو خوا ته تګ ځکه د خلکو نظر نه جلبوي چې د ځنغوزیو د حاصل اخیستلو وخت دی او ډېر خلک په غرونو کې ګرځي راګرځي.
دوی د قاضي عبدالودود په واسطه برګېډ عبدالغني ته ځواب ولیږه چې له تاسو مو د داسې ځواب تمه نه وه چې وعده مو د همکاري کړې وه او اوس یوازې د فرار لارې راښيئ. خو په هر حال بیا هم درنه مننه، موږ به را روانه شپه مشوره وکړو چې څنګه کوو. د قاضي عبدالودود له تګ وروسته نوی راغلی قومي مشر ملک احمد شاه هم رخصت شو. خو هغه چې د دوی له مجلس نه راووت، د دې لپاره چې له حکومت څخه څه انعام تر لاسه کړي او یا د ملک عزیز خان په نسبت خپل اعتبار پوخ کړي، مخامخ د ځاځیو حاکم ته ورغی او د قاضي عبدالرحمن او د هغه د ملګرو د پټنځای په اړه یې معلومات ورکړل.
په دې شپه دوی تر ناوخته خوب ونه کړ او په دې مشوره بوخت و، چې څه باید وکړي، قاضي عبدالرحمن او حضرت محمد صادق مجددي فیصله وکړه، چې دوی د اسلام لپاره د خپل سر قربانولو ته حاضر دي. د دې لپاره چې اسلامي داعیه کمزورې معرفي نه شي، دوی به هیڅکله د انګریز تر لاس لاندې وطن ته پناه یو نه سي. بلکې ځان به حکومت ته وسپاري، تر څو په هسکه غاړه اعدام شي.
د دوی درې تنه نور ملګري چې نوي ځوانان وو( سنا معصوم مجددي[1]، مولانا عبدالحنان[2] او ملا سلطان جان[3]) او ورسره وروستي پاته ملګري حاجي نوروز خان، عیسي خان او ریدي ګل دوی ته یې مشوره ورکړه چې تاسو سهار وختي د برګېډ عبدالغني لخوا رالیږل شویو کسانو سره حرکت وکړئ او د انګریزانو تر واک لاندې سیمې ته پناه یوسئ. له هغه ځایه به هندوستان ته لاړ شئ، هلته په کاتيوار کې حضرت نور المشائخ صاحب هم اوسي له هغه سره به یو ځای شئ او زموږ حال به ورسره شریک کړئ.
حضرت محمد صادق مجددي همدلته د خپل ورور نور المشائخ صاحب په نوم یو خط هم ولیکه چې په یوه برخه کې یې راغلي وو( ما او قاضي عبدالرحمن صاحب فیصله وکړه چې که د انګریزانو تر واک لاندې سیمې ته پناه یوسو نو بې له شکه له خطر څخه به په امن شو، کورنۍ به مو هم په کابل کې په امن او اطمینان ژوند ولري. مګر دا ژوند به ډېر له شرمه ډک وي، ځکه د افغانستان او هند مسلمانان به وايي چې د تمیز رئیس قاضي عبدالرحمن چې باعمله عالم او په تقوی باندې مشهور و، دغه راز د مجددي حضراتو جانشین له خپل ملک نه فرار کړی او د مسلمانانو له ملک نه یې کفر ته پناه وړې ده، دغسې بې عزتي موږ نه شو تحمل کولای. اما که د امان الله خان حکومت ته ځان وسپارو، نو موږ یقين لرو چې نه یوازې موږ بلکې ټوله کورنۍ به مو زندان ته واچوي، په دې مو یقین دی چې کابل ته له رسیدو سره سم به چارماري او اعدام شو، مګر دغسې مرګ د هغه ژوند په نسبت له عزت او فخر څخه ډک دی. له همدې امله ما او قاضي عبدالرحمن د هغه ژوند په ځای دغه باعزته مرګ ته ترجیح ورکړه او سبا په خپله ځان د امان الله خان حکومت ته تسلیموو. دا لیک یې ولیکه او په پای کې یې قاضي عبدالرحمن او حضرت محمد صادق مجددي دواړو لاسلیکونه وکړل.
د دې پريکړې تر لیکلو وروسته تر یو حده مطمئن شول، د شپې وروستۍ حصه کې لږ ویده شول او سهار چې راپورته شول، له لمانځه وروسته یې خپلو نورو ملګرو ته وویل چې خپل سفر پیل کړي. د هغوی له جملې حاجي نوروز خان، ریدي ګل او عیسی خان سفر ته آمادګي وښوده، مګر معصوم مجددي، ملا عبدالحنان او ملا سلطان جان چې درې واړه ځوان طالبان وو، له دې یې انکار وکړ چې له دوی جلا شي. هغوی وویل هر څه چې په تاسو راځي په موږ دې هم راشي. موږ له تاسو نه بېلیږو.
دلته د دوی کوربانه ( د ملک عزیز خان) د کورنۍ غړي سخت وارخطا او انديښمن وو، هغوی له دې ویرېدل چې قاضي صاحب او د هغوی ملګرو ته د څو ورځې ځای ورکولو په جرم به یې حکومت ونیسي. مګر دا د ملک عزیز خان سپین سرې ښځه وه چې د خپل خاوند په نه شتون کې یې په خورا غیرت او میړانه د دوی میلمه پالنه کوله. د دې غيرتي میرمنې په عزم او چلند کې هیڅ خلل نه معلومېده او بیا بیا به یې قاضي صاحب ته ډاډ ورکاوه، چې تاسو زما کور ته پناه راوړې زه به تر وروستۍ ساه ستاسو ساتنه او میلمه پالنه کوم.
فیصله په دې وشوه چې په همدې ورځ به دوی ځانونه حکومت ته سپاري. حاجي نوروز خان، ریدي ګل او عیسی خان ته یې وویل چې تر هغو دې حرکت نه کوي چې دوی ځانونه نه وي سپارلي کله چې دوی ځانونه وسپارل نو حکومت به یې له نیولو مطمئن شي، څارنه به کمه شي او بیا دوی کولای شي په ډاډه زړه له افغانستانه ووځي.
دوام لري…
سرچینې:
[1] سنا معصوم مجددي چې په میا جان یې هم شهرت درلود، د حضرت شمس المشائخ فضل محمد مجددي زوی و. نوموړی وروسته په مصر کې لوړې زده کړې وکړې. د ده زوی حضرت صبغت الله مجددي وروسته د مجاهدینو د حکومت لومړنی رئیس جمهور وټاکل شو.
[2] مولانا عبدالحنان د قاضي عبدالرحمن مشر زوی و، نوموړي تکړه عالم و چې په دې وخت کې یې تازه د کابل شرعي محکمه کې د مفتي په حیث دنده پیل کړې وه. نوموړی وروسته د امان الله خان لخوا په اعدام محکوم او له قاضي عبدالرحمن نه یوه ورځ وروسته چارماري شو. رحمه الله
[3] مولوي سلطان جان په قوم هوتک او د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی و، نوموړي چې له ماشومتوبه له مجددي حضراتو کرامو سره رالوی شوی، د حضرت نور المشائخ صاحب ځانګړی مرید او مأذون و، نوموړی په دې موده کې ځوان طالب و، هغه وروسته ډېره موده د قلعه جواد د مجددي خانقاه د مسجد امام او خطیب پاته شوی دی. د نوموړي زوی مولوي عبدالرحمن احمد هوتک د اسلامي امارت د واکمنۍ په اوله دوره کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال و.